د اشرف غنی د معين وزارت په اړه؛ مرکز کندز کجاست؟
رییس جمهور غنی:
از معین یک وزارت خود پرسیدم مرکز کندز کجاست؟
معین صاحب گفت: کُنر !
رییس جمهور به ادامه ميفرمايند؛
ملامت نیست،
از خارج آمده و افغانستان را بلد نیست
ياد مي شي يو وار په کاناډا کي د يو افغان سره دمنټريال ښار د پاسپورت دفتر ته ورغلم، تر څو ورسره په ژباړنه کي مرسته وکړم، په فورمه کي مي ورته اړين معلومات وليکل ياد تن د ننګرهار ولايت د خيوي ولسوالۍ اصلي استوګن وو ، هغه کاناډا ته د راتګ په وخت کي د ايمګريشن په پاڼو کي خپل د زيږيدو ځاي د کوز کنړ ولسوالۍ ليکلي وه
(د خيوي ولسوالۍ د ثور له کودتا څخه پخوا د کوز کنړ د ولسوالۍ په نوم ياديدله)
د پاسپورت مسؤول کس راته وويل :
مونږ سره په هغه نقشه کي چي د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت له لوري را استول شوي د کوز کنړ په نوم کومه ولسوالۍ شتون نه لري،
ما ورته د ياد کس د کاناډا د دايمي ويزي پاڼه ور وښودله ،خو هغه قناعت ونکړ، موضوع يي د دفتر له مشرې سره شريکه کړله ، د دفتر مشرې سره مي پس له ډير استدلال څخه په اوتاوا کي د افغانستان د سفير جاويد لودين ددفتر او شخصي تليفون شميري ورکړلي تر څو له هغوې څخه کره معلومات ترلاسه کړي،
دسفيرسره یي اړيکه ونيوله او د کوز کنړ د ولسوالۍ پوښتنه يي ځيني وکړله،
جاويد جان ورته په ډير شد او مد تشريح ورکړله
کوز کنړ زمونږ شرقي ولايت دي چي د ننګرهار او نورستان د ولايت سره هم سرحده دي
هيڅکله هم د ننګرهار په ولايت کي د کوز کنړ په نوم کومه ولسوالۍ شتون نلري،
کيداي شي چي د پاسپورت غوښتونکي کوم تروريست عرب ،ايراني او يا پاکستاني وي .
مونږ د داسي مشکوکو کسانو دشتون په اړه کاناډا د هيواد دننه پوره معلومات تر لاسه کړي دي ، او په همدي اړه د کاناډا د خفيه پوليسو له اداري سره په ګډه کار کوو، هيله ده چي تاسو ياد کس دڅيړنو په موخه د منتريال ښار د استخباراتو اداري ته وسپارۍ. ځه په پوره ډاډ تاسو ته ويلي شم چي نوموړې کس افغان نه دي
ريسي ورغبرګه کړله ،
جناب سفير د پاسپورت غوښـتونکي کس سره يو ژباړونکي راغلي ،وايي چي تاسو سره له نژدي پيژني ،
ستاسو د شخصي تليفون شميره همدوي ماته راکړله
هغه وايي چي د خيوي د ولسوالۍ پخوانې نوم کوز کنړ وو
جاويد جان ورته وويل:
ژباړونکي اشتباه کوي کوز کنړ د کنړ د ولايت مرکز دي، لکه دلته په کاناډا کي چي کيوبک هم د ولايت نوم دي او هم د ياد ولايت دمرکز نوم کيبوک دي
ريسي ورته وويل که مزاحمت درته نه وي نو دادي د ژباړونکي سره په دغه اړه خبري وکړۍ، که رښتيا هم ياد کس دروغ ويلي وي نو مونږ به يي په اړه جدي اقدام وکړو، تيلفون غوږۍ يي ماته راکړه
چي مي ورسره خبري شروع کړلي او پوه شو چي ځه څوک يم نو دستي يي را غبرگه کړه
ياره پاچاگله سخت زورور يي نو ،
اول به دي ماته زنګ وهلي وو ، پوي کړي به دي وم چي پاسپورت غوښتونکي کس افغان دي اوهم به مو د يادي ولسوالۍ په اړه معلومات راکړي وو،ځه کله د هيواد د ټولو ولسواليو په اړه پوره معلومات لرم
په کرار کرار مي وپوهاوه ،
کنړ ولايت دي ، چي کنړ خاص ولسوالۍ ور پوري تړاو لري
کوز کنړ ولسوالۍ د خيوي د ولسوالۍ پخوانې نوم دي چي د ثور له کودتا پخوا په تذکرو همداسي ليکل شوي وو.
تاسو خو د بهرنيو چارو د وزارت ديپلومات ياست .اقلا که په کوم مورد کي چي پوره معلومات نه لرۍ نو له مربوطه وزارت څخه معلومات تر لاسه کړۍ ،هسي په هر افغان د پرديو ټاپې مه وهئ
جاويد جان راغبرگه کړله
نوځه څه خبر يم چي کوز کنړ کومه ولسوالۍ وه،
ځه خو د لوګر ولايت اصلي استوګنه يم،
د ځوانۍ وخت مي په مهاجرت کي تيرشوي او د 2002 کال راهيسي هيواد ته ورستون شوي وم
د هيواد په اړ دومره په شد او مد معلومات نه لرم، لکه تاسو
ګيله له چا ؟
