هله به خبر شئ چي د تذکرو دفتر ته ورشئ
وړه شانتي يادونه!
پښتنو کله هم د برقي تذکرو د ويش له پيل څخه د قومونو د نوم ليکلو غوښتنه نه وه کړي,
د افغان د وياړي نوم په ليکلو یي وياړ کولو
دمګړې هم اړينه نه ده چي پښتون قام
دي په څانګو او قبيلو وويشل شي
د قومونو د نوم ليکلو په سر خو غوغا د نورو ځينو قومونو په نوم سياسي او قومي مشرانو جوړه کړي وه
دا ځکه چي هغوي په برقي تذکرو کي د افغان د نوم ليکلو سره حساسيت ښوده
افغان يي يواځي او يواځي پښتون باله
دا چي دمګړۍ یي هغه پرونۍغوښتني ( په تذکره کي د خپل قوم يادونه وه) ترسره کيږي
دغه ناري پرون همدي جنابانو وهلي
ما افغان نيستيم
ما از خود قوم و هويت داريم
نن چي هر قوم ته دا حق ورکول کيږي ترڅو یي په تذکرو کي د هويت د تثبيت لپاره دقوم نوم وليکل شي.
نو ولي د ټلوالو مشرانو ته دبرنالو ضرورت پيښ شو
دا ځکه چي تر پرون پوري يي فکرکاوه له پښتنو پرته نور ټول قومونه يا تاجکان دي او يا هزارې= په خراسان
خبر نه وو چي:
هله به خبر شئ چي د تذکرو دفتر ته ورشئ
دا نوي غوغا فکر کوم چي د صلحي د خبرو په وړاندي يوه نوي ډرامه ده
ارګ ميشتي + ټلواله + پراشوتي ډاکوان
په ګډه غواړي چي د صلحي په وړاندي خنډونه جوړ کړي,
نو ځکه خو يي دا نوي پيلامه رامنځ ته کړله,
ددوي منافع مشترکي دي ,
دا ډله تل د ملت د برحقه غوښتنو په وړاندي متحد او يو لاسي دي
په ظاهر کي د هيوادوالو د تير ايستلو په موخه پخپلو کي سره وران او دښمنان دي,
خو په غلا,غبن,چور او تالان کي سره متحد او دوستان دي
الله(ج) دي دغه خبيثه نطفه نو وچه او له منځه يوسي
(امين ثمۀ امين يا رب العالمين)
