د امریکا د ملي امنیت نوې ستراتیژي چې د امریکا د سیاست مسیر ټاکي
د اکتوبر په ۱۲ امریکا د ملي امنیت نوې ستراتیژي اعلان کړه
دا ستراتیژي د امریکا د سیاست مسیر ټاکي. دلته یې لنډیز لیکم.
د ملي امنیت دغه ستراتیژي ۴۸ صفحې او پنځه فصلونه ده چې د امریکا نړیوالې هېژمانۍ ته له ننګونو او په بېلا بېلو سیمو کې د امریکا په ستراتیژي بحث کوي.
» دا مهال له دوه لویو ستراتیژیکو ننګونو سره مخ ده. اوله ننګونه هغه هیوادونه دي چې امریکا ورسره په نړیوالې سیالۍ اخته ده چې له هغوی لوی هیوادونه چین او روسیه ده. دوهمه ننګونه هغه لوی نړیوال مسائل دي چې د دولت - ملت له سطحې پورته دي لکه هستوي وسلې، ساري ناروغۍ، مهاجرتونه او…
» د دغې دوه لویو چېلېنجونو مخنیوي لپاره امریکا په لاندې مواردو کار کوي؛
۱ د امریکا داخلي تقویه:
» د امریکا په داخلي قدرت پانګونه.
» د امریکا په د ولس په علمي او صحي پېشرفت پانګونه.
» د امریکا په ټکنالوژۍ، صنعت او ساینسي ابتکار پانګونه.
» د امریکايي دیموکراسۍ تقویه.
» د ډپلوماسۍ له لارې د امریکا په ملګرو پانګونه.
» د امریکا په دفاع، نظامي او استخباراتي شبکو پانګونه.
۲ نړیوال لومړیتوبونه:
» چین له ټولو لوی، اوږد مهالی او ستراتیژیک سیال دی چې مخه باید مخه یې ونیسو.
» روسیه د چین په شان ستراتیژیک سیاتل نه دی خو دا چې نظامي قدرت دی د اروپا او امریکا امنیت ته خطر دی او مخه یې نیسو.
» چین، روسیې او نورو سیالو هیوادونو سره په نړیوالو لویو ننګونو چې بشر ترې رنځېږي یو ځای کار ته چمتو یو.
» د انرژۍ او اقلیم امنیت ته پاملرنه.
» ساري نارړغۍ او بیلوژیکي دفاع ته چمتو کېدل.
» د خوړو امنیت ته پاملرنه.
» د اتومي او عادي اسلحو کنترول او دغه برخه کې په نوو نړیوالو توافقاتو کار کول.
» د ترورېزم ننګونې ته پاملرنه.
» په ټکنالوژۍ کار کول.
» په سایبري تشیالیو کار کول.
» د اقتصاد او تجارت په لا غځونې کار کول.
۳ د سیمې په کچه ستراتیژۍ:
» انډو پیسېفېک سمندګي کې د چین مقابله کوو، پېسېفېک کې خپل ملګري په اقتصادي، سیاسي او نظامي لحاظ تقویه کوو. AUKUS او QUAD تر څنګ سوېلې شرقي آسیا، جاپان او سوېلې کوریا سره هم کار کوو.
» اروپا سره اړیکې نور هم ټینګوو، ناټو نورو هم تقویه کوو، سویډن او فنلنډ ناټو ته راولو او د اروپا امنیت ته جدي پاملرنه کوو.
» له انټانټیک آخوا په لودیځي نیمه کره کې خپل ملګري تقویه کوو، وینزویلا، نیکاراګوا او کیوبا کې د نظام پر وړاندې ډیموکراتان بسپنه کوو، هایتي په پخو دروو.
» منځني ختیځ کې خپل طبعي ملګري تقویه کوو، اسرائیلو سره د عربو اړیکې جوړوو، هرمز، باب المندب باید آزاد وي، د ایران مخه نیسو او نه یې پرېږدو چې اتومی وسلې جوړې کړي. منځني ختیځ کې د بلانس سترایتژي لرو او هېڅ څوک نه پرېږدو چې د سیمې پاچا شي. ترکیه باید غرب سره په خپلو اړیکو غور وکړي.
» افریقا کې کار کوو، طبعي ملګري تقویه کوو او افریقایان په پخو دروو.
» آرکتېک سمندرګي کې د چین او روسیې مخه نیسو.
» د نړۍ سمندرونه، هوا او تشیالي محفوظ ساتو.
چین سره مو ستراتیژي په لاندې درې ټکړ کې راټولېږي:
۱ د امریکا په داخل کې پانګونه کوو چې چین سره سیالۍ ته ځان برابر کړو.
۲ د چین په وړاندې ملګري راټولوو.
۳ چین سره سیالۍ ته دوام ورکوو.
روسیې سره مو ستراتیژي په لاندې ټکو کې راټولېږي:
۱ اوکراین ته نظامي، ډپلوماتیک او سیاسي ملاتړ ورکوو.
۲ د ناټو د اتحاد په خاوره انچ هم یرغل نه منو.
۳ د امریکا په ډیموکراسۍ او زیربناؤ د تیري او حملې قوي ځواب ورکوو.
۴ د روسیې د اتومي وسلو مخنیوي ته پلان لرو.
۵ روسیې سره په شریکو ګټو کار ته دوام ورکوو.
افغانستان سره مو ستراتیژي په لاندې ټکو کې راټولېږي:
۱ د افغانستان لخوا د امریکا د ملي امنیت د خطر مخنیوي لپاره د سیمې سره په همکارۍ د مخنیوي توان لرو.
۲ د ترورېزم خطر او له افغانستانه سومالیې، سوریې او یمن ته غځېدلې.
۳ افغانستان نه پرېږدو بیا د ترورېزم ځاله شي.
۴ طالبان مسؤلیت لري چې خپلې ژمنې عملي کړي.
د افغانستان په اړه له آخري نکتې همدا ښکاري چې دوی غواړي اوسني حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي خو د دې تعامل پېشرفت ښايي وخت ونیسي.
