آيا اشرف غني لوگر ته ځي او کوچيانو ته کتابونه ليکي؟
ښاغلی مفکر د (حکومت ناټو داد) هېواد مشر وایي
که سوله (نه صلحه) راغله
کرزی صاحب به د مزار په لور چکرې وهي
خو زه سرخاب کې خپل کور ته ځم دروازه ځان پسې بندوم او کوچیانو ته کتابونه لیکم. هههههههههه
ځوانيمرگ سخت ټوقي دي
کله خر وني ته خيژوې او کله سرخاب ته د تللو خوبونه په ويښه ويني
دمگړۍ چي د اردو اعلي سر قومندان د توپ ,ټانګ او دري لکيز لښکر په شتون کي تر سنگ نوشتي پوري نشې ورتللی,
لګياه دي د ارګ له دننه څخه د خپلو پلارنيو ځمکو عشر طالب جان ته ور استوې,
نوهغه وخت چي خلع قدرت اوسې بیا به څنګه تر سرخاب پوري تشریف فرما شې؟
خير د ارگ د لوړو ديوالو ترشا به کوچيانو ته کتابونه وليکي ,
د اوښې او خرې په اړه به د لاهور د مفتي خاني له زده کړو څخه کارواخلي
هغه دوه مات ګوډ سلاکاران
ازمون به د خپل قلم په زور دنقد په ژبه ياده ليکنه و ازموي
غضنفر به ورته په ليکنو کي د پسرلي ګلونه ډالۍ کړي
ليوال به د ټانک په ميله سپور تر سرخابه ورسره لاره گز و گام کړي
يو نيم تن غوړه مال به ورته د مجددي صاحب د اجرايه شورا د غړو په څير دروغين خوبونه وويني
د علما سوء د شورا دغړو له لوري به د خوب تعبير ورته په نړيواله سطحه د لومړې مفکريت مبارک باد وي
معدني مفعولين به ورته مفته خياطي وکړي ,
خوهسي نه چي خپل د ټانګ د خړولي گولۍ شعري ټولگه ځمونږ د يار ( دانش) صاحب په کتاب خونه کي د څه مطلب اشنا ملګرو په سفارش د چاپ په زيور اراسته کړي.
هسي خو هم د مفکر په عادي ويناو د ډيرو لوستو هيوادوالو سر نه خلاصيږي
نو کوچيان خوراکيان چي د همدي په نوم کوچيو احمدزيو مشرانو
(ډاکترنجيب احمدزې اوډاکترغني احمدزې) له لوري ځپل شوي او د زده کړو څخه محروم کړي شوي دي, څرنګه به د نړۍ د دوهم مفکر د ليکل شوي کتاب د لوستلو جوگه شي
گرچي ځينو کوچيو هيوادوالو دجهاد او هجرت له برکته د ښوونځي له زده کړو
څخه بهرمند شوي همدي ,خو هغوي به کله هم د هيواد پلورونکو په قلم ليکل شوي کتابونه و نه لولې.
راوخړو ګولۍ ورته د ټانک,
وه زما ياره شيرينه
