اصف صافي

No-IMG

اصف صافي

د اصف صافي لیکنی

پاکستان ته د شورای نظار ډلې ورتگ

له بده مرغه، ډاکتر صیب غني او ملګرو يې وروستی مسؤلیت هم ادا نه کړ،  ډاکتر صیب غني  ژمنه کړي وه چې واک به په سوليز ډول انتقال او تر هغو به په کابل کې پاتې وي تر څو د انتقال پروسه په منظم  ډول ترسره شي مفکر غني د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب په څير  د خپلو ناځوانه ملګرو او سلاکارانو له لوري تيرايستل شو،  له هيواد او خپلو پيروانو سره يې په ډير حساس وخت چل او دوکه وکړله د ماشومانو د ګيم  جوړونکي متخصص حمدالله او د شهواني غرايزو د ليوني فضلي سره مازپګر مهال بي له دې چې  خپل ملګري،دوستان،جهادي مشران ، سلاکاران او د ملي مصالحي مشر ډاکتر عبدالله خبر کړي  له هيواد څخه تيښته وکړله، هغه شعار چي تل به يي ويل دا هيواد زما کور او ...
نور ولوله

په افغانستان کي هر واکمن خپل بيرغ درلود

په افغانستان کي هر واکمن خپل بيرغ درلود چي انځورونه يي شتون لري د اميرحبيب الله خان ,امان الله خان نادرخان اوظاهرخان ,داود خان , (تره کي امين),کارمل ,نجيب,استاد رباني او طالبانو  دا وروستنې بيرغ د کرزي  په انتقالي دوره کي د لوي جرګي له لوري تصويب شو             چي د نادرخان او ظاهر خان د وخت  بيرغ دي خو يواځي د توحيد مبارکه کليمه پکي ور زياته شوي ده دطالبانو د اقتدار لا دري ورځي پوره شوي نه دي چي د بيرغ داستان راشروع شو کله چي په قطر هيواد کي د طالبانو دفتر پرانستل شو او د توحيد کليمي لرونکي بيرغ اوچت شو نو کرزي يي هم مخالفت وکړ...
نور ولوله

يو بل لوی اسلام، مسلمان او د افغانانو قاتل جمعه اڅک د الله د عدالت محکمي ته وړاندي شو

  يو بل لوی اسلام، مسلمان او افغان دښمنه جنګي جنايتکار او د افغانانو قاتل هم د الله(ج) د عدالت محکمي ته ور وړاندي شو ،  دمګړۍ به ډير بي ايمانه حزبي ملګري او ناخبره کسان ورته د بښني، مغفرت او جنت ته د ننوتلو دعاګاني په داسي حال کي وليکي، چي خپله همدا جناب د ډيالکټيک ماټرياليزم سرسخت معتقد او پيرو وو ، دين يي د جامعي لپاره زهر ګڼلو،  او د الله(ج) شتون یي خرافات بللو لکه د هيواد پلورونکي نبي عظيمي په څير به ددي هيواد پلورونکي جنازه هم په شاندارو مراسمو د هيواد ساتونکو سرتيرو په اوږو بار او په هغه ځمکه کي خاورو ته  وسپارل شي چي همدوې په بهرنيانو (شورويانو) لا پخوا  پلورلي وه ډگر جنرال ارکانحرب جمعه (اڅک) يادوم وربه شي خبر به شي...
نور ولوله

زاړه يادونه؛ د مور مينه ! د څرخي پله زندان

زاړه يادونه د مور مينه ! د څرخي پله زندان د لومړي بلاک دريم پوړ د ښځينو زندانيانو دهليز  د حوت د مياشتي اوويشتمه نيټه د ژمي سړه شپه ماسخوتن ناوخته   د دهليز په دروازه کي د عسکري سلام د ادا لپاره د بوټونو د پوندو د جنگولو اواز د دهليز ارامه او د سکون ډکه فضا ولړځوله د دهليز د اوسپنيزي دروازي ځنځيرونه وشرنګيدل د خبرو اوازونه تر غوږونو ورسيدل ، د دهليز دننه د ښي اړخ په دريو خونو کي د قلعه جواد د مجددي صاحبانو د کورنۍ مشراني ښځينه او واړه واړه ماشومان ځاي په ځاي شوي وو،  د لومړۍ  ،بيا دوهمې او ورپسي د دريمې کوټي ورونه پرانستل شول ،  د خبرو...
نور ولوله

گرگ زاده گرگ شود گرچي با ادمي بزرگ شود

هرهغه څوک چي په ډياليکتيک ماټرياليزم عقيده ولري تقدم شعور بر ماده يي د ژوند لاره او هاند وي د مارکس او انګلز فسلفه ورته د ژوند لاره وټاکي نودا د (لسو سورتونه) حفظ به يي د کومي عقيدي پايله وي؟ اول یي د خپلي کورنۍ غړي خوندي له حزبي ملګرو څخه په پټه هند ته واستول او بيا همدغه د (يا وطن او يا کفن) شعار ورکوونکي د هوايي ډگر په لور منډه وکړه، خپل ټول حزبي ملگري او خلقيان یي د دوې په قول( داشرارو) د چړو لاندي پريښودل . غوښتل یي چي د بينين سيوان په منځگړتوب د مومندو د خان صاحب  په ملتيا پيښور ته د يو (جهادي گوند) د مشرسره د ليدلو، خبرو، جوړ جاړي او د حکومتي واگو د سپارلو په موخه د خپلو ملګرو څخه په پټه ورشي، خوهغه چي وايي...
نور ولوله

دوستم په سلگونه ټانکونه، الوتکی او ميزايلونه ولې منځنۍ اسيا هېوادونه ته ورکړل؟

نن سبا مجاهدینو ته ستر پیغور دادی چی وسلوال پوځ مو تس نس او وسلی مو په پاکستان وپلورلی کومی وسلی ؟ هغه سوزول شوی او داغمه الوتکی،  ټانکو نه او نظامی عراده جات؟ مجاهد خوارکې خو د هری شاخۍ تاخۍ  اولاد رټلی او ملامتولی شی خو یو معدنی مفعول اوخیاط  نر نشو چی له اکه دوستم څخه وپوښتی  هغه څلور سوه چین روغ او جوړ ټانکونه، هغه لسګونه روغې جنګی الوتکی،  هغه اوراګان او سکاډ میزائیل هغه په سلګونو روغ نظامی عراده جات، هغه په زرګونو میله سپکه او درنه اسلحه  څه شوه ؟ چیرته لاړله؟ چا د منځنۍ اسیا هیوادونو ته واړوله؟ له اکه دوستم څخه پوښتنه کول د ایشچی په څیر ...
نور ولوله

په کابل کي د ختیځو ولسونو د یووالي مشورتي غونډه د څه لپاره؟

ویل کیږی چی تیره شپه شپون صاحب د ګوسفندی ملت ځینو استازیو ته  په خپل کور کی ښه قوی میلمستیا جوړه کړی وه.. د لوی مشرقی غټان غټان یی په دی نوم دعوت کړی چی د حمدالله، اتمر،حیات الله، فضلی،قاضی القضات  اولوی څارنوال سره به د لوی مشرقی او بیا خاصکر د لغمان د ستونزو په اړه  خبری کوي. خو یاد کسان بالکل د دوی غونډی او میلمستیا ته رانغلل.. یوازی د حمدالله محب مشر ورور هلته راغلی وو چی هغه هم کومه رسمی دنده نه لری ایله د ننګرهار غټایټو پکی خبری وکړلی .. د نورستان مشران یی لکه بتان جان جوپ کینولی وو.. کنړی خو هسی هم د حکومت له ذهن او یاد څخه وتلی دی، حاجی ر...
نور ولوله

دا معصومه لورکۍ دچا ده؟

  دولسمشر؟ د لومړي مرستيال؟ ددوهم مرستيال؟ د سنا مشر؟ د ولسي جرګي د مشر؟ د قاضي القضات؟ د لوي څارنوال؟ د کوم وزير؟ د کوم مشير؟ د کوم وکيل؟ دکوم سناتور؟ دکوم والي؟ دکوم حکومتي چارواکي؟ نه نه نه دا ديو جوالي لور ده ديو درزي ,د يو موچي ,د يو دوکاندار هو په ټول کي د.يو کاسب لور د يو غريب ,مظلوم ,بيچاره بي کسه او بي اسري ,وسيلي او واسطي افغان لورکۍ ده ياالله(ج) يا ارحم الرحمين ذاته!  ټول معصوم ماشومان که د هر چاوي پخپل حفظ او امان کي وساته  خوظالم,ج...
نور ولوله

آيا اشرف غني لوگر ته ځي او کوچيانو ته کتابونه ليکي؟

ښاغلی مفکر د (حکومت ناټو  داد) هېواد مشر وایي  که سوله (نه صلحه) راغله  کرزی صاحب به د مزار په لور چکرې وهي  خو  زه سرخاب کې خپل کور ته ځم دروازه ځان پسې بندوم او کوچیانو ته کتابونه لیکم. هههههههههه  ځوانيمرگ سخت ټوقي دي کله خر وني ته خيژوې او کله سرخاب ته د تللو خوبونه په ويښه ويني   دمگړۍ چي د اردو اعلي سر قومندان د توپ ,ټانګ او دري لکيز لښکر په شتون کي تر سنگ نوشتي پوري نشې ورتللی, لګياه دي د ارګ له دننه څخه د خپلو پلارنيو ځمکو عشر طالب جان ته ور استوې, نوهغه وخت چي خلع قدرت اوسې بیا به څنګه تر سرخاب پوري تشریف فرما شې؟ خير د ارگ د لوړو ديوالو ترشا ...
نور ولوله

د اشرف غنی د معين وزارت په اړه؛ مرکز کندز کجاست؟

رییس جمهور غنی: از معین یک وزارت خود پرسیدم مرکز کندز کجاست؟ معین صاحب گفت: کُنر ! رییس جمهور به ادامه ميفرمايند؛ ملامت نیست، از خارج آمده و افغانستان را بلد نیست ياد مي شي يو وار په کاناډا کي د يو افغان  سره دمنټريال ښار د پاسپورت دفتر ته ورغلم، تر څو ورسره په ژباړنه کي مرسته وکړم، په فورمه کي مي ورته اړين معلومات وليکل  ياد تن د ننګرهار ولايت د خيوي ولسوالۍ  اصلي استوګن وو ، هغه کاناډا ته د راتګ په وخت کي د ايمګريشن په پاڼو کي خپل د زيږيدو ځاي د کوز کنړ ولسوالۍ ليکلي وه  (د خيوي ولسوالۍ د ثور له کودتا څخه پخوا د کوز کنړ د ولسوالۍ په نوم ياديدله)...
نور ولوله

هله به خبر شئ چي د تذکرو دفتر ته ورشئ

وړه شانتي يادونه! پښتنو کله هم د برقي تذکرو د ويش له پيل څخه د قومونو د نوم ليکلو غوښتنه نه وه کړي,  د افغان د وياړي نوم په ليکلو یي وياړ کولو دمګړې هم اړينه نه ده چي پښتون قام  دي په څانګو او قبيلو وويشل شي د قومونو د نوم ليکلو په سر خو غوغا د نورو ځينو قومونو په نوم سياسي او قومي مشرانو جوړه کړي وه دا ځکه چي هغوي په برقي تذکرو کي د افغان د نوم ليکلو سره حساسيت ښوده افغان يي يواځي او يواځي پښتون باله دا چي دمګړۍ یي هغه پرونۍغوښتني ( په تذکره کي د خپل قوم يادونه وه) ترسره کيږي  دغه ناري پرون همدي جنابانو وهلي ما افغان نيستيم  ما از خود قوم و هويت د...
نور ولوله

جهاد افغانستان دفاع پاکستان او که جنګ عليه طالبان دفاع نيويارک و واشنگتن

کومه جمله به ډيره درنه وي? جهاد افغانستان دفاع پاکستان اوکه جنګ عليه طالبان دفاع نيويارک و واشنگتن  1-جهاد افغانستان دفاع پاکستان : دا يو واقعيت ځکه وو چي د کمونستانو او روسانو د مظالمو له لاسه کډه شوي افغانان په پاکستان کي مهاجر وو, نو د خپل دين, هيواد او ناموس څخه د دفاع تر څنګ يي خود بخوده له هماغي خاوري څخه دفاع هم کوله چي د دوي ناموس پکي په عزت او وقار خوندي وو او هم د منحوث جنرال لبيد هغه خوب يي له خاورو سره خاوري کړ چي ويلي وو د روسي عسکرو د موزو تلي به په لسمه ورځ د هند په بحر کي وينځل کيږي, نوځکه خو د جهاد...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک