گرگ زاده گرگ شود گرچي با ادمي بزرگ شود
هرهغه څوک چي په ډياليکتيک ماټرياليزم عقيده ولري
تقدم شعور بر ماده يي د ژوند لاره او هاند وي
د مارکس او انګلز فسلفه ورته د ژوند لاره وټاکي
نودا د (لسو سورتونه) حفظ به يي د کومي عقيدي پايله وي؟
اول یي د خپلي کورنۍ غړي خوندي له حزبي ملګرو څخه په پټه هند ته واستول
او بيا همدغه د (يا وطن او يا کفن) شعار ورکوونکي د هوايي ډگر په لور منډه وکړه، خپل ټول حزبي ملگري او خلقيان یي د دوې په قول( داشرارو) د چړو لاندي پريښودل .
غوښتل یي چي د بينين سيوان په منځگړتوب د مومندو د خان صاحب په ملتيا پيښور ته د يو (جهادي گوند) د مشرسره د ليدلو، خبرو، جوړ جاړي او د حکومتي واگو د سپارلو په موخه د خپلو ملګرو څخه په پټه ورشي،
خوهغه چي وايي:
ديوار موش دارد و موش گوش دارد
خبره پټه پاتي نشوه د خواو شا گوندي ملګري یي خبر شول
د خپل لاس تربيه شوي دوستم، عظيمي، قهرمان، نادري او څو نورو مليشو يي مخه ډب کړه،
نوځکه خو د امپرياليزم سرسخت دښمن
**(ميخائيل ډاکترنجيب )د امپرياليزم د مور په دفتر ور دننه شو ترڅو د خپلو ملګرو د قهر او غضب څخه په امن کي پاتي شي،
هلته یي د راتلوونکي ښکلي ژوند په تمه شيبي شميرلي،
نه یی د سرحد جيره خورو نشنليانو پوښتنه کوله اونه یي د شوروي واکدارانو،
هغه د خپل لاس روزل شوي ملګري خو یي حرام نمکه وختل هيچا يي د خلاصون په موخه هڅه ونکړه
خو چي کله طالبانو د ارتجاع او امپرياليزم د مور له دفتر څخه د ورور په گډون را بهر، لومړی یي دواړه مړه او په سهار يي د اريانا په څلور لاري کي وځړول، نو تر هر چا د مخه یي خپل د لاس روزلي نيالګي د پرچم او د وطن گوند غړي د مړو د تماشا په خاطر را ورسيدل،
ټولو په گډه د(هورا) په بدل د نعره تکبير چغي وهلي،
هغه پروني د رعب، دبدبي اوغرور ډک رهبر ورته نن پردي پردي ښکاريده،
هو د ميخائيل نجيب وژنه د محاکمي د حکم څخه پرته ترسره شوه
ډير کسان نن همدا نيوکه لري
خو يو عراقي نژاده شاعر ډير کلونه پخوا همداسي يوه کړنه د شعر په ژبه ډيرپه ښه انداز تشريح کړي ده
عيسي به رهي ديد که يکي کشته فتاد
حيران شد و بگرفت به دندان سرانگشت
گفت اي کشته کي راکشتي تا خود کشته شدي زار
انرا چي کسي کشت ان کس که ترکشت
مونږ په دا څلويښتو کلونو کي د خپل هيواد او د نړۍ د ډيرو جابرو، ظالمواو خود خواه کسانو د ظلمونو د پايلو شاهدان يو چي څنګه یي د خپلو ظلمونه نتيجه تر لاسه کړله خو ملګري او لارويان یي تماشاګر وو
لکه د نجيب خپلو نامردو او بيغيرتو ملګرو چي د ځړول شوي نجيب ننداره کوله،
بياهم هماغه دده په قول(اشرار)
مجاهد مولوي جلال الدين حقاني(رحمه الله)
مجاهد حاجي محمد نعيم کوچي(رحمه الله)
او د احمدزيو د قوم مجاهدو مشرانو یي مړي په پوره عزت تر پکتيا ورساوه،
دا نن چي یي ملګري قبر ته ور روان دي دا قبر د مجاهدينو له برکته شتون لري کنه:
د تره کي، امين، ډاکتر زرغون او د کارمل قبرونه چيرته دي
خو رښتيا هم چي د ميخائيل نجيب يوه ډله دروغين پيروان لکه د(تتۍ ځوي) ډير نمک حرامه، خړسترگي او
چير سترګي انسانان دي
نن له خلقيانو او پرچميانو څخه زياد همدا د ميخائيل ډاکتر نجيب ډله مجاهدينو ته سپکي او سپوري وايي
هغه چي وايي
گرگ زاده گرگ شود گرچي با ادمي بزرگ شود
رښتيا يي ويلي
ميخائيل نجيب به ظالم، جابر او قاتل وو خو دومره سپک خولي، کنځل بول او بي حيثيته نه وو لکه دا دروغجن پيروان یی چي دي،
له ميخائيل نجيب څخه مخکي چرچيسکو او له ميخائيل نجيب څخه راوروسته د قذافي سره همداسي کړني وشوي، صبر او انتظار به کوو چي ځمونږ د هيواد د دغو را پاتي ژونديو ظالمانو اوهيواد پلورنکو سره به کله د حساب او کتاب وخت رارسيږي
ان شاءالله العزيز
