طالبانو ته بايد وخت ورکړل شي
د ليکلو ډېر څه لرم، خو وخت يې نه دی، لا وختي دی او ډېر وختي.
هغه چې پر طالبانو نيوکې کوي، حق يې دی، مګر وخت يې نه دی. بايد وخت ورکړل شي، اقلا دومره وخت چې نقد د معقوليت رنګ پيدا کړي.
تېر دولت ته به مو مبررات لټول چې په جنګ کې دخيل دی، جنګ د هر ډول فساد زېږنده ده او دولت نه شي کولای ټولې ستونزې په يو وار هوارې کړي.
زما په نظر د طالبانو مسئولين بايد نيم يا يو کال وخت ولري چې ولس يې د فساد پر وړاندې د مبارزې او د امنيتي ارګانونو په مسلکي او ملي کولو جدي کار وکړي، او همدا ډول نور ارګانونه هم.
له دغې نېټې وروسته بيا نقد ځای نيسي، له فرصت ورکولو دمخه نقد په حقيقت کې د دې څرګندونه کوي چې نقد اصلاحي نه دی، بلکې له عُقدې راټوکېدلی دی.
اصلاحي نقد د هر ازاد انسان انساني او اسلامي حق دی، هر هغه څوک چې د دغه حق مانع ګرځي؛ ظالم او جابر دی چې پر وړاندې يې مبارزه مشروع مبارزې ده.
