No-IMG

ډوزمار انجينر او مسلکي انجينر

د ډوزمار انجينر او مسلکي انجينر تر منځ ګڼ توپيرونه شته، د انجينرۍ په برخه کې مصروف پاتې شوي کسان يې ډېر ژر پېژندلی شي.

خو عام او بې تجربې کسان يې نه شي پېژندلی، بلکې زيات امکان د دې شته چې دغه افراد شايد په ډوزمار انجينر د مسلکي او واقعي انجينر ګومان وکړي او په مسلکي او واقعي انجينر د غير مسلکي او ناپوه ګومان!

د مسلکي انجينر ستره نښه دا ده چې هرې پروژې لپاره منظمه نقشه جوړوي، د نقشې په ټولو نقاطو پوه وي او که څوک ترې وضاحت وغواړي، په ډېره معقوله توګه يې تشريح کوي، په خپل کار باوري وي، مثلاً د يو سړک يا تعمير په نقشه کې د هرې جزوي خبرې ګټې او ارزښت په دلايلو بيانوي، چې دا پلچک مې ولې دلته لازم ګڼلې دی، دا استنادي ديوال ولې مهم دی، د تعمير په دې برخه کې دا کړکۍ ولې په دې اندازه وړه، په دغه ځای کې ولې لويه او په هغه بل ځای کې يې ولې اړتيا نه شته؟! دا هر څه په معقولو دلايلو تشريح کوي.

په مقابل کې يې ډوز مار انجينر فقط ځان تېر باسي، د يو څو انجينري اصطلاحاتو په کارولو هڅه کوي چې خلک غلي کړي، نقشه ورسره يا نه وي او يا يې له بل پټه کړې وي، د نقشې خبره شاذ او نادر او يا يې بيخي نه کوي، يا خبره بل وخت ته پرېږدي، که بيخي يې څوک راټينګ کړي، بيا په مغرورانه انداز وايي: انجينر زه يم او که ته يې؟ پوهنتون ما لوستی او که تا؟ دا ستا تخصصي کار دی او که زما؟! همدا ډول نورې خبرې يې زده وي، مګر کار يې اټکلي وي، اکثره داسې شوي چې د ډوزمار انجينر په لاس جوړ شوي تعميرونه؛ د ډېرو نيمګړتياوو په سبب بېرته له بيخه نړول شوي دي او زحمت لګښت يو په دوه شوی دی.

نظامونه هم ورته حيثيت، مماثلت او مناسبت لري، د نظام جوړونې په برخه کې هغه څوک د منلو او اعتبار وړ دی چې د نظام بشپړه نقشه ورسره وي، ګونګه خبره ونه کړي، خبره سبا ته پرې نږدي، د نظام د ساختار، اداري تشکيل، د چارواکو صلاحیتونه، د عزل او نصب بڼه، د درې ګونو قواوو د صلاحیتونو تعيين او تفکیک او داسې نور موارد په وضاحت سره له ولس يا اقلا له هغه چا سره شريک کړي چې په دې خبرو يې سر خلاصېږي.

نظام جوړونه

 له بلې زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک