د لغمان د شهيد ماشوم انځور دردوونکی دی
د لغمان د شهيد ماشوم انځور دردوونکی دی، دغه انځور زمونږ د هېواد د زرګونو دغسې پېښو يوه وړه نمونه ده چې تر مونږ رارسېدلې.
که د چا ضمير يې نه وي دردولی هغه دې ځان په انسانانو کې نه شمېري.
خو هغه څوک دې له دغه انځور د خپلې کرکجنې عُقدې او کينې سړولو هڅه نه کوي چې څو اوونۍ وړاندې يې د سولې د ټينګښت په موخه د ح ا افغانستان لاريونونه مسخره کول!!
مونږ که تېره جُمعه د فلسطيني مسلمانانو په حمایت غونډه نيولې وه، خو تر دغې غونډې وړاندې مو په هېواد کې د بدمرغې جګړې د ختمولو په خاطر د زرګونو افرادو سولهييز لاريونونه هم ويستي و.
دا ځکه چې مونږ په رښتينې معنی د جنګ ورکېدل او د سولې ټينګښت غواړو، پرون مو هم غوښتله، نن يې هم غواړو او په راتلونکي کې به يې هم غواړو، ځکه چې سوله مو آبرو او د بقاء لار ده.
الحمد للّٰه ح ا ا دا افتخار هم لري چې په هېواد کې يې د سولې خپ غږ ته په هره برخه کې انعکاس ورکړ، حتی هغو کسانو هم د سولې د داعيې د حمايت جرأت پيدا کړ چې تر دې وړاندې به د سولې په حمايت کې د دوی ليکل شويو مبهمو کلماتو په معنی يوازې همدوی پوهېدل او بس!
خو افسوس د هغه چا پر حال چې له دغو انځورونو هم د لايکونو د جلبولو او د خپلې غرضي او مرضي عُقدې په دستور د پېغور ورکولو هڅه کوي، دا پېغور دې د همدوی شي چې کرار په کورونو ناست دي او يوه ورځ يې هم د سولې په حمايت خپل غږ له چا سره بدرګه نه کړ.
