د اصف صافي لیکنی

شش ونيم صبح؛ شش ونيم شام، کور خود بيناي مردم

د ځوي د واده لپاره يي د مازيګر له څلورو بجو څخه د شپي تر دولسو بجو د گردنه باغ بالا لاره بنده کړي وه, پوليس ,ترافيک ,قطعات خاص او په ټول کي د موجوده نظام ټول امنيتي کارکوونکي د عاليجناب د شخصي خدمتګارانو په څير په سړه هوا کي لاس په نامه اماده باش ولاړ وو, خو کله چي د شش و نيم صبح د شطرنج د لوبي يکتاز پياده (در نقش وزير ) په خبرو راشي نو ځان ته د عمر بن عبدالعزيز ثاني خطاب کوي که د تيري شپي لګښت  په دقيقه توګه وسنجول شي , کيداي شي  لسګونو ميليونو افغانيو څخه بره وي مګر تيره شپه به ډيرو مشرانو او کشرانو هيوادوالو   نهاره ,سړه او سخته تيره کړي وي (خو د شش ونيم  ص...
نور ولوله

د ملت يو بل قاتل د ملت له محاکمې پرته د الله محکمې ته وړاندې شو

يو بل د خبيثي نطفي توليد  او د ملت قاتل  د ملت له محاکمي پرته د الله(ج) محکمي ته  ور وړاندي شو د تره کي د قتاع الطريقه ,اختناقي او وحشي حکومت  د وخت د لغمان والي (1358) کال حضرت ګل ( بارگامې ) ياده وم هغه قاتل چي د خپل قدرت په وخت کي يي په سلګونه مظلوم او بي ګناه لغمانيان نيست اونابود کړل د زيړانيو د کليوالو ډله ايزه وژنه دعليشنګ د درو په کليو او بانډو بي خرته بمبارې دچارباغ ,قرغيو , مندروړ,فرمانخيلو اوعزيزخان کڅ د ډيرو مشرانو او ځوانانو زنداني کول او لادرکه کيدل علينګار دري ته د عزيز (تحريک) اړم  او دهقان په مرسته  د کابل  پوهنتون د ځوانانو د خلقي سازمان د سلګونو تنو محصلينو استونه د ولسي قيام د ځپلو او مجا...
نور ولوله

د ظالمو ارګ ميشتو الوداعيه پارټي

کيداي شي چي نور د ارګ ميشتو د سر زوريو او سرتمبگيو پاي وي د مشرانو جرګي او کشرانو جرګي د غړو او د هغوي د کورنيو د ښځينو،نارينو او ميده کاري غړو سره ارګ مشر تير ماښام دارګ دننه ليدنه وکړله، ښه خوږه ماښامنۍ يي ورته برابره کړي وه، د ارګبکيانو او زورواکو ماشومان یي په ډاليو ولمانځل، د ارګ د ننه د تيري شپي انځورونه ډير څه ويل لري،  خو د ارګ څخه بهر  انځور کي ليدل کيږي چي يو ماشوم د خپل شهيد کړي شوي پلار په بدن  خاوري اړوي يادونه : د تره کي د زور واکۍ په اخرو شيبو کي هم يو ماښام د هغه د عمر د 63 کلنې کليزي په نوم همداسي يوه  انډوخريزه ميله جوړه کړي شوي وه، خو څه لنډه موده وروسته  د ارګ په کوټي باغيچه ...
نور ولوله

هغو ناکسانو ته چي کنځلي او سپک الفاظ استعمالوي

د ټولو ورانيو، وژنو، ويجاړونو تهداب د ثور له کودتاه څخه پيل شوي دي د خلقيانو او پرچميانو نارواو کړنو مجاهدين را وټوکول. د مجاهدينو خپل منځيو جګړو  طالبان را پيدا کړل. د طالبانو سر زوريو او کم تجربه توب د 47 هيوادونو متجاوزينو ته په هيواد د را د ننه کيدلو بهانه په لاس ورکړله خو دا چي تاسو کنځلمار ناکسان  نجيب وطن پرست بولۍ، نو دا راته وواياست هغوی چي د روسانو سره يو ځای په ټانکونو سپاره د حيرتانو په پله را واوښتل هغه به کارمل، نجيب، اناهيتا، ګلابزوی، وطنجار، سروري او مزدوريار نه بلکي مجاهدين  وو. د هيواد تړلي پولي او سرحدونه چا د متجاوزنو په مخ پرانستل؟ ايا ستاسو له نظره هيواد پلورنه، د هيواد پالني او هيواد پرستۍ په معني ده؟...
نور ولوله

دا هم د مظلوم ملت له محاکمي پرته ومړ

هغه ناکس چي د کمونستانو مشر لنين یي د پيامبر په نوم ستايه هغه تن چي اشرف المخلوقات (انسان) یي د داروين د نظري او تيئوری په اساس د شادي له نسل څخه گاڼه هغه ناکس چي: ښه بي ايمانه او بي عمله اسلام پوه وو ښه اسلام دښمنه او افغان دښمنه شاعر وو ښه روس پلوه, افغان کمونيست ليکوال وو ښه هيواد پلورنکي ,هيواد پال وو ښه مرتجع او متزلزل سوسياليست وو ښه پاکستان مخالف , خو ښه پاکستان پلوه خسر وو هغه ناکس چي هم ښه شاعر وو او هم ښه ليکوال خو د مظلوم, بيچاره افغان ولس قاتل هغه ناکس چي تل یي د دين او مذهب سپکاوي کاوه هغه ناکس چي دالله (ج) له ذات اوصفاتو څخه یي انکار کاوه هغه ناکس چي مسلمان...
نور ولوله

یارانو د فيسبوک په پاڼه عجب مخلوق پيداشوي دي

1-- د ديموکراسی په معنا به نه پوهیږی خو د افلاطون,سقراط ,مارکس ,انګلس ,ماؤو او لنين فلسفه به غږوی. 2- -د اودس په فرايضو  او سنتو به خبر نه وي خو  په امام اعظم( رحمه الله) به نقد او نیوکه کوي , 3- -نورو ته به نصحتآ وایي: د قران حکم دي يهود او نصارا په ملګرتيا مه نيسئ خو د(شابز) ځوي به د هر بهرني سر غيږ په روغبړ کوي 4--داحمدخان دشملي په صفت به یي دفيسبوک پاڼه لړلي وي خو چي ګوري نو د احمد خان شمله به د متجاوز بهر نيانو په سرلکه وي 5--دفيسبوک په پاڼه به يي...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک