د تاند مغرضې او پردیپالې ویب پاڼې له خوا د خپاره شوي مطلب په ځواب کي
د تاند ویب پاڼه چي د پخواني حکومت د بقایاوو پورې اړوند پاڼه ده او اوس مهال د بیرونیو استخباراتي کړیو په لمسون او شاره د ټولو قوانینو خلاف له درواغو ډک او د حقایقو خلاف مطالب د حزب اسلامي په آدرس پورې تړي، ټوله هڅه او موخه یې دا ده چي د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ فاصلې رامنځ ته کړي؛ تر دې وړاندې یې هم په مکرره توګه د حزب اسلامي افغانستان د ښاغلي امیر صاحب حفظه الله څرګندونې تحریف کړي او مختلف تهمتونه يې لګولي دي.
تازه همدا نن د روان کال د سلواغې د میاشتې په لومړۍ نېټه یې د حزب اسلامي افغانستان د امیر ښاغلي حکمتیار صاحب د دوه اونۍ وړاندې جمعې ورځې د خطبې وینا تحریف کړې او په مکرره توګه یې درواغ او تهمتونه لګولي دي؛ تاند ویب پاڼې چي کوم مطلب تر دې (حکمتيار د متقي او پنجشير جبهې مذاکراتو ته بدبيني وښوده) عنوان لاندې لیکلی او خپور کړی قطعاً د حزب اسلامي د امیر ښاغلي حکمتیار صاحب حفظه الله څرګندونې ندي او په بشپړه توګه یې درواغ او تهمتونه لیکلي دي چي ځینو ته یې دلته اشاره کوو او د امیر صاحب د وینا دقیق الفاظ او جملې د لوستونکو مخې ته ږدو، تاند ویب پاڼه د خپل مطلب د دوهمې کرښې په دوهمه برخه کي د حزب اسلامي د ښاغلي امیر صاحب له قوله لیکي (چې په يادو مذاکراتو کې د پنجشېر مقاومت ډلې ته طالبانو ډېر نرمښت ښودلی.) دا جمله په بشپړه توګه ناقصه، درواغ او تهمت دئ اصلاً د حزب اسلامي امیر دا ډول الفاظ ندي کارولي، د حزب اسلامي امیر یادې موضوع ته پدې الفاظو اشاره کړې وه (مذاكراتى ميان هيئت عالى رتبه امارت اسلامى و مدعيان مقاومت مسلحانه در برابر امارت؛ در تهران انجام شد؛ در اين مذاكرات ابتدائى؛ هيئت كابل شايد به خاطر اظهار حسن نيت؛ حاضر شد؛ مذاكرات به وساطت مسئولين ايرانى و در تهران و در منزل يكى از حاميان مقاومت برگزار شد؛ نه در محلى ديگر و نه در دفتر وزارت خارجه يا سالون هوتل (محل اقامت) هيئت كابل. در پايان مذاكرات نيز تبصره هيئت كابل در رابطه به اين مذاكرات توأم با اظهار خوش بينى و رضايت از نتائج بود؛ اما متأسفانه طرف مقابل به تمامى اين حسن نيت و تنازل؛ پشت پا زد و اظهاراتش خيلى قباحت داشت و دشنام گونه بود) که څوک لږ سواد هم ولري او دا متن په دقت سره مطالعه کړي نو په ښه توګه سره درک کولای شي چي د حکمتیار صاحب له خوا د (ډیر نرمښت) الفاظ په هیڅ صورت ندي کارول شوي.
د تاند غرضي او پردیپاله ویب پاڼه د خپل مطلب د څلورمې جملې په دوهمه او دریمه برخه کي لیکي چي (چې پنجشېر مقاومت ډلې له طالبانو څخه په واک کې د ۳۵ سلنې ونډې غوښتنه کړې، چې حق یې نه دی او نه هم طالبان په دې اړه د واک د وېش صلاحیت لري.) دا جمله یې هم په ډیره سپین سترګۍ لیکلي چي په بشپړه توګه درواغ او تهمت دئ د حزب اسلامي امیر ښاغلي حکمتیار قطعاً داسې الفاظ ندي کارولي ښاغلي حکمتیار د خپلې وینا په ترڅ کي دې موضوع ته پدې ډول اشاره درلوده (متأسفانه يك گروه كه در چهار دهه جنگ كشور نقش خيلى بد بازى كرده و با هر اشغالگر كنار آمده و تحت فرمان شان عليه ملت جنگيده است؛ و همواره مساعى براى رسيدن به صلح حقيقى را سبوتاژ و تخريب كرده؛ شرائطى بلند پروازانه و خواسته هاى خيلى بالاتر از وزن و مقدار خود وضع كرده، امتيازات مبالغه آميز براى خود خواسته و رسيدن به توافق را به آن مشروط نموده؛ و موضعى در مذاكرات اختيار كرده كه نه با عقل مى سازد و نه با موقعيت ضعيف و نحيف آنان مى خواند؛ نه قابل توجيه است و نه پذيرفتنى. چون خواستن 35 در صد سهم در حكومت براى يك گروه كوچك قومى و سياسى؛ هم اكنون و هم قبل از اين و از حكومت هاى قبلى؛ با سابقه بسيار بد و زشت؛ همكارى با هر اشغالگر!! گروهى كه عفو نيز برايش يك تفضل سخاوتمندانه است.) هر هغو څوک چي د سالم فکر او سلیم عقل خاوند وي د دې متن په لوستلو سره پوهیږي چي د ښاغلي حکمتیار صاحب حفظه الله وینا تحریف شوې او درواغ ورپسې لیکل شوي دي.
د تاند ویب پاڼې مسؤلینو ته مو توصیه او لارښوونه دا ده چي نور د بیرونیو استخباراتي کړیو او د پخواني ظالم، مفسد او جابر حکومت چارواکو په لمسون او اشاره د خپلو هېوادوالو ترمنځ د نفاق هڅه مه کوئ؛ که د یوالي او ورورۍ لپاره څه نشۍ کولای نو نفاق ته هم لمن مه وهۍ، اشغال پای ته رسیدلی، پر افغان ولس د غرب له خوا تپل شوی نظام نسکور شوی، اداري او اخلاقي فساد له منځه تللی او د افغان ولس د وژنو لړۍ و دریدلې ده.
موږ نه غواړو چي زموږ په ګټه خپل نشرات برابر کړئ بلکه غوښتنه مو دا ده چي د خپل مسلک اصولو او قوانینو ته درناوی وکړۍ خپل مسلک مه نوم بدی کوئ، سالمو نیوکو او تبصرو ته مو درناوی کوو خو درواغ او تهمت ته نور د پای ټکی کیږدئ.
