26 د دلوې د هېواد په تاریخ کي د سرښندنو، قربانیو او اتلولیو له ویاړه ډکې بریا ورځ ده
نن د هېواد په ټول تاریخ کي د سرښندنو، قربانیو او اتلولیو په پایله کي د ترلاسه شوې سترې تاریخي، ځلانده او له ویاړه ډکې بریا ورځ ده؛ (۲۶) د دلوې یادوم! یعنې د روسي اشغالګرانو د ماتې او زوال ورځ! دا د هغې تاریخي، اوږدې او له پراخو ستونزو سره د مل مبارزې پایله وه چي بنسټ یې د اسلامي نهضت سر لارو غازیانو او سپه سالارو اتلانو د الله تعالی ﷻ په مرسته، د خپلو وینو په برکت او د خپل میړني او با شهامته ولس په کلک ملاتړ سره د بریا تر څوکو ورسوله او د نړۍ یو ابر قدرت (شوروي) ته یې داسې ماته ورکړه چي د دوی نسلونه نسلونه به یې هېره نکړي.
د اسلامي نهضت له خوا د جهاد او مبارزې په پیل سره تنها په افغانستان کي د کفر او الحاد پر وړاندې د جهاد پیلامه نه وه بلکه په ټوله اسلامي نړۍ کي یو ځل بیا د جهاد مړاوې شوې روحیه را ژوندۍ شوه.
اسلامي نهضت د خپل رب په مدد او د خپل غیرتي او مجاهد ولس په قوي ملاتړ، ټینګې ارادې او راسخې عقیدې سره د اشغالګرو روسي ځواکونو او د دوی ګوډاګیانو ته ستره او تاریخي ماته ورکړه او د کمونیزم ټغر یې د تل لپاره له هېواده ټول کړ.
دا ستره او ځلانده تاریخي بریا د ټول افغان مجاهد ولس او هغو سپه سالارو غازیانو ته مبارک وي چي د دې مبارزې بنسټ یې ایښی، پیل یې کړی او د بریا تر هسک ډګره یې رسولې ده.
