د دوکتور عبد الحی قانت لیکنی

۲۹م د مئي؛ د قسطینطنیې تاریخي‌ سوبه

  اسلامي تاریخ له سلګونو داسې سوبو ډک دی چې هره یوه یې ځان سره د یو لوی تمدن د راپورته کېدو بلها شی خوندورې کیسې لري. هغه تمدن چې د حجاز په کوڅو کې د خدای د محبوب (ص) په ورځ او شپه کوششونو، سختیو او تکلیفونو رامنځ ته شو، نن یوه نوستالژیا ده. مونږ دغه تاریخ د یو ناول په څېر لولو، خوند ترې اخلو، اوښکې ورته تویوو او ارمان کوو چې کاش مونږ هم د اناتولیا، حلب، اندلس، بغداد، دمشق او حجاز په وخت کې ژوند کړای وای. دغسې محکوم ژوند چې نن یې اسلامي نړۍ په دغه پوست مدرنته عصر کې کوي، د هېڅ چا پر ځان نه لورېږي. مونږ په رواني لحاظ حق لرو چې د خپل تمدن د تاریخي شهامتونو په کیسو خپل غرور تغذیه کړو. له دغې بې شمېره میړانو څخه یوه د قسطنطینېې فتحه ده.‌ هغه چې د خدای پاک محبوب یې پوځ او د...
نور ولوله

مونږ د نړۍ له صنعتي او ساينسي انقلابونو له پېشرفته ډېر لرې پاتې یو

په اروپا کې ۲۵۰ کاله مخکې صنعتي‌ او ساینسي‌ انقلابونو سره رزاعتي او کلاسیک اقتصاد په صنعتي‌ او ماډرن اقتصاد تبدیل شو. تېرو ۵۰ کلونو کې چې پر افغان ملت پردۍ جګړې تپل شوې وې، نورو هیوادونو د نړۍ له پېشرفت سره سم ځانونه له زراعتي اقتصادونو څخه صنعتي اقتصادونو ته وویستل. د بزکرۍ پر ځای یې اساسي تمرکز صنعت او تجارت ته واړاوه. په دې برخه کې له استعمار او جګړو څخه وروسته آسیايي هیوادونو هم ځانونه نړۍ سره عیار کړل. دا چې وروسته د سوېل شرقي آسیا هیوادونو او جاپان د آسیا پړانګان یاد شول، کمال یې همدا اقتصادي فکر ؤ. جاپان او امریکا نن ۲٪، چین ۱۸٪ او د آسیا نور هیوادونه له ۲۰٪ ښکته رزاعتي‌ دي. دوی ټول له ۸۰٪ زیات صنعتي اقتصادونه جوړ شوي‌ دي...
نور ولوله

د افغانستان-چین-پاکستان درې اړخیز فارمټ پنځمه غونډه

د افغانستان-چین-پاکستان درې اړخیز فارمټ پنځمه غونډه په داسې حال کې اسلام آباد کې تر سره کېږي چې اونۍ مخکې ملګرو ملتونو په دوحه او د شانګهای غړو د هند په ګووا کې د افغانستان په باب بېلا بېل بحثونه درلودل. لومړی بحث دا چې د ملګرو ملتونو غونډه کې غربیانو ته واضح پیام ورکړل شو چې د سیمې هیوادونه نه غواړي افغانستان د دوی له زاویې وویني. زما په فکر له همدې امله د دوحې غونډه کې د سیمې د هیوادونو موقف غرب په خپل هدف کې ناکام کړ. دا چې د شانګهای د غونډې اصل ټولټال اجماع ده، د افغانستان په باب د بیاجوړونې، پرمختګ تر څنګ د بشر د حقوقو او امنیتي مسائلو په باب بحث تر سره شو.‌ د شانګهای د بحث غوښنه موضوع افغانستان نه بلکې د سیمې نور لوی مسائل ؤ....
نور ولوله

د افغانستان او امریکا د اړیکو لپاره درې ممکنه سیناریوګانې وجود لري

۱) دا چې د طالبانو حکومت او امریکا سره لکه د پخوا دښمنه پاته شي‌ او بیخي اړیکې ونلري.‌ د دې سیناریو د عملي کېدو امکان ډېر کم دی. ۲) دا چې امریکا په دې وتوانېږي چې د سیمې په یو هیواد کې اډې پیدا کړي. دا به د چین، روسیې، ایران او امریکا  تر منځ نوې جګړې ته لار پرانیزي چې یو میدان به یې افغانستان وي. ۳) که دوهمه سیناریو کې امریکایان پاته راغلل، دریمه او یواځینۍ لاره به دا وي‌ چې نوي‌ حکومت سره ډپلوماتیکې اړیکې وپالی. دوی به خپل سفارت خلاصوي‌ او د اقتصادي او سیاسي فشارونو پرته به بله لار نه لري. دا مهال په دوهمه سیناریو کار روان د...
نور ولوله

د اوکراین جګړه او د اسرائیلو نا مالومه آینده

د تېرې سړې جګړې پر وخت شوروي او امریکا دواړه د اسرائیلو کلک ملاتړي او ملګري ؤ. د امریکا او شوروي تر منځ د اسرائیلو پر سر هېڅ اختلاف نه ؤ. د امریکایانو د نوې ستراتیژۍ په رڼا کې اسرائیلو د امریکا په بهرني سیاست کې هغه لومړیتوب چې پخوا یې درلود له لاسه ورکړی. دا د اسرائیلو شتون لپاره لوی خطر دی. امریکایان او اسرائیل په دې له پخوا پوهېدل چې دا ورځ راتلونکې ده، همدې لپاره امریکایانو په منځني ختیځ کې د اسرائیلو تطبیع او نورمالایزیشن پیل کړ. د تطبیع لامل دا ؤ چې اسرائیل وکولی شي پر امریکا له بسپنې پرته د سیمې په هیواونو کې ادغام شي او په سیمه ایز ډول عادي هیواد جوړ شي. بل اړخ ته روسیه په دې پوهېږي چې اسرائیل د اوکراین ستراتیژیک او عقیدوي ملګری دی. زلنسکي په خټه ی...
نور ولوله

د امریکا د ملي امنیت نوې ستراتیژي چې د امریکا د سیاست مسیر ټاکي

د اکتوبر په ۱۲ امریکا د ملي امنیت نوې ستراتیژي اعلان کړه دا ستراتیژي د امریکا د سیاست مسیر ټاکي. دلته یې لنډیز لیکم. د ملي امنیت دغه ستراتیژي ۴۸ صفحې او پنځه فصلونه ده چې د امریکا نړیوالې هېژمانۍ ته له ننګونو او په بېلا بېلو سیمو کې د امریکا په ستراتیژي بحث کوي. » دا مهال له دوه لویو ستراتیژیکو ننګونو سره مخ ده. اوله ننګونه هغه هیوادونه دي چې امریکا ورسره په نړیوالې سیالۍ اخته ده چې له هغوی لوی هیوادونه چین او روسیه ده. دوهمه ننګونه هغه لوی نړیوال مسائل دي چې د دولت - ملت له سطحې پورته دي لکه هستوي وسلې، ساري ناروغۍ، مهاجرتونه او… » د دغې دوه لویو چې...
نور ولوله

د امریکا بې پیلوټه الوتکې ولې او له کومې خوا افغانستان ته راځي؟

دې ورځو کې د بې پیلوټه الوتکو په اړه بحث تود دی. کابل کې په الظواهري د برید له ادعا وروسته په ښکاره ډول د افغانستان پر فضاء د امریکا د بې پیلوټه الوتکو شتون تثبیت شو. بې پیلوټه الوتکې ولې افغانستان ته راځي؟ کال ۲۰۰۱م کې چې کله افغانستان ته امریکایان راغلل، د جګړې، د هغه وخت د امارت د حکومت د پرځونې او د افغانستان د اشغال له ټولو لوی دلیل او توجیه همدا وه چې ګویا افغانستان کې د امریکا د ملي امنیت دښمنان دي او امریکا غواړي هغه دښمنان له منځه یوسي. په اصل کې کیسه جیو پولیتیک وه خو دا یې هغه توجیه وه چې دوی د خپل شتون لپاره وړاندې کوله. (دا د بل وخت بحث دی) امریکایان راغلل، خپلو خلکو ته یې وویل؛ ستاسي بچي وژل کېږي‌ او که د ټکسونو پیسې مو ضایع ک...
نور ولوله

لمسونې - ډاکتر مهاتیر محمد

۲ سپتامبر ۲۰۲۲م زه د دې طرفدار نه یم چې په قضایاؤ عمومي‌ قضاوت وکړم خو په دې برخه کې بې وسه یم، پرته له دې بله لار نه لرم چې عمومي قضاوت وکړم ځکه دغه مشکل عام دی.     زه په دې باور یم چې غربیان د جګړو او د انسانانو وژلو روږدي دي. له زرګونو کلونو تر اوسه داسې کال نه دې تېر شوی چې اروپايي هیوادونو پکې جګړه نه وي‌ کړې. دوی جګړو ته تقدس ورکوي، لمانځي یې، له وحشي قاتلینو قهرمانان جوړوي، هغوی ته رنګونه وربښي، مجسمې یې جوړوي او په ډېر قدر یې درناوی کوي. دوی په نظامي مانورونو جګړو ته تابیاوې نیسي، نوې نوې داسې وسلې جوړوي‌ چې د انسانانو په وژلو کې نوم لري. دوی دي چې وايي (چې سوله غواړئ، جګړو...
نور ولوله

تونس اوسمهال د خپلې دیموکراسۍ (!) په دور کې

کال ۲۰۱۱م کې تونس کې د زین العابدین بن علي پر وړاندې خلک پاسېدل، حکومت یې چپه شو، بن علي سعودي ته وتښتېد او د تونس یو بل دور پیل شو. دغه دور چې د النهضې او نداء تونس تر منځ یوه ګډوله حکومت پیل شو تر ننه سر نه نیسي. د ۲۰۱۱م کال وروسته دا دی ۱۱ کاله وشو د خلکو حالت د زین العابدین له وخته ډېر خراب دی. د سیاسي نظام اصل هدف دا نه دی چې هر پنځه کاله انتخابات وشي تر څو د حکومت په سر کې فرد تبدیل او دهغه پر ځای نوې څېره راوړاندې شي. حکومتونه هله مشروعیت پیدا کوي چې د خپلو خلکو خدمت وکړي. پنځه کاله کې انتخابات مهم نه دي خو پنځه کاله کې اقتصادي، امنیتي او ټولنیز پېشرفت فرض دی. چې څونې انتخابات وي خو چې په اقتصادي پېشرفت نه منتجېږي،...
نور ولوله

افغانستان او امریکا؛ د اړیکو آینده

تېره ورځ د افغانستان د دفاع وزیر مولوي‌ صاحب محمد یعقوب مجاهد وویل چې د دوی د مالوماتو پر بنسټ پاکستان د امریکا نظامي/بې پیلوټه الوتکو ته د افغانستان پر حاکمیت د ګزار لار ورکړې. دغه لیکنه کې یو کال مخکې دغه حالت ترسیم شوی ؤ. د شلمې پیړۍ سر کې اولین ځل امریکا د تیوډور روزلوېټ په وخت کې په عملي توګه د نړۍ سیاست ته راووتله. امریکا له خپلې آزادۍ وروسته د شمال اټلانټک څخه اخوا په لویدېځې نیمه کره کې آرام ژوند کاوه. د نړۍ سیاست سره یې ډېر کار نه ؤ. دا هغه وخت ؤ چې انګلیس د نړۍ مشري کوله.‌ له لومړۍ نړیوالې جګړې مخکې امریکا د اروپايي هیوادونو تر منځ له جنجالونو لرې پرته وه او په امریکا داسې فکر غالب ؤ چې ګواکې دوی د انسانیت داسې نمونه ده چې نور ځای کې نشته. دوی ځان ته له نورې ...
نور ولوله

د اوکراين پردۍ جګړې همېش همداسې بې مانا ختمېږي

کله چې یوکراین کې د روسیې پوځي عملیات پېلېدل، غربي رسنیو او د نړۍ ټولو لبرالانو د ملاتړ چغې وهلې تر څو یوکراین د ناټو د بلاک لپاره د دفاع د میدان په څېر استفاده کړي. په یاد مو وي چې زمونږ د تېر نظام ځینو نظامیانو هم د غرب دفاع لپاره سرونه په تلي کېښودل او میدان ته یې ودانګل.  یوکراین ته هم خدای د غني په شان یو کامېډین ولسمشر ورکړی چې د غرب چکچکو یې ستراتیژیک فکر له پوندو ښکته کړی. دا غولېدلی په دې فکر چې امریکا به یې همېش تر شا ولاړه وي، د سلېښو دې ډنډ ته ځان واچوه. دا دی د جګړې لا ۶ میاشتې نه دي پوره چې فرانسې،‌ جرمني، ایټایلیې، بریتانیې، هسپانیې او پولنډ (چې د اروپا له ټولو لوی اقتصادونه دي) یوکراین لپاره د نظامي تجهیزاتو کومک کموي...
نور ولوله

تایوان ته د نانسي پلوسي په سفر چین ولې ببر دی؟

نوي سړه جګړه؛ پرمختګونه د نړیوال سیاست ریالست مفکر جان میرشایمر څخه په یو بحث کې پوښتنه وشوه چې د امریکا او چین تر منځ به د جګړې میدان چېرته وي! ده وویل؛ زما په ګمان شرقي آسیا (جاپان، سوېل کوریا) او یا هم هندي آرام سمندرګی (له تایوانه تر سنګاپوره). ) هغه ورځ د امریکا د کانګرس مشره نانسي پلوسي تایوان ته ولاړه چې له امله یې د امریکا او چین اړیکې ډېر حساس حالت ته داخلې شوې دي. ډپلوماسۍ کې د سیاسي اشخاصو سفرونه یا د سمبولېزم او یا هم د توافقاتو، اړیکو پراخوالو او همکاریو په باب وي. د ناسني پلوسي دغه سفر سوچه یو سمبولیک سفر ؤ. دا چې امریکا کې مېډ ټرم انتخابات راروان دي، بایډن او پلوسي باید داسې څه وړاندې کړي چې داخلي ملاتړ تر لاسه کړي. بایډن د الظواه...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک