No-IMG

د بهرنیو مؤسساتو د خیانتونو په اړه مې ډیر اوریدلي وو!

په بهرنیو مؤسسو کي فساد اوج ته رسیدلی؛ پر وړاندې یې چوپ پاتې کیدل ستر ظلم او جفا ده، باید په اړه یې غږ اوچت شي ترڅو د دوی د لومړۍ ردې مسئولین خبر شي چي په افغانستان کي واک څومره مفسدو اشخاصو ته په لاس ورکړل شوی.

د بهرنیو مؤسساتو د خیانتونو په اړه مې ډیر اوریدلي وو؛ تازه نن یو ملګري زنګ راته وهلی وو، د کاروبار پوښتنه مې ورنکړه ما ویل مصروف یې بیکاره یې دنده د پیدا کړې او که نه؟ او ور زیاته مې کړه چي دا اکبر سایټ ګوره زیاتې دندې اعلانوي؛ ویل یې وروره پوښتنه مکړه نور مو د بهرنیو مؤسساتو له نوم نه زړه تور دی د فساد او خیانت اصلي مرکزونه دي، و یې ویلو، پدې آخیري درې څلور میاشتو کي مې (۲۳) داسې دندو ته اسناد لیږلي چي په شرایطو یې په بشپړه توګه برابر څه چي لا زیات وم مثلاً دوی لیسانس غوښتلو زه ماستر وم، دوی په اړونده برخه کي دوه کاله کاري تجربه غوښتله زما به څلور پنځه کاله وه، د انګلیسي مسئله به حل وه او تحصیلي رشته به هم برابره وه خو بیا هم حتی یو زنګ چا نده راته وهلی. ګمارنه خو اصلاً نشته.

دوهمه بیلګه زما د خپل ورور کیسه ده: دوه میاشتې وړاندې یې د میدان وردګو ولایت کي یوې بهرنۍ مؤسسې ته مراجعه وکړه او د یو اعلان شوي پوست لپاره یې اسناد سپارلي او له اړوند مسئولو چارواکو سره یې لیده کاته هم کړي وو، د راوتلو وخت کي د اړونده دفتر یو مستخدم ورته ویلي وو وای وروره زحمت مه باسه دې پوست ته دوه ځله یو با استعداده او وړ شخص کامیاب شو خو د دوی د خوښې سړی نه وو اجازه یې ورنکړه چي خپله دنده پیل کړي او ته هم مه خپل وخت ضایع کوه او مه ځان ته تکلیف ورکوه؛ بله ورځ همغسې وشول او د هغه مستخدم خبره سل فیصده دقیقه ثابته شوه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک