د سولې په اړه مسلمانانو ته د الله تعالیٰ حُکم
مخالف لوری که بالفرض والتقدير سور کافر هم شي چې د سولې غږ وکړي، د خدای حکم مسلمانانو ته دا دی چې بايد سوله وکړي او جنګ بند کړي.
الله تعالی فرمایي:
وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلۡمِ فَٱجۡنَحۡ لَهَا وَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللَّهِۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ(٦١) وَإِن يُرِيدُوٓاْ أَن يَخۡدَعُوكَ فَإِنَّ حَسۡبَكَ ٱللَّهُۚ هُوَ ٱلَّذِيٓ أَيَّدَكَ بِنَصۡرِهِۦ وَبِٱلۡمُؤۡمِنِينَ(٦٢) الأنفال
ژباړه: او (اى نبي! صلی الله عليه وسلم) که دوى (دښمنان) سولې (او د جګړې پرېښودلو، مسالمت او روغې جوړې) ته هڅه (ميلان) وښيي، نو ته هم دې سولې ته تمايل وښيه او پر الله باندې توکل (اعتماد) وکړه، يقيناً (الله) هره خبره اوري او په هر څه پوه دى. او که هغوى ( د سولې په عنوان) ستا د تېر ايستلو نيت او اراده ولري، نو ستا لپاره الله بسنه کوي (الله تعالی به د دوى د مکر او غولونې په مقابل کې کافي وي). الله هغه ذات دى چې په خپله مرسته او مومنانو سره يې ستا ملاتړ وکړ.
سوله دومره مهم امر دی چې الله تعالی مسلمانانو ته د سولې په مقابل کې د مخالفينو د چل او فريب د نيت او ارادې درلودلو ته هم ارزښت ورنه کړ، ويې فرمایل، تاسې سوله وکړئ، نور په نتيجه يې زه ورته کافي يم.
او (وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلٗا)(٣) الأحزاب
#سوله_غواړو #StopAfghanWar
