د اسد الله شهاب لیکنی
جوهر څه شی دی؟!
دا سوال مې سهار د يو پوسټ له لارې مطرح کړی و، ګڼو ملګرو کمنټونه وکړل، ماشاءالله ډېرو ملګرو سم ځواب ويلی و چې جوهر د هر شي اصل/بنسټ/بنياد ته ويل کېږي.
يو وخت مې د سيد جمال الدين افغان سيريال تعقيبولو، په سيريال کې يو څوک و چې له هر چا به يې پوښتنه کوله چې [ما هو الجوهر؟!] خو د ځواب اورېدو په پای کې به يې سر په نفيې وخوځاوه چې قانع نه شوم.
آخر دغه شخص يو ځای له علامه سید جمال الدین افغان سره مخ شي، پوښتنه ترې وکړي چې سيد جمال الدين افغان ته يې؟ علامه افغاني ځواب ورکړي: هو. هغه خپله پوښتنه مطرح کړي چې [ما هو الجوهر؟] ورپسې زياته کړي چې له کلونو د دې پوښتنې ځواب پسې سرګردان يم، هيڅوک سم او ساه ځواب نه راکوي، ستا مې ډېر صفتونه اورېدلي، ته مې په سم او ساده ځواب ...
نور ولوله
کاش په کابل کې د اقصی مسجد په ډیزاین جوړ شوی جومات مونږ افغانانو ته د يووالي سمبول وګرځي
مسجد په ځمکه کې د مسلمانانو يوه بارزه نښه ده، د اسلام يو ښکلی شعار دی، په حقيقت کې د مسلمانانو د اتحاد سمبول دی، د مسلمانانو تر منځ د رنګ، قوم، ژبې، جغرافیې، طبقې او بل هر ډول اختلافي نقطو او رنګونو ته د پای ټکی ایښودونکی خط دی، چېرې چې مسلمانان په شپه او ورځ کې پنځه وخته دا هر څه شا ته غورځوي او په يو صف کې درېږي، د يو خدای لويي مني، يو ډول کلمات وايي او يو ډول حرکات اجراء کوي.
دا خبرې د مسلمانې ټولنې لپاره د مساجدو اهداف دي.
خو که د نن سبا د مسلمانانو حالاتو او شته واقعيتونو ته وګورو، پورته ذکر شوې خبرې د پخواني او د اسلام د لومړيو کلونو خبرې ښکاري.
له بده مرغه نن سبا مساجد له دغو خبرو تقريباً خالي شوي دي، د ژړا ځای دا د...
نور ولوله
په دیني چارو کې د حرام او تحريم الفاظو کارول دي
د يو زدهکوونکي په توګه په هغه څه چې زه په کې هيڅ جرأت نه شم کولای، په دیني چارو کې د حرام او تحريم الفاظو کارول دي.
سخت تعجب کوم د هغو خلکو جرأت ته چې په منابرو، محافلو، په ټولنيزو شبکو او عامو مجالسو کې يې په خبره او نه خبره د (حرامِ قطعي)، (بالکل ناروا)، (مطلق ناجايز)، (په اسلام کې جواز نه لري) او داسې نورې جملې کاروي، دومره په اطمئنان او بې خوفه فتوی ډوله مرکې کوي، لکه الله تعالی چې دوی ته د تحريم فوق العاده صلاحيت ورکړی وي.
ما ډېر خلک ليدلي دي چې يو مکروه کار او حتی ځينې وخت مباح کار ته يې د حرامو حکم ورکړی دی، پوښتنه مې ترې کړې چې لومړی راته د (حرام) تعريف وکړه او بيا يې دلته په خپله خبره کې د حرام تعريف تطبيق کړه، نو وار پار ترې خطا شوی دی، خبر...
نور ولوله
مونږ د شعار په حد کې د لومړۍ ډلې خلک يو!!!
ځان د الله تعالی په ميلياردونو بندګانو کې يو بنده ګڼل او د هغه د دين دعوتګر کېدل جلا کار دی او د الله تعالی په ميلياردونو بندګانو کې ځان غوره بنده ګڼل او د الله تعالی په دين کې له الله تعالی سره ځان په کلي يا په نسبي بڼه شريک ګڼل جلا کار دی.
دا دوه جلا جلا کارونه د دوو جلا جلا ډلو له خوا ترسره کېږي.
زمونږ أعمال بيا د دې تثبيت او تعيين کوي چې مونږ د کومې ډلې خلک يو؟! ځکه چې د خبرو او شعارونو په نسبت أعمال ډېر مهم دي.
زما د مطالعې او تجربې په اساس مونږ د شعار په حد کې د لومړۍ ډلې خلک يو، خو عمل کې بيا د دويمې ډلې کارونه کوو. (اګر که ځينې قولا و عملاً په همدې ډله کې دي)
خو دا خبره واضحه د...
نور ولوله
ليلة القدر د رحمتونو شپه ده، عبادت په کې امتيازي اجر لري او بايد تلاش يې وشي
ليلة القدر بې له شکه د خيرونو، برکتونو او رحمتونو شپه ده، عبادت په کې امتيازي اجر لري او بايد تلاش يې وشي.
خو که څوک فکر کوي اجرونه يوازې او يوازې د قدر په شپه کې دي، نو اشتباه کوي، د الله تعالی امتيازي اجرونه بنده ته د هغه د نيت او اخلاص صفاوالي په اندازه هر وخت ورکول کېږي، د الله تعالی دربار په هماغه اندازه لوی او ستر دی، لکه ذات يې چې لوی او ستر دی.
په دې حساب د مسلمان په ژوند کې هره شېبه د قدر شپې شېبه ده خو چې مسلمان يې په قدر پوه شي.
د اجرونو او ثوابونو تلاش دې يوازې د رمضان د وروستيو شپو پورې محصور نه وي.
الله تعالی دې مونږ ټولو ته هره ګړۍ د نېکيو توفیق را په برخه کړي....
نور ولوله
د عبادت تر څنګ نور اجتماعي ژوند څخه خوند اخيستل
ځينو ته ښه مسلماني دا ښکاري چې وچ په وچه ځان له خلکو خفه واچوي!
نه له چا سره په مينه خبرې، نه خندا، نه ګپ شپ او نه د ټولنې په اجتماعي چارو کې ګډون؛ بس اودس پسې اودس، جومات، تسبيح، مسواک، رانجه، تېز عطر، ږيره، څڼې، د شړشمو تېل او د ده خپله ګټه وټه!
وه سړيه!
دا دين ښکلی او پراخ دین دی، که د ثوابونو او اجرونو خبره وي او ورپسې مړ مړ يې، نو د عبادت تر څنګ له نورو مسلمانانو سره په ورين تندي ملاقات، په مخ مسکا ساتل، په يو چا سلام اچول، د يو چا احوال اخيستل، مېلمه کېدل، مېلمه کول، د ټولنې په غم ښادۍ کې ځان حاضرول، د ادب او نزاکت په دائره کې ټوکې ټکالې کول، خپل او د پلار نيکه ملګري پالل، دا ټول ثواب ثواب دی، په دې طريقه لاړ شه او ل...
نور ولوله
پګړۍ که حتمي سنت وي، بيا خو به يې رنګ او شکل هم بايد د محمد ص په څېر وي
دلته خو هر قوم د خپل محلي قومي پګړۍ شکل ته د رسول الله عليه الصلاة والسلام د پګړۍ نوم ورکوي.
ترکمن خپلې پګړۍ ته، شينواري خپلې پګړۍ ته، سليمان خېل پګړۍ ته، څمکنيان خپلې پګړۍ ته، هراتيان خپلې پګړۍ ته، کندهاريان خپل پاج ته، ترکان خپلې پګړۍ ته، سوريان خپلې پګړۍ ته، ايراني آخوندان خپلې پګړۍ ته او داسې نور...
که پګړۍ سنت ده، بڼه يې بايد معلومه وي، ځکه چې په سنت کې کُلِّي تطابق شرط دی.
او که څوک وايي چې په سر يو شی تاو وي نو هغه پګړۍ ده او سنت ده، بيا خو پتلون هم پرتوګ دی، تنګ او آزاد پسې يې ګرځېدل نه دي پکار او شرټ هم قميص دی، لنډ او اوږد پسې کېدل نه دي پکار، بس په سنت کې يې حساب کړئ، دا د يک بام او دو هوا حساب ولې؟...
نور ولوله
د مظلومانو حمايت ډېر ښه کار دی، خو الحَقُّ للقَريب ثُمِ لِلبَعيد!
زه تعجب د هغو افغانانو په حال کوم چې د جنګ د بدمرغۍ د تشريح لپاره له افغانستانه بهر د اوکراین د ولسمشر زيلنسکي تصوير پسې ګرځي.
مونږ ولې دومره بې حسه شوي يو چې د خپل وطن په لارو کوڅو کې، دښتو او ويراننُما اباديو کې، د ماشومانو او زړو په څېرو کې د نرانو او ښځينهو په اندېښنو کې، د دې وطن په ورځو او شپو کې او بالآخره د دې وطن په ځمکه او آسمان کې د بدمرغه جنګ بدرنګه څېره نه وينو؟
که يې نه وينو، نو مونږ د هيڅ چا په مخ کې د جنګ تاثير نه دی ليدلی، دا په يو لحاظ هسې ډرامه بازي او تمثيل ډوله تظاهر کوو چې وايو د فلانکي او بستانکي په مخ کې د جنګ له وجهې د خفګان او غم اثار ښکاري، هغه که د اوکراین زيلنسکي دی، که د عراق ماشومان دي، د سوريې خلک دي، د فلسطين مظلومان دي او که د نړۍ د ...
نور ولوله
د درياب رحمه الله ناڅاپي مړينه زمونږ ټولو لپاره يو لوی پيغام دی
دلته د ژوند قصه همدومره لنډه ده، فقط د ثانيو خبره ده
دا ځوانۍ، دا شتمنۍ، دا نعمتونه او دا اوږده اوږده امیدونه باور په خدای وکړئ چې په لحظه کې په نشت حسابېدی شي.
د درياب رحمه الله ناڅاپي مړينه زمونږ ټولو لپاره يو لوی پيغام دی، اګر که په دغه عمر کې مرګ خصوصاً د کورنۍ لپاره ډېر زيات دردوونکی دی، مګر مرګ حق دی، د ټولو همدا مسير دی، نن يا سبا ټول پرې تېرېدونکې يو، خو ارواښاد درياب نېکمرغه او د لویې برخې خاوند و چې هر ملګری يې په مرګ خفه او له زړه ورته دعاء کوي.
رب متعال دې د ده مړينه د شهادت په درجه او امتياز قبوله کړي، ټولو خواخوږو او کورنۍ ته يې تسليت وايم.
روح يې ښاد او جنت يې ځای
...
نور ولوله
د خدای په لحاظ له ماشومانو د علم ډېوه مه اخلئ
څو مياشتې وړاندې هغه شېبه مې نه هېرېږي چې لورکۍ مې (د اووم ټولګي متعلمه) له مکتبه راغله، سترګې يې له اوښکو ډکې وې، مور مې ترې پوښتنه وکړه چې څنګه راغلې؟ په ژړا شوه او فقط همدومره يې وويلی شول چې زمونږ مکتب يې بند کړ!
خدای شته ټول يې خفه کړو.
بيا دا څو اوونۍ وړاندې هغه ماښام مې هم نه هېرېږي چې زه له کابله کور ته لاړم، دروازې ته مې لورکۍ رامنډې کړې او تر هر څه وړاندې يې بې اختیاره وويل: پلار جانه! زمونږ مکتبونه يې خلاص کړل. له خوشحالۍ يې نېږدې الوت کړی و.
اوس مې بيا په ټولنيزو شبکو کې وليدل چې تر شپږم ټولګي پورته ښځينه شاګردانو ته يې د مکتب اجازه نه ده ورکړې، لورکۍ مې اوس بيا سترګو سترګو ته کېږي چې څه به پرې تېرېږي؟...
نور ولوله
هر هغه عمل چې د نظام د تخريب باعث کېږي؛ مخالفت يې په کار دی
هر هغه عمل چې د نظام د تخريب باعث کېږي، مخالفت يې پهکار دی او مخالفت يې وکړئ.
نظام په خپل ذات کې د محکمې او منظمې سمندري کښتۍ مثال لري، له بهره يې تخريب ستونزمن وي، خو له داخله يې معمولي بې نظامي او غير مسلکي حرکت هم د بالفعل او يا هم د تدريجي تخريب باعث کېږي.
تېر نظام له بهره نه، بلکې له داخله مفسدو چارواکو او بې وجدانه او ملي ګټو ته غير متعهدو ټاميانو خراب کړ، داسې چې اوس یې يادونه افسانې ښکاري.
اوسنی نظام هم که خرابېږي نو له داخله به خرابېږي، د نااهله، غيرمسلکي او حتیٰ په ځينو حسَّاسو مواردو کې د بېسواده وګړو تقرر دا نه چې ناسم عمل دی، بلکې د يو سالم نظام د روغتيا لپاره زهرِ قاتل دی...
نور ولوله
تعجب کوم چې خپل ملګري ته به سړی ښکنځل کوي؟
د ځوانانو مجلس خوندور وي، سړی په کې نشیط شي، جذبات یې تازه شي، خو کاش چې د ځینو ځوانانو مجلسونه له سپکو ټوکو او ناموسي ښکنځلو پاک وی
که ځینو ته ووایئ چې ولې ښکنځلې کوئ؟
نو ځواب کې وايي چې دا خو ملګری دی او ټوکې کوو، هغه پرې نه خفه کېږي!!!
زه تعجب کوم چې خپل ملګري ته به سړی ښکنځل کوي؟
ښکنځل او فحش ویل په هر حال کې ناروا دي، که د قهر حالت وي او که د ټوکو
د مسلمان ژبه او اخلاق باید له دې ډېر لوړ وي چې ژبه یې په دغو شیانو وخوځېږي
مونږ
له_بلې_زاويې
...
نور ولوله
