د اسد ۲۸مې له انګریزانو څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د ۱۰۳مې کلیزې په ویاړ!
د خپلواکۍ او ازادۍ په مفهوم، معنی او ارزښت هغه څوک ښه پوهیږي او ځانګړي درناوی ورته لري چي په د آزادۍ غوښتنې مفکوره ولري، تل له خپلې خاورې د دفاع په موخه د اشغالګرو پر وړاندې ودریدلی وي، په میړانه یې له خپلې خاورې او خپل ناموس ننګه کړې وي، له اشغالګرانو کرکه او نفرت لري، د اشغالګرانو په څنګ کي نه وي دریدلی او د خپل خواږه عمر وخت یې د اشغالګرانو په خوش خدمتۍ کي نه وي تېر کړی.
هغه چي د اشغالګرانو په لمن کي را پیدا شوی، را لوی شوی، د هغو له خوا روزل شوی، د هغو په مفکوره او انګیزه روزل شوی او ټول عمر یې د پردیو په خدمت کي تېر شوی هغه نه ملي ارزښتونه پېژني او نه هم اسلامي ارزښتونه.
له انګریزانو څخه د افغان-انګلیس د دوهمې جګړې په ترڅ کي د ازادۍ ترلاسه کولو ویاړ د هغو مبارزو، جهاد پالو او اسلامپالو افغانانو ته مبارک وي چي تل یې پخپله خاوره ننګه کړې، د خپل ولس په څنګ کي ودریدلي او د اشغالګرانو پر وړاندې یې په میړانه او شجاعت مبارزه کړې ده.
د افغان-انګلیس د دوهمې جګړې پر مهال د میوند د تاریخې جګړې د واقعي اتلانو هر یو ستر سپه سالار غازي سردار محمد ایوب خان، ملي اتلې ملالې میوندۍ، جنرال تاج محمد خان، ملا يحيى اخند زاده ترين، ميربچه خان کوهدامني، امير محمد خان، په ټوله کي د دې تاریخي جګړې د (۷۰۰) شهیدانو او ټولو هغو اتلو مجاهدینو چي د انګریزانو پر وړاندې جهاد کي یې برخه اخیستې وه روح یې ښاد او د دوی یاد دې تل ځلانده وي.
یو ځل بیا مو د خپلواکۍ (۱۰۳مه) کلیزه مبارک.
خال به د يار له وينو کښېږدم
چې شينکي باغ کې ګل ګلاب و شرموينه
که په ميوند کې شهيد نه سوې
خداىږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه!
