د افغانستان-چین-پاکستان درې اړخیز فارمټ پنځمه غونډه
د افغانستان-چین-پاکستان درې اړخیز فارمټ پنځمه غونډه په داسې حال کې اسلام آباد کې تر سره کېږي چې اونۍ مخکې ملګرو ملتونو په دوحه او د شانګهای غړو د هند په ګووا کې د افغانستان په باب بېلا بېل بحثونه درلودل.
لومړی بحث دا چې د ملګرو ملتونو غونډه کې غربیانو ته واضح پیام ورکړل شو چې د سیمې هیوادونه نه غواړي افغانستان د دوی له زاویې وویني. زما په فکر له همدې امله د دوحې غونډه کې د سیمې د هیوادونو موقف غرب په خپل هدف کې ناکام کړ.
دا چې د شانګهای د غونډې اصل ټولټال اجماع ده، د افغانستان په باب د بیاجوړونې، پرمختګ تر څنګ د بشر د حقوقو او امنیتي مسائلو په باب بحث تر سره شو. د شانګهای د بحث غوښنه موضوع افغانستان نه بلکې د سیمې نور لوی مسائل ؤ.
زما په فکر د افغانستان-چین-پاکستان په درې اړخیزه کې څو مهم پېشرفتونه وشول؛
۱ په عمومي ډول د دې درې اړخیزې بحثونه په سیمه ایز امنیت، ثبات، ټېکاؤ او اقتصادي نښلون څرخېدل. دا لومړی مهمه خبره ده چې د سیمې ټول هیوادونه پرې یوه خوله دي، اړتیا دا وه چې د چین په موجودیت کې پاکستان هم په دې برخه کې خپل موقف وړاندې کړي تر څو په سیمه ایز ساختار کې یې ځای مالوم شي.
د دې موقف وړاندې کول خپل مسؤلیتونه لري چې ښايي راتلونکي کې پرې د دې درې هیوادونو تخنیکي ټیمونه کار وکړي (اعلامیه کې ذکر شوي).
۲ د اقتصاد، تجارت، ټرانزټ او سیمه ایز اتصال په برخه کې ژمنې چې په دې وخت کې د یادو درې واړو هیوادونو اشد ضرورت او اړتیا ده. زمونږ سیمه ایز نښلون، د چین سیمه ایزې پروژې، د یو لار یو کمر بند پروژې (مرکزي آسیا او سي پېک) چین او پاکستان سره له همداسې اړیکو پرته نا ممکنه ده. د افغانستان د برق، انرژۍ او سوېل-مرکزي آسیا نښلون هم له دې همکارۍ پرته ناممکن دی.
۳ امنیتي برخه کې له ډېره وخته د سیمې د نورو هیوادونو او افغانستان تشویش دا ؤ چې امریکا سره باید د سیمې په کچه هېڅ هیواد په امنیتي برخه کې د افغانستان په باب همکاري ونکړي. دا همکاري د مرکزي آسیا ټولو هیوادونو رد کړه، چین او ایران خو امکان نه لري خو هغه څه چې نامالوم ؤ د دې موضوع په باب د پاکستان موقف ؤ. د اسلام آباد درې اړخیزې دا خبره سپینه کړه. پاکستان ښکاره ژمنه وکړه چې دوی به هېڅکله خپله فضاء د افغانستان پر ضد نه کاروي. همدا راز افغانستان هم د نورو هیوادونو په باب د خپل قلمرو کارول رد کړي.
۴ د دې درې اړخیزې اعلامیې دا ښکاري چې د سیمې هغه ټول مهم مسائل پکې ذکر شوي چې له ډېر وخت راهیسې یې د دې هیوادونو تر منځ بې اعتمادي او بې باوري رامنځ ته کړې وه. دا غونډه ښايي د باور جوړونې په باب مهمه او کامیابه غونډه وه.
۵ د مهاجرینو، مخدره توکو د قاچاقو او نورو جرمونو د مخنیوي په اړه خبرې هم د سیمې د کلي امنیت او پیشرفت په اړه ښه پرمختګ ؤ.
پای
