مونږ سوکاله، ارام او هوسا افغانستان غواړو
زمونږ دريځ معلوم دی، دريځ مو د سولې دی، د سولې پر لوري هر پورته شوی رښتينی قدم د ښکلولو دی، ولو که د هر چا وي.
په مقابل کې يې هر هغه عمل چې نفرتونو او بدبينيو ته په کې ګټه رسېږي، مردود دی، ولو که د هر چا له لورې وي.
مونږ سوکاله، ارام او هوسا افغانستان غواړو.
نظام ته که هر نوم ورکوئ، خو چې عدالت په کې نه وي، انساني کرامت او حقوق په کې پايمال وي او په وړو وړو خبرو پرې خلک تر مرګه او زندانه رسول کېږي؛ دا نظام د وحشت نظام دی. ملت نور له جنګونو ستړی دی، د سولې هسې د درواغو شائعه يې هم پر مخ مُسکا راولي، دا مظلوم او مجبور ولس حق لري چې تلپاتې مُسکا ولري او دا مُسکا يوازې په تلپاتې سولې راتلی شي.
بنيادي خبره د راتلونکي نظام د ساختار تشريح ده، که د (ميم زر ما ټول زما) فارموله وکارول شوه، په ټول هېواد کې د اوږدمهال امنيت او سوکالۍ خوب فکر نه کوم که تعبير شوی يې ووينو.
خو که د نظام ساختار په حقيقي معنی د ټولنيز عدالت د رعايت پر اساس جوړ شي، بيا نو هېواد له دې ناخوالو وتلی او د سوکالۍ او ترقۍ پر لار روان وبولئ.
