د دوکتور عبد الحی قانت لیکنی

د نتن یاهو د جګړې کابینه د غزې په مدیریت کې پوره ناکامه ده

  ‏صهیونستي رژیم په غزه کې ځمکنیو عملیاتو لپاره دوه اهداف ټاکلي ؤ: ‏۱ د حماس نظامي ساختار، حکومتي چارچوب، تونلونه او شتمنۍ له منځه وړل. ‏۲ له حماس سره د صهیونستي رژیم بندیان را خلاصول.   ‏له جګړې ۲۳۳ ورځې وروسته: ‏۱ نن حماس په غزه کې روانې معرکې تر څنګ د صهیونستي رژیم په زړه تاریخي ګزار وکړ. له دومره مودې وروسته په داسې سخته جکړه کې له رفح څخه دې وار د صهیونستي رژیم پښې ولړزولې. حماس وتواند چې یهوادان د خپل رژیم په قدرت بې باوره کړي. حماس سیمې او نړې ته دا هم په ډاګه کړه چې د معادلې اساسي لوبغاړي دوی دي. دا ټول د دې څرګند مثال دی جګړه د حماس ...
نور ولوله

نن د تاریخ د هغې ورځې یاد دی چې د افغانستان د بهرني سیاست استقلال اړو آزادۍ ته پکې د پای ټکی کېښودل شو

نن د تاریخ د هغې ورځې یاد دی چې د افغانستان د بهرني سیاست استقلال اړو آزادۍ ته پکې د پای ټکی کېښودل شو. د هیواد په معاصر تاریخ کې په لومړي ځل د انترناسیونالېزم علمبردارانو بهرنۍ آیډیالوژي (کمونېزم) هیواد ته را انتقال کړه او کوښښ یې وکړ تر څو د ملي منافعو پرخلاف او د حزبي او آیډیالوژیکو تمایلاتو پر اساس افغانستان د سړې جګړۍ اور ته ور ټېل وهي.‌ دوی په میلیونونه انسانان د شوروي سیمه ایزو ګټو ته له تېغه تېر کړل. د افغانستان قهرمان ملت د خپلو مټو او قربانیو په زور وتوانېد د شوروي‌ اشغال ته د پای ټکی کېږدي خو رهبرانو یې د یو پاک او سپېڅلي اسلامي نظام ارمان خاورې کړ. د همدې بنیادي تېروتنې وروسته مونږ جوګه نشو چې آزاد، مستقل او داسې بهرنی سیاست ولرو چې ز...
نور ولوله

نوی سړه جګړه؛ د سوداګریزو لارو احتمالي بدلون

له څه مودې راهیسې په سور سمندرګي کې د یمن انصار الله (حوثیانو) د صهیونستي رژیم څو تجارتي کښتۍ په نښه کړې چې له امله یې په نړیوال تجارت لوی اثر پرېوتی. سور سمندګی د سویز کنال له لارې منځنی ختیځ له مدیترانې بحر سره نښلوي چې اروپايانو لپاره له ټولو لنډه او ارزانه تجارتي لاره جوړوي. همداراز پرون د مالیزیا صدر اعظم انور ابراهیم اعلان وکړ چې د صهیونستي رژیم لخوا راتلونکې ټولې کښتۍ به د مالیزیا په بندرونه د لنګر اچولو اجازه نلري. مالیزیا د مالاکا ستراتیژیک تنګی لري چې د سوېل چیني سمندرګي ټول تجارت سوېل آسیا او عربي سمندګي ته لېږدوي. یادو پېشرفتونو سره به د سمندر له لارې نړیوال تجارت ستونزمن او ګران بیه شي. که حالت همداسې دوام وکړ د توکو او خصوصا د تېلو په قیمت کې...
نور ولوله

د ستراتېژیک تحلیل بنیادي اصول - لومړۍ برخه

نړیوال نظام ته چې د محقق او ارزوونکي په رول کې ځير شئ، د شطرنج لوبې د میدان مثال لري.‌ په دې میدان کې د نړۍ ۱۹۲ هیوادونه (له صهیونستي اپارتاید رژیم پرته) ژوند کوي او ټول په نړیوال سستم کې د خپل قدرت او ځواک د زیاتولو په هڅه کې دي. واړه هیوادونه په خپل شا او خوا کې په ټیټې سطحه د ځواک په لاسته راوړلو بوخت دي، هغوی چې د سیمې په کچه دي، د سیاست دایره یې د سیمې تر پولو پراخه ده، یو شمېر بیا هغه دي چې ایجنډا یې نړیواله ده، د دوی د ستراتیژۍ اډانه هم پراخه ده. یاد ټول هیوادونه په خپل ګاونډ، سیمه او نړۍ کې د ځواک پراخولو په خاطر چې کوم سیاست کوي، بهرنی سیاست یې بولي. دلته د یوې مسئلې روڼتیا مهمه ده چې نړیوال سیاست له ډپلوماسۍ سره فرق لري. بهرنی سیاست Foreign Policy هغه تګلاره، ستراتیژي او مسیر ته ویل ...
نور ولوله

نوی سړه جګړه؛ د سوداګریزو لارو احتمالي بدلون

په نړیوال سستم کې هیوادونو لپاره د تجارت لارې ستراتیژیک اهمیت لري.‌ دا لارې نه دا چې دوی پرې یواځې خپلو توکو ته مارکېټ پیدا کوي او یا خپلې داخلي اړتیاوې پوره کوي، د سیاسي او اقتصادي نفوز لپاره هم کارېږي. همدا وجه ده چې له ډېر پخوا د نړۍ د لویو امپراتوریو جګړې د تجارت په لارو او د دوی تر منځ پر پرتو ستراتیژیکو سیمو واقع شوي. که دتاریخ پاڼو ته ځیر شو د پخوانۍ رومي او پارسي امپراتوریو لویې جګړې چې په سور سمندرګي، یمن، جبشې او د مرکزي آسیا په ترکي قبایلو نښتي، عمده لامل یې د دې سیمو ستراتیژیک اهمیت ؤ. د تزارې روسیې او انګریز تر منځ د کړکېچ سیمې هم له همدې امله متأثرې شوي، لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه هم د همدې ستراتیژیکو لاملونو پایله وه. په لومړی سړه جکړه کې د شوروي او امریکا تر منځ په ک...
نور ولوله

غرب د اسرائیلو په خدمت کې د نرم ځواک ټول وسائل په کار اچولي

غرب د اسرائیلو په خدمت کې د نرم ځواک ټول وسائل په کار اچولي او کوشش کوي چې د فلسطین په روانه مسئله کې صهیونستي رژیم قرباني وښايي. دا هغه رواني تکتیک ؤ چې په ۲۰۰۱ کې افغانستان، ۲۰۰۳ کې عراق او ۲۰۱۱ کې لیبیا کې کامیاب شوی ؤ. دا د دوی پخوانۍ ستراتیژي ده چې د بشر وژلو لپاره لومړی په ذهنیتونو کار کوي، د عوامو ذهن ته خپل روایت ترزیقوي تر څو دې خپل وحشت ته مشروعیت پیدا کړي. تاسي ځیر شئ؛ » د صهیونستی رژیم دفاع وزیر حماس له ځناورو سره تشبیه کړ. » غرب + صهیونستي رژیم د حماس د ماشومانو د قتل درواغجن روایت بار بار تکرار کړ...
نور ولوله

د اقصی طوفان تاریخي عملیات؛‌ راتلونکې ممکنه سیناریوګانې

په دې کې هېڅ شک نشته چې د صهیونستي رژیم په اشغال د حماس دا تاریخي ګوزار د منځني ختیځ په سیمه کې د ستراتیژیک تحول یوه تاریخي کړنه وه چې ښايي تاریخ یې په زرینو کرښو ولیکي. د اقصی طوفان په واقعي مانا د منځني ختیځ سیاسي محاسبې ننګولې دي. د سیمې هیوادونو، اسرائیلي رژیم او لویو نړیوالو قدرتونو چې په خپله محاسبه کې حماس په کوم ډول تحلیل کړی ؤ، غلط ثابت شو. فلسطیني مقاومت به د اقصی له طوفانه وروسته د ستراتیژیکو مفکرینو په تحلیل کې د فلسطین د قضیې یواځینی استازی جهت ګڼل کېږي ځکه د روان طوفان په جوړولو دوی ثابته کړه چې فلسطین په قضیه کې د مسیر واګې د دوی په لاس کې دي. دا چې امریکا او صهیونستي رژیم څومره د فلسطین سلطې (محمود عباس) لپاره کمپاین وکړي، تصمیم د زور په مټ نیول کېږي او د اقصی طوفان وښودله چې د ځواک په ګدۍ څوک ناست دي...
نور ولوله

د حماس باتدبیره ګوزار: امریکا د رڼې ستراتیژۍ په تیارو کې

"اسرائیلو سره زمونږ انډیوالي یواځې اخلاقي‌ دنده نه بلکې ستراتیژیک تړون دی. په منځني ختیځ کې مستقل، باثباته او په رسمیت پېژندل شوی اسرائیل د امریکا ستراتیژیکې ګټې ساتي. زه همېش دا خبره کوم چې که په منځني ختیځ کې اسرائیل نه وای، مونږ باید د خپلو ګټو ساتلو لپاره نوی اسرائیل جوړ کړای وای." پورته خبرې بایډن‌ په ۲۰۱۳م کې هغه مهال کړې وې چې د امریکا معاون رئیس جمهور ؤ. له کومې ورځې چې د حماس نظامي څانګې د غزې له تړانګې د فلسطین په اشغال شوې ځمکه پرتو اسرائیلو حمله کړې، امریکایانو ته ناسته خوند نه ورکوي، د امریکا په سیاسي لیکو کې افرا تفري ده، د بایډن اداره دومره وارخطا ده چې  په لومړۍ هفته کې یې تقریبا هره ورځ د نتن...
نور ولوله

دویمه نکبه او د حماس محاسبه

کال ۲۰۱۷م کې د اسرائیلو د (یهودي کور حزب) مشر بېذالیل سموترېش یوه اوږده مقاله خپره کړه چې پکې یې د فلسطین مقدسې ځمکې لپاره د اسرائیلي صهیونېزم نوی پلان کاږلی ؤ. دې پلان ته ده د پرېکړه کوونکي پلان نوم ورکړی ؤ. دا اوږد سند د بحث بېلا بېل اړخونه لري چې لنډیز یې دلته رانقلوم؛ د سموترېش په فکر یهودان معنوي او عقیدوي مسؤلیت لري چې د منځني ختیځ په زړه کې لوی اسرائیلي دولت جوړ کړي، دا اسرائیل به له نهر څخه تر بحر پورې ځمکنۍ بشپړتیا لري او د فلسطین په نوم کوم بل هیواد به پکې ځای نه لري. سموترېش د اسرائیلو له هغه تندروو ډلو څخه دی چې د اسرائیلو او فلسطین تر منځ په دوه – دولتي حل باور نه لري. دا چې دا پلان څنګه عملي شي، سموترېش کاږي؛ اسرائیل باید لومړی د فلسطین لوېدیځې څنډې ته پام وکړي چې پکې ډېر شمېر فلسط...
نور ولوله

د مالیزیا تجربه؛ ارزښتي مبارزه او اقتصادي پرمختګ

د اسیا سوېل شرقي هیوادونه د غرب له راپورته کېدو وروسته اکثره مستعمرې پاته شوي خو دوی د استعمار د چنګه له خلاصېدو وروسته ډېر ژر ځانونه د نړۍ ستنډرډ ته لوړ کړل. اقتصادي پرمختګ، نسبي آرامي، پېشرفت او پرمختللی ټکنالوژۍ دا هیوادونه ډېر ژر د نړۍ د توجو مرکز وګرځول. مالیزیا هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د دې پرمختګ لویه برخه تشکیلوي. مالیزیا د استعمار په وخت کې لږه موده د جاپان او ډېره موده د انګلیس مستعمره پاته شوې. د مالیزي ټولنې له منځ څخه راټوکېدلي یو ولسي سیاسي جریان UMNO په ۱۹۵۷ میلادي کې د تنکو عبدالرحمن په نوم د یو مالیزیايي‌ مشر په لاس له برېتانوي استعمار څخه آزادي واخستله. دا چې سیاسي او ټولنېزه آزادي او استقلال همېش ملتونه دعروج په طرف بیايي، مالیزیا هم ...
نور ولوله

امریکایانو چې د افغانستان څخه د وتلو په لاره ؤ، ځینو له دې ستراتیژیو هم استفاده وکړه

انګریزانو تصمیم نیولی ؤ چې له مصر څخه خپلې پوځي اډې راټولې کړي. کال ۱۹۵۴م کې د اسرائیلو دفاع وزیر پنهاس لاؤون په پټه د شخصي ملېشو په واسطه د مصر په قاهرې او اسکندریه کې د امریکا او بریتانیې ځینې ستراتیژیکو تآسیساتو باندې حمله وکړه. هدف دا ؤ چې د بریتانیې او مصر تر منځ لبړه پیل شي تر څو انګریز د سویز کنال په څنډو خپلې پوځې اډې وساتي. دغه حمله کوونکي ونیول شول او د اسرائیلو پلان د مصر ناصر لغړ کړ. امریکایانو چې افغانستان کې شکست وخوړ او د وتلو په لاره ؤ، ځینو له دې ستراتیژیو هم استفاده وکړه، د ډېرو بې ګناه افغانانو وینې هلته هم د نیویارک او لندن د امنیت په خاطر توی شوې. په یاد مو دي؟؟ ...
نور ولوله

د شلمې پیړۍ دغه درې لوی انقلابونه د آسیا لویې خاورې ته درسونه او عبرتونه لري

بالشیویکانو چې انقلاب وکړ، لېنن څخه یې پوښتنه وکړه چې د شوروي بهرنی سیاست به څه وي؟ لېنن وویل؛ بهرنی سیاست به بېل ترتیبول غواړي؟ دا به هم کوو؟ لېنن د نړۍ له سره دونې ناخبر ؤ چې بهرنی سیاست یې په جدا برخې نه پېژنده. وروسته سټالېن د لېنن په جوړ کړاي شوي بنیاد داسې سیاست ترتیب کړ چې شوروي د نړۍ دویم لوی قدرت شو. ماویستانو چې انقلاب وکړ، ماؤ زيدونګ د هېڅ چا خبره نه اورېده. غوښتل یې نړۍ داسې شي څنګه چې دی فکر کوي. وروسته ډېنګ شاپنګ د ده په جوړ کړي ټینګ بنیاد داسې بهرنی سیاست ترتیب کړ چې نن د نړۍ دویم قوي‌ قدرت دی. ویت کانګ چې انقلاب وکړ، له نړیوال سیاست څخه دومره نا خبر ؤ چې له ویتنام وروسته یې په کمبوډیا حمله وکړه. غوښتل یې ټوله سوېله شرقي آسیا ونیسي. هو ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک