No-IMG

هند په افغانستان کي د څه په لټه کي دئ؟

په افغانستان کي تر شل کلن اشغال وروسته او د افغانستان اسلامي امارت واک ته د بیا رسیدو سره سم د سیمې او نړۍ ځیني هېوادونه په مکرره توګه په افغانستان کي له اسلامي امارته د فشار په ډول غواړي چي یو ټولشموله حکومت رامنځ ته کړي؛ که څه هم هر هېواد ظاهراً څرګندوي چي موږ د افغانستان په کورنیو چارو کي مداخله نه کوو خو بل خوا لیدل کیږي چي د یو کال په تېرېدو سره ګاونډي او نور اروپائي، غربي او شرقي هېوادونه په تأکید او د فشار په شکل څرګندونې کوي چي اسلامي امارت باید سولې ته د رسیدو په موخه یو ټولشموله حکومت رامنځ ته کړي.

پوښتنه دا ده چي د هند په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونه ولې او د څه په خاطر دا جرأت کوي چي په مکرره توګه له افغان حکومته غواړي؛ یو ټولشموله حکومت رامنځ ته راکړي؟؟!! لومړی علت یې دا دی چي ټول بهرني هېوادونه په وروستیو شلو کلونو کي هم عادت شوي وو او هم داسې یو نظام حاکمیت درلود چي په بشپړه توګه او له هره اړخه په بهرني ملاتړ ولاړ وو ځکه خو د بهرنیانو هره ستره او کوچنۍ غوښتنه په اسانۍ سره تپل کیدله او عملي بڼه یې غوره کوله، بله اساسي مسئله دا ده چي دوی هڅه کوي د ټولشموله حکومت تر نوم لاندې یو ځل بیا خپل جاسوسان او د خپلې خوښې شخصیتونه په لوړ رتبه او ټیټ رتبه حکومتي برخو کي ځای پر ځای کړي، ترڅو وکولای شي په اسانۍ سره په افغانستان کي خپلو شومو موخو ته د رسیدو په برخه کي په اسانۍ سره خپل فعالیتونه مخ ته یوسي، لکه څنګه یې چي پدې وروستیو شلو کلونو کي عملاً همداسې کول، اوس یو ځل بیا هڅه کوي چي د پخوا په څیر افغانانو سره د خواخوږۍ تر نامه لاندې خپلې فریب کارانه موخې ترلاسه کړي، خو افغان ولس او نظام یې ویښ دی او په بشپړه توګه د بهرنیو استخباراتي کړیو شومو پلانونو ته په جدي توګه پاملرنه کوي.

راځم د بحث اصلي او اساسي موضوع ته چي هغه په تاشکند کي د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو غونډې ته د هند د دفاع وزیر زهرجنې څرګندونې دي، ښاغلي راجنات سېنګ د یاد سازمان غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډې ته په خطاب کي و ویل: «مه پریږدئ چې افغانستان د ترهګرو د جلب او جذب، راټولیدو او په هېوادونو د بریدونو مرکز شي همدارنګه نوموړي د یاد سازمان پر غړو غږ کړی چي د افغانستان اوسني سرپرسرت حکومت چارواکي د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړولو او ملي پخلاینې ته و هڅوي

ظاهراً ګاونډي او د سیمې ټول هېوادونه په وروستیو شلو کلونو کي په مکرره توګه څرګندوله او اوس هم وخت نا وخت دا اظهارات ترسره کوي چي ګواګې یو امن او سوکاله افغانستان د ټولو په ګټه دی، حقیقت او واقعیت هم همدا دی، که له نا سالمو رقابتونو، له جګړو فارغ، متحد، پر مختللی او پخپلو پښو ولاړ افغانستان ولرو نو په بشپړ باور او یقین سره ویلی شو چي د ټولو ګاونډیو او د سیمې په ګټه به وي، هیڅ یو هېواد به د ګاونډیو او سیمې هېوادونو له جملي څخه د جنګ او نا امنۍ قرباني نه وي، نه به له اقتصادي او نه به له سیاسي اړخه زیانمن وي، خو متاسفانه دوی پخپلو څرګندونو کي صادق ندي، د افغانانو پر وړاندې شومې او زهرجنې موخې مخ ته وړي، تل یې هڅه کړې او لا یې هم کوي چي افغانانو ته په عسلو کي زهر ورکړي ترڅو وکولای شي چي په افغانستان کي له غیر قانوني لارو چارو، د ټولو نړیوالو قوانینو او دیپلوماتیکو اصولو خلاف د ځان لپاره ځای ځایګی پیدا کړي.

بعضي بهرنیان چي کله د ټولشموله حکومت موضوع مطرح کوي نو د وروستیو شلو کلونو حکومتونو ته اشاره کوي چي ګواکې د ولسمشر کرزي او اشرف غني حکومتونه ټولشموله وو!!! حال دا چي که څوک هغو حکومتونو ته ټولشموله وایي نو سخته اشتباه کوي او د ټولشموله حکومت له تعریف او شناخت سره په بشپړه توګه نا بلدتیا لري او د معلوماتو په تاریکۍ کي قرار لري، د وروستیو شلو کلونو حکومتونه د افغانانو د ارادې ممثل نه وو، د افغانانو د ارادې او تصمیم په پایله کي نه وو رامنځ ته شوي بلکه د غرب او نورو بهرنیانو له خوا پر افغان مجاهد او غیور ولس تحمیل او تپل شوي وو؛ بهرنیانو د خپلې خوښې ډلې ټپلې او افراد یې په لوړو حکومتي ردو کي ګمارلي او پر افغان ولس یې په زور او د ټولو موازینو خلاف تحمیل کړي وو او دنده یې افغان ولس ته خدمت نه بلکه د خپلو بهرنیو بادارانو شوم اهداف مخ ته وړل وو نه بل څه، بناءً ویلی شو چي افغانان دا ډول ټولشموله پردیپال چارواکي او نظامونه په هیڅ صورت نه غواړي او نه ورته نور د منلو وړ دي، که دا ډول ټولشموله حکومتونه ګټور وای نو همدغه بهرني هېوادونه چي زموږ لپاره یې غواړي مهرباني د وکړي د ځان لپاره د هم خوښ کړي او افغانانو ته د اجازه ورکړي چي موږ هم د دوی په کورنیو چارو کي مداخله وکړو او دوی ته ټولشموله حکومتونه جوړ کړو.

بله اساسي مسئله دا ده چي د هند حکومتونو تل په افغانستان کي له هغو ډلو او نظامونو ننګه کړې چي هغه د خپل ولس پر وړاندې جنګیدلی، مجاهد ولسونه یې ځپلي او ټکولي په ټوله کي ویلی شو چي تر دې دمه هند په افغانستان کي له داسې یو چا ملاتړ ندی کړی چي هغه د افغان ولس اصلي حامي او استازی وي، د افغان ولس د واقعي ارادې ممثل وي او د افغانانو خیر او ښیګڼه غواړي یا هم په بل مفهوم ویلی شو چي د هند حکومتونو تل د افغانانو د ټپونو درملنه نه بلکه مالګه یې ورباندې پاشلې ده او ټپونه یې ورته په ناسور بدل کړي دي.

د هند له حکومت او حاکم ګوند څخه د افغانان ولس غوښتنه دا ده چي راځئ افغانانو ته د دوستۍ لاس ورکړۍ نه د دښمنۍ، د افغان ولس په ټپونو مرحم ولګوۍ نه زهر، په دوستۍ که مو یاري وکړۍ نه دښمني، د دوستۍ لاس درکوو راباندې غوڅوۍ یې مه بلکه د دوستۍ په مینه یې کلک ونیسۍ او خپلې ګټې زموږ په تباهۍ کي نه بلکه زموږ په ابادۍ کي ولټوۍ.

په پای کي ټولو غربي، اروپائي، د هند، پاکستان او ایران په ګډون ټولو ګاونډیو او د سیمې له هېوادنو څخه مو غوښتنه او هیله دا ده چي خپل نا سالم رقابتونه افغانستان ته مه را انتقالوۍ، د خپلو ګټو په خاطر د یو بل په مقابل کي زموږ په هېواد کي جنګ او جګړې مه جوړوۍ، خپلې ستونزې مو پخپلو کي حل کړئ، زموږ وران ویجاړ افغانستان ته یې مه راوړۍ، زموږ هېواد د خپلو سیالیو ډګر مه جوړوۍ، بلکه د دوستۍ، اړیکو او د اقتصادي ودې په مرکز یې بدل کړۍ، موږ ستاسو په کورنیو چارو کي مداخله نه کوو نو تاسو یې هم مه کوئ، زموږ په کور کي اورونه مه بلوۍ ځکه د دې اور لمبې به خامخا یوه ورځ ستاسو لمنې ته هم در رسیږي، لنډه دا چي زموږ امن وغواړۍ ترڅو تاسو په امن کي شئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک