دا معصومه لورکۍ دچا ده؟
دولسمشر؟
د لومړي مرستيال؟
ددوهم مرستيال؟
د سنا مشر؟
د ولسي جرګي د مشر؟
د قاضي القضات؟
د لوي څارنوال؟
د کوم وزير؟
د کوم مشير؟
د کوم وکيل؟
دکوم سناتور؟
دکوم والي؟
دکوم حکومتي چارواکي؟
نه نه نه
دا ديو جوالي لور ده
ديو درزي ,د يو موچي ,د يو دوکاندار
هو په ټول کي د.يو کاسب لور
د يو غريب ,مظلوم ,بيچاره بي کسه او بي اسري ,وسيلي او واسطي افغان لورکۍ ده
ياالله(ج)
يا ارحم الرحمين ذاته!
ټول معصوم ماشومان که د هر چاوي پخپل حفظ او امان کي وساته
خوظالم,جابر,مستبد,غله ,قطاع الطريق,
معامله ګر,فاسد او هيواد پلورنکو چارواکي د دنيا او اخرت په عذابونو مبتلا او ګرفتار کړه
اي د زمان اومکان مالکه ربه!
ستا ستر دربار ته د عذر او تضرع لاسونه لپه کوم
د مبارکي روژي د اتويشتم پشلمې په برکت ددي مظلومي ماشومي انتقام او بدل د هيواد دغټ خيټو,حرام خورو اومفسدو چارواکو څخه په خپل اذلي قدرت هم په دنيا او هم په مافيها واخله
امين
ثمه امين
يا رب العالمين
