No-IMG

د امریکا بې پیلوټه الوتکې ولې او له کومې خوا افغانستان ته راځي؟

دې ورځو کې د بې پیلوټه الوتکو په اړه بحث تود دی. کابل کې په الظواهري د برید له ادعا وروسته په ښکاره ډول د افغانستان پر فضاء د امریکا د بې پیلوټه الوتکو شتون تثبیت شو.

بې پیلوټه الوتکې ولې افغانستان ته راځي؟

کال ۲۰۰۱م کې چې کله افغانستان ته امریکایان راغلل، د جګړې، د هغه وخت د امارت د حکومت د پرځونې او د افغانستان د اشغال له ټولو لوی دلیل او توجیه همدا وه چې ګویا افغانستان کې د امریکا د ملي امنیت دښمنان دي او امریکا غواړي هغه دښمنان له منځه یوسي. په اصل کې کیسه جیو پولیتیک وه خو دا یې هغه توجیه وه چې دوی د خپل شتون لپاره وړاندې کوله. (دا د بل وخت بحث دی)

امریکایان راغلل، خپلو خلکو ته یې وویل؛ ستاسي بچي وژل کېږي‌ او که د ټکسونو پیسې مو ضایع کېږي، دې لپاره دي چې افغانستان کې لبراله ډیموکراسي انسټال کړو او له هغو خلکو یې پاک کړو چې د امریکا ملي امنیت ته خطر پېښوي.

طالبانو سره چې په ۲۰۰۸م کې د خبرو پیل کېده، اول بحث همدا ؤ چې طالبان باید په افغانستان کې د امریکا نظامي اډې ومني. د طالبانو مرکچي پلاوی ته چې سید طیب آغا رهبري کاوه هغه وخت د ملا محمد عمر مجاهد سپارښتنه همدا وه چې امریکایانو سره د اډو په شتون کې هېڅکله نه جوړېږو او دا د افغان ملت د جهاد او خاورې د آزادۍ حیاتي مسئله ده.

وروسته په ۲۰۱۱ کې بیا هم امریکایانو غوښتنه وکړه، طالبانو د رد ځواب ورکړ،‌ اوباما د پوځونو شمېر ۱۴۰،۰۰۰ ته ورساوه. دې فشار هم څه نتیجه ورنکړه.

ټرمپ بیا په ۲۰۱۷ کې طالبانو ته اخطار ورکړ،‌ طالبانو سر ټیټ نه کړ،‌ امریکا د بمونو مور بم استفاده کړ، خپلې نظامي دستګاه ته یې یو کال وخت ورکړ، نظامیانو ته یې وویل چې له اتومه پرته ټولې وسلې مو خدمت کې دي خو یو کال کې نتیجه غواړم. د یادونې وړ ده چې دې ستراتیژۍ ته ډاکتر اشرف غني او د هغه نږدې ګروپ هم ډېر خوښ ؤ. امریکا ټولې نظامي حربې پکار واچولې خو هېڅ کار یې ورنکړ.

ټرمپ په ۲۰۱۸م کې د سولې پروسه پیل کړه. د سولې مذاکرات مطالعه کړئ د امریکایانو او طالبانو ټولې لانجې د امریکایانو په شتون شوي.‌ طالبانو دا نه منله او امریکایانو غوښتل یو څه ورکړل شي. له یوې خوا امریکایانو له افغانستانه ځان ویسته خو نه یې غوښتل چې افغانستان له لاسه ورکړي. دوحې تړون کې طالبانو ژمنه ورکړه چې د افغانستان خاوره به د دوی پر وړاندې نه استفاده کېږي او دوی به ټول په ټوله کې اوځي.

دوی غوښتل یو څه پوځیان پرېږدي. کله په ۲۵۰۰ خبره کېده او کله په دوه نظامي اډو خو طالبان بیا هم پر دریځ ودرېدل تر هغې چې امریکایان مجبور شول افغانستان ټول په ټوله کې پرېږدي.‌

امریکا چې ووتله هلته پر بایډن انتقاد پیل شو چې ګواکې افغانستان بیا دوی لپاره خطر دی او هلته دوی هېڅ نظامي اډه نه لري. پوښتنې پیل شوې چې که خطر اوسي‌ مخه به یې څنګه نیول کېږي ځکه چې هلته نه نظامي اډې شته، نه پوځونه او نه ملګری حکومت.‌

دا چې امریکا خپلو پالیسي میکرانو، ملګرو او خپلو خلکو ته وښايي چې که کوم خطر اوسي امریکا یې اوس هم د مخنوي ځواک لري. دغې هدف لپاره بې پیلوټه الوتکې رالېږل کېږي او مالومات یې هم دوی رسنیو ته لیک کوي.

بې پیلوټه الوتکې له کومه ځایه راځي؟

دې ورځو کې دا بحث تود دی چې دغه الوتکې له کومه ځایه افغانستان ته راځي. د سیمې د مختلفو هیوادونو په اړه بحث روان دی.‌

نړیوال سیاست کې د سیمې سیاسي چارچوب او جوړښت ته په کتلو واضح مالومېږي چې د افغانستان پر خاوره د امریکا بې پیلوټه الوتکو ته څوک لار ورکوي.

د ایران، ترکمستان او چین خو هېڅ سوال نه پيدا کېږي او نه هم منطقي ده چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو ته لاره یا نظامي اډو ته ځای ورکړي.

تېره جنوري امریکا د دې په لته کې شوه چې ځان ته یو سیمه ایز ملګری پیدا کړي.‌ د دوی سترګې پر تاجکستان، ازبکستان او پاکستان وې.‌ د تاجکستان او ازبکستان په اړه د بایډن او پوتین په اولنۍ ناسته کې هم بایډن پوتین ته یاده کړه خو پوتین ونه منله.‌ تاجکستان یا ازبکستان کې د امریکا د نظامي اډو شتون چین او روسیې لپاره ستراتیژیک خطر دی چې هېڅکله یې نه قبلوي او دغه هیوادونه د چین او روسیه له هوکړې پرته امریکا سره دغه مامله نه شي کولای. د تاجکستان کومې نظامي اډې (فرخار ایر بیس) ته چې عموما اشاره کېږي د امریکا نه بلکې د هند نظامي اډه ده او هند هېڅکله په دې وخت کې روسیې سره د خپل بلانس خراپولو او یا هم نوي‌ افغان حکومت سره د خپلو اړیکو خراپولو په پار دغه کار نشي کولای. بل خوا ته تاجکستان او ازبکستان دواړه د CSTO غړي دي او نشي کولای د روسیې او د دغه ارګان له نورو غړو له تأیید پرته امریکا سره په نظامي چارو کې کومک وکړي.

د عمران خان پر وخت د پاکستان پالیسي په دې اصل ولاړه وه چې دوی نور امریکا سره په جګړو کې ملګرتیا نه کوي. هغه په جرأت دا اعلان کړی ؤ چې په سوله کې ملګری ته تیار خو جګړه کې نور د امریکا د پالیسیو بسپنه نه کوي.

دا چې عمران خان په کوم شکل له قدرته لرې کړای شو،‌ دا د دې ښکارندوی وه چې ښايي د پاکستان بهرنۍ پالیسي کې لوی تغیر راشي.‌

دغه تغیرات اوس په ډاګه تر سترګو کېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک