د اوکراين پردۍ جګړې همېش همداسې بې مانا ختمېږي
کله چې یوکراین کې د روسیې پوځي عملیات پېلېدل، غربي رسنیو او د نړۍ ټولو لبرالانو د ملاتړ چغې وهلې تر څو یوکراین د ناټو د بلاک لپاره د دفاع د میدان په څېر استفاده کړي. په یاد مو وي چې زمونږ د تېر نظام ځینو نظامیانو هم د غرب دفاع لپاره سرونه په تلي کېښودل او میدان ته یې ودانګل.
یوکراین ته هم خدای د غني په شان یو کامېډین ولسمشر ورکړی چې د غرب چکچکو یې ستراتیژیک فکر له پوندو ښکته کړی. دا غولېدلی په دې فکر چې امریکا به یې همېش تر شا ولاړه وي، د سلېښو دې ډنډ ته ځان واچوه.
دا دی د جګړې لا ۶ میاشتې نه دي پوره چې فرانسې، جرمني، ایټایلیې، بریتانیې، هسپانیې او پولنډ (چې د اروپا له ټولو لوی اقتصادونه دي) یوکراین لپاره د نظامي تجهیزاتو کومک کموي.
پردۍ جګړې همېش همداسې بې مانا ختمېږي. سبا که په زلنسکي سخته راغله د غني په شان به منډه کړي د اروپا یا امریکا کوم پنځه سټار هوټل کې به واړوي.
درد د هغوی پر سر دی چې په جګړه کې یې بچی، خاوند، ښځه او ماشوم بایللی.
د مارشال پلان په شمول د نړۍ په تاریخ کې هېڅ هیواد د بل پر مټ نه دی راپورته شوی. آزادي او استقلال د یو هیواد اساسي اړتیا ده چې باید هېڅکله یې هېڅ ملت د هېڅ شي په بدل کې له لاسه ورنکړي.
