حزب اسلامي د اسرائيلي وحشت پر وړاندې غبرگون لپاره د سترې غونډې تابيا نيسي
نبي عليه الصلاة والسلام فرمايلي دي: مؤمنان په ملګرتيا، زړه سواندۍ او خواخوږۍ کې د يو جسد په څېر دي، کله يې چې يوه برخه درد ويني؛ ټول وجود يې د بې خوبۍ او تبې ښکار کېږي.
نن که په غزه کې اسرائـ،،ـيلي غاصب رژيم د فلسطين پر مظلومو مسلمانانو ظلم او وحشت کوي، د مؤمنانو دردېدل پرې ايماني احساس او وجداني مسئوليت دی.
هيڅوک دې دا نه وايي چې زمونږ يې د فلسطين له مظلومانو سره څه؟! دا کار د ايمان منافي عمل دی.
هو، دا نه وايو چې په خپل هېواد کې د خپلو مسلمانانو له دردونو بې پروا يو، دا چې د ليرې عضو په درد مو وجود دردېږي، په خپل درد خو طبيعي ده چې ډېر درېديږو.
همدا مهال د حزب اسلامي افغانستان په مرکزي دفتر دارالامان کې ګڼ شمېر مشران راټول دي، پرېکړه به کوي چې څه ډول د اسرائـ،،ـيلي وحشت پر وړاندې خپل غبرګون او له مسلمانانو سره خپله خواخوږي ښکاره کړي.
نن چې د دې مشورتي غونډې په پای کې هره پرېکړه وشي، له دوستانو سره به يې شريکوو. إن شاء الله
