No-IMG

د دولت او طالبانو شور ما شور او د امريکا پټکې او گواښونه

د دويم ټولګي متعلم وم، زمونږ يو استاذ و؛ مولوي صاحب روح الله نومېده، هر چېرې چې وي، خدای دې ورته ښه ژوند ورکړي.

خو سخت ډارول يې کول، مونږ به پر ځمکه غوړېدلې درۍ کېناستلو، تقريباً څلويښت تنه ټولګيوال و.

طبيعي ده چې ماشومان شور کوي، خو استاذ به د ماشومانو په کنټرول سخت تکړه و، مونږ به خپلو کې خبرې کولې، دی به د کتاب په لوستلو بوخت و، چې لږ شور به زيات شو، اواز به يې ډډ کړ: ای‌ی‌ی‌ی ای‌ی‌ی‌ی‌ وا لکه! نه سمېږئ؟!

بيا به يې د چوکۍ په دواړو دَستو لاسونه تکيه کړل، داسې به يې ځان جوړ کړ، لکه د کوټې اخري کونج ته چې ټوپ راووهي!

بيا به يې د ټولګي د اخري صف هلکانو ته سترګې راوويستې، لاندينۍ شونډه به يې په غاښونو کې ونيوله او په هماغه ډډ اواز به يې وويل: نه سمېږئ؟ در ټوپ کړم؟

مونږ به فکر وکړ لکه استاذ چې په رښتياو په څټ راودانګل، خو الله شاهد دی چې استاذ تر اخره پرته له غوږ تاوولو او غُررر او پش څوک ونه وهل.

اوس چې په هېواد کې د دولت او طالبانو شور ما شور او د امريکې پټکو او ګواښونو ته ګورم، خپل هغه استاذ راپه زړه شي.

خاطره

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک