نن د جدي شپږمه د افغانستان د تاریخ توره او د ټولو بدبختیو پیلامه!
روسي ښکیلاک او د وخت مستبد او اشغالګر نظام زموږ پر هېواد هجوم راوړ ترڅو د کمونیزم د بویه بوټي تخم په افغان خاوره کي وکري، خو دوی لدې نا خبره وو چي افغانان د اشغالګرو ځواکونو حضور یوه ورځ هم نشي زغملی، همدا میړنی او باتور ولس را پورته او په تش لاس د کمونیزم اجیرو اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې و دریدل دوی او د دوی داخلي ګوډاګیانو ته یې داسې درس ورکړ چي آن د دوی نسلونه به یې هم هېر نکړي، د کمونیزم د مفکورې داستان داسې وتړل شو چي نن یې استادان هم په یادولو د شرم او خجالت احساس کوي.
هر افغان به پخپله سیمه کي لیدلي وي او لا به یې هم ګوري، هغو چي په ډیر ویاړ به یې د لینن او نورو کمونستو مشرانو تصویرونه په کور، دفتر، موټر او ځان سره ګرځول خو د کمونیزم تر شرمناکې ماتې وروسته داسې شرمیدلي او سر ټیټ پاتې شول چي د خپلې مفکورې یادونه او ورنه ننګه کول خو لرې خبره ده، ظاهري شکل یې بدل کړی او تر هر چا ځان ښه مسلمان ګڼي آن تردې چي بعضې یې د جهاد او مجاهدت دعوا هم کوي.
ژوندي د وي مسلمانان مړه د وي د اسلام او مسلمانانو دښمنان
سر لوړي د وي د حق د لارې مبارزین او تر خاورو لاندې دې د وي کمونیزم
