د سمیع الله نهضتیار لیکنی

رزاق مامون د تاند (Taand) ویب پاڼې د نوي مسئول مدیر په توګه ګمارل شوی!!

د ناټو د شل کلن ماموریت په لړ کي یو شمېر افراد او اشخاص یوازي د همدې لپاره په رسنیو کي ګمارل شوي وو  چي د بهرنیانو له خوا ورکړل شوې طرحې او پلانونه پلي کړي ترڅو خپل زهرجن او شوم تبلیغات عامه اذهانو ته ورسوي، دې ډول پردیپالو ژورنالیستانو او لیکوالانو پوره شل کاله د خپل ولس په دښمنۍ او د خپلو غربي بادارانو په خوش خدمتۍ کي تېر کړل؛ د بهرنیانو تر وتلو وروسته لا هم دوی په قرار ندي ناست او د پخوا په شان خپل شوم تبلیغات، درواغ او د پخواني حکومت د فاسد او بد اخلاقه ټیم پر ننګه لیکنې او تبلیغات ترسره کوي، دوی د پوه شي چي ولس نور له تاسو، مفسدو، غلو، بد اخلاقو، فاحشو، شرابیانو، پردیپالو، جاسوسانو او د غرب ګوډاګیانو نجات ترلاسه کړی ستاسو پوچ او درواغجن تبلیغات نور هیچا ته د منلو وړ ندي. له مسایلو با خبره، د قلم او ژبي درلودونک...
نور ولوله

تاند ویب پاڼه د ژورنالیستیکي اصولو خلاف عمل ترسره کوي!

د تاند ویب پاڼې مسئولینو پدې آخیري کلونو کې خپلې تګ لارې ته تغییر د مسیر ورکړی او د خپلو شخصي سلیقوي غوښتنو پر بنسټ د ژورنالیزم اصول تر پښو لاندې کوي او د غرب د څو پلور شویو اجنټانو په سلیقه برابر خبرونه او لیکنې خپروي، هغه داسې چي د خپلو سیاسي حریفانو او سیالانو څرګندونې که هغه په تصویري رسنیو کې شوې وي او یا په صوتي رسنیو کي او یا یې هم د کومې مقالې په ترڅ کې بعضې موضوعات څرګند کړي وي؛ تحریفوي او په ناقص ډول یې خپروي دا ډول کړنې د ټولو اخلاقي موازینو سره په ټکر کي دي او هیڅ ډول توجیه نلري. بله اساسي مسئله دا ده چي هیڅ آګاه او له مسایلو با خبره سیاسي او اکاډمیک اشخاص او افراد د نقد، نیوکو او د مثبتو او منفي تبصرو مخالف ندي ځکه چي دا د هر فرد منل شوی او قانوني حق دی، دا حق باید په هیڅ صور...
نور ولوله

ټامیان او د غني خواخوږي بلا کوي؛ په یوه ګوته لمر پټوي!

نن سبا پر ټولنیزو رسنیو د اشرف غني پلویان او خواخوږي د تېر په څیر ادعا کوي چي غني اقتصاد پوه وو، د نړۍ ستر مفکر، حضرت جمیع الکمالات وو، د هېواد اقتصاد یې په پښو درولی، د هېواد د ابادۍ لپاره یې خورا زیات زیار ایستلی وو، ګڼ شمېر پروژې یې پیل او بشپړې کړې وې، هر څه ته یې طرحه تیاره په ژبه او لاس کي وه. هو!! ځکه خو موږ وایو چي امنیت برقرار وو، د ټولو سر او مال خوندي وو، د صراف، پانګه وال، داکتر، انجنیر، ..... د هر سړي ژوند پوره په امن کي وو، هره ورځ په سلګونو افغانان هم نه وژل کیدل، د قدرت جزایر هم نه وو، ملک الطوایفي هم نه وه یو مرکزي قوي نظام حاکم وو، غاصبین خو بیخي نه وو، یوه لویشت ځمکه هم چا نه وه غصب کړې، اها رشتیا صفر یو، دوه او درې قطعاتو خو بیخي ظلم نه کولو آن تردې چي د ټوپکو خولې یې ...
نور ولوله

قیامت به کله راځي؟؟؟

د پلازمینې کابل ښار په زړه کې د پوهنې د سپیڅلي کاروان د یو سپین ږیري مظلوم، بې وسه، فقیر او بیچاره خدمت کوونکي له دردونکي پېښې خبر شۍ: ۱- یو مظلوم سپین ږیری بوډا بابا د کابل ښار د پنځمې تعلیمي حوزې اړوند د پروفیسور رسول امین د ښوونځي خدمت کوونکي له بیت المال څخه د دفاع په ډګر کي خپل ژوند قرباني کړ، د پخواني مفسدې واکمنۍ پر مهال همدې لیسې ته غله (وحشي صفت انسانان) ورځي سپین ږیری شهید بابا وهي او د ښوونځي یو شمېر اجناس غلا کوي او له ځانه سره یې وړي، په سبا یې مسئول چارواکي لدې پېښې خبریږي، په ځای د دې چي له امنیتي ادارو د غلو د نیولو په اړه مرسته وغواړي او د نیولو په اړه یې اقدام وکړي برعکس دا مظلوم او بې وسه سړي باندې غلا شوي اجناس تاوانوي او په معاش کي خساره ورنه ګر...
نور ولوله

متین بیک ته ولې سره او شنه کیږۍ؟!!

نن سبا د اشرف غني د ارګ خونې نازولي پخپل منځ کي سره برګ دي او یو بل باندې ګواهي ورکوي، د ځینو اوس ککرې کار کړی چي موږ غلط شوي وو او یو نړیوال فاسد غله ته مو د بابا او وطن دوست لقب ورکړی وو، ځینې لا هم غني ته دوه نیم سوه دانې القاب کاروي او ځینې چي د غني په بغل کی په چل ول او د خپلو شخصي موخو لپاره ننوتلي وو نن ور تف کوي، رټې یې او په سپکو یې یادوي؛ یو له هغو متین بیک وو، پوښتنه دا ده چي بیک ته ولې د ده خپل ملګري لاس په ماشه دي او هر یو هڅه کوي چي هدف و ولي خو ټول د یو اتلس رقمي دسترخوان په چار چاپیر کي ناست ملګري واست، خبره دا ده چي بیک د تش په نوم قومي ترکیب په ټیل ما ټیل کي، د ولس په سترګو کي د خاورو پاشلو په موخه چي ګواکې کابینه کي مو د هر ټبر استازي شتون لري، د یو ګوند د تضعیف او تجزیې په موخه او د ځوان نسل د فریب او...
نور ولوله

د سیمې هېوادونه ولې د ټول شموله حکومت غوښتنه کوي؟؟

  د سیمې هېوادونه ولې او د کومو موخو لپاره په افغانستان کي د ټول شموله حکومت غوښتنه کوي؟؟ د افغانستان په شان له جنګونو تازه راوتلی هېواد له هر اړخه ځوریدلی او کړیدلی هېواد له خورا ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګریوان وي، ستونزمنه ده چي هم مهال د ټولو ستونزو ته رسیدنه وکړي او په بشپړه توګه د ټولې ستونزې له منځه یوسي خو باید په هر برخه کي د حاکم نظام دنده او مسولیت دی چي مسولانه او عملي ګامونه پورته کړي ترڅو په ملي او نړیواله کچه قانوني مشروعیت ترلاسه کړي؛ دا چي ټول شموله حکومت عملي دی یا ندی، څوک یې مخالف او څوک یې موافق دي؟ خو اصل د واقعیت دا دی چي ټول شموله حکومت نه په وضعي قوانینو کي یو مناسب ځای ځایږی لري او نه هم په شرعي قوانینو کي کوم بنسټ او اساس لري، ټول شموله حکومت که هر ډول تعبیر او تفسیر شي...
نور ولوله

بهرني هېوادونه د افغانستان په تړاو ناستو کي څه غواړي او موخې یې څه دي؟؟!!

ټاکل شوې ده چي په نوي ډیلي کي د سیمې هېوادونو د امنیت شورا سلاکارانو او پنج شنبې به په اسلام آباد کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د ځانګړو استازو ترمنځ د افغانستان په اړه ناسته ترسره کیږي؛ باور مو دا دی چي نور ټول بهرني هېوادونه خپل شوم رقابتونه زموږ هېواد ته را انتقال نکړي، خپلې ستونزې مخامخ او په مستقیم ډول پخپلو کي سره حل کړي، په افغانستان کي د یو بل ته زور نه ښکاره کوي، یو بل ته د دامونه نه ږدي او خپلو شومو موخو ته د رسیدو په خاطر د زموږ خاوره یو د بل په وړاندې د سنګر په توګه نه ټاکي؛ موږ هم ستاسو په شان د آرام ژوند کولو حق لرو، افغانان پریږدئ چي پخپله خپل هېواد و رغوي. موږ پوهیږو چي تاسو د افغانانو د سوکالۍ او خوشبختۍ په موخه سرګردانه نه یا...
نور ولوله

څومره بد دود شو!

د روان بحران دا دی پوره شل کاله تېر شول او لا هم د سولې او امن کوم څرک نه تر سترګو کیږي، د دې جنګ د قربانیانو ستره برخه عام ملکي وګړي تشکیلوي ځکه د ټولو ښکیلو خواو له اړه تل زیانمن شوي دي او لا هم د جګړې په اور کې کړیږي خو هیڅ لوری ورباندې نه رحم کوي او نه یې هم د ژغورلو کوم پلان او تدبیر لري. جالبه او دردونکې خو لا دا ده، کله چي د کوم لوري له اړخه ظلم او جنایت ترسره شي؛ سترګي ورباندې پټوي او چوپتیا غوره کوي، د دې په خاطر چي جنایت ته جنایت و ویل شي، ظلم ته ظلم و ویل شي او د مظلوم له حق څخه ننګه وشي نو ضرور او لازمي ده چي د قلم او ژبې خاوندان غږ پورته کړي جنایت او ظلم محکوم او په سختو ټکو یې وغندي؛ ترڅو یو بې احساسه او مړ ضمیر راویښ شي، وروسته له هغه بیا مسئول لوری احساس د مسئولیت کوي او د...
نور ولوله

سیاسیون ولې ولس ته دروغ وایي؟؟!

‏هغه خبره چي ما غوښتل و یې کړم نظر محمد مطمئن صیب د خپلو سترګو لیدلي حال په اساس کړېده (‏نهه کاله وړاندي، جاپان کې طالبانو او د حکومت استازو وویل:"د افغانستان مسئله نظامي حل نه لري، باید پر سیاسي حل یې تمرکز وشي." نن په تهران کې بیا همهغه خبره، تر کله ولس انتظار شي، او کله به ښکېل اړخونه عملاً سیاسي حل ته ترجیح ورکړي. نظامي حل به لنډمهال، مګر سیاسي حل به پایداره وي. نه تنها زما بلکه د هر افغان نظر دا دی. صحیح ده چي جنګ د حل لار نده او ښه پوهیږۍ هم نو آخر ولې عمل نه ورباندې کوی؟ ولې ولس ته دواړه خواوې دروغ وایاست؟ کلونه کلونه تېر شول او لا هم تېریږي چي همدا خبره ‏کوۍ چي روان بحران د نظامي لارې حل نلري خو عمل کې مو هیڅ نشته؛ آخر تر کله ...
نور ولوله

د حزب اسلامي افغانستان د ۱۴۰۰ هـ ش کال د ځوانانو لومړنی درې ورځنی علمي او تربیتي سیمینار

۴/۲/۱۴۰۰ د حزب اسلامي افغانستان په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او محصلینو ریاست په نوښت (۵۰) تنو ځوانانو ته لومړنی درې‌وځنی علمي او تربیتي سیمینار جوړ شو. دغه سیمینار چې موخې یې د ځوانانو تر منځ پېژندګلوي، د بنسټیزو دیني اصولو عملي زده کړه او تربیت او په ټولنيزو شبکو کې د فعاليت اخلاقي اصول پېژندل وې، درې شپې او ورځې (د چهارشنبې له سهار د جمعې تر مازدیګر) یې دوام وکړ، له مختلفو ولایتونو د حزب اسلامي افغانستان کابل مېشت، ژمن ځوانان رابلل شوي وو چې په فردي، ګروپي او ډلییز ډول یې د سیمینار اړوند علمي او تربیتي فعالیتونه په خورا شوق او جزبه سره په عملي ډول ترسره کړل. تر څنګ یې د حزب اسلامي د امیر په ګډون څو پیاوړو استادانو هر یو دوکتور فضل الهادي وزین، مفتي حفیظ الرحمان نقي، دوکتور عبدالمتین شهیدي، انجنیر عبدالصبو...
نور ولوله

په لویدیځې ډیموکراسۍ کې د ختیځ کمونستان هم متمدن شول!

کمونیزم؛ چي ډبره یې له بنیاده په انسان وژنه ایښودل شوې او په دې واقعیت د تاریخ هره کرښه او پاڼه ګواهي ورکوي. زموږ په ګران هېواد افغانستان کي د سردار محمد داود خان له واکمنۍ وروسته د نورمحمد ترکي، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله تر مشرۍ لاندې د کمونستي ډلو خلقیانو او پرچمیانو پر له پسې څلور واکمنان تېر شوي دي چې هر څلورو واړو واکمنانو یوازې او یوازې همدیته کار ویلی وو چي څنګه او په څه ډول مسلمانان قتل عام او په وحشیانه ډول یې ژوندي تر خاورو لاندې کړي د کمونستانو د دا ډول وحشیانه کړنو ارقام تردې دمه ډیر کم ترلاسه شوي چي زرګونه افغانان یې په شهادت رسولي دي. د دې سترو وحشتناکو او غیر انساني کړنو په غبرګون کي افغان ولس له ځان څخه د دفاع په موخه وسله راپورته کړه د کمونستانو او د د...
نور ولوله

د کمونیزم په ترمینولوژي کښې د شهید کلمه نشته ده!

هره مفکوره او یا مذهب او یا دین خپل اصطلاحات لري د هغه اصطلاحاتو څخه ځانګړي تعریفونه او پېژندنې لري دا له امکان وتلي ده چې د کمونیزم پلویان خپلې کړنې او چارې په اسلامي اصطلاحاتو کښې وپوښي ،امکان نلري چې د لنن کبیر لمسیان هغه چې پر شهید،شهادت،جنت ،دوزخ او اخرت باور نلري د هغه خلاف راوتلي وي بیا د ځانونو لپاره همدا کلمات انتخاب کړي په کار خو دا وه چې پرچمي ملګرو لنن او یا تر هغه وروسته ګورباچوف ته او یا کوم بل کبیر ته ویلی وی چې مونږ لکه چې دنورو د قتل عامونو چې شوقیان یو هغومره زمونږ د وژل کېدو هم امکان شته او غواړو د مسلمانانو په څېر مونږ هم د خپلو مړو لپاره کومه اصطلاح ولرو چې ورباندې خپل مړي ونوموو دا چې کمونیزم په هره ساحه کښې فقر پسې اخیستی و د اصطلاحاتو له اړخه هم فقیر دی او ندی توانېدلی چې دا برخه هم بشپړ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک