زاړه يادونه؛ د مور مينه ! د څرخي پله زندان
زاړه يادونه
د مور مينه !
د څرخي پله زندان
د لومړي بلاک دريم پوړ
د ښځينو زندانيانو دهليز
د حوت د مياشتي اوويشتمه نيټه
د ژمي سړه شپه
ماسخوتن ناوخته
د دهليز په دروازه کي د عسکري سلام د ادا لپاره د بوټونو د پوندو د جنگولو اواز د دهليز ارامه او د سکون ډکه فضا ولړځوله
د دهليز د اوسپنيزي دروازي ځنځيرونه وشرنګيدل
د خبرو اوازونه تر غوږونو ورسيدل ،
د دهليز دننه د ښي اړخ په دريو خونو کي د قلعه جواد د مجددي صاحبانو د کورنۍ مشراني ښځينه او واړه واړه ماشومان ځاي په ځاي شوي وو،
د لومړۍ ،بيا دوهمې او ورپسي د دريمې کوټي ورونه پرانستل شول ،
د خبرو ،پوښتنو او ګرويزنو لړۍ روانه وه
يو غږ د تل په څيراشنا غږ وو
(د زندان د قومندان سيدعبدالله)غږ
د انتظار شيبي رالنډي شوي
دا دي ځمونږ د کوټي دروازه په کرار کرار ټک ټک شوه،
لوړ دنګ د تورپيکي ،تورو بريتونو لرونکي کس چي توره دريشي اوسپين يخن قاق یي په تن وو خوني ته د راننوتلو اجازه وغوښته
د زندان قومندان سيدعبدالله او يو بل تن چي قلم يي له دوسيي سره پلاس کي لرل د دروازي په خوله کي تم شول،
دا جناب د کورنيو چارو وزير اسلم وطنجار وو ،
د سيد عبدالله څنګ ته ولاړ کس د ځان په هکله زما مور ته په ډير مؤدبانه انداز داسي وويل ،
بي بي صاحب زما نوم غلام رباني د تګاب ولسوالۍ اړوند د سالم اخندزاده ځوي او د جناب مياګل صاحب د گڼدي مربوط، دمګړۍ د ملګري وزيرصاحب داخله د دفتر ريس يم
شاجهان اغا له دي سره چي ځمونږ د پيرځوي ،ځما د اکا ځوي او ځمونږ مشراو د قدر وړ شخصيت دي ،
د مياگل صاحب په ځامنو کي يوازني کس دي چي د واقعي کارګر په توګه يي کلونه کلونه د نغلو ،سروبي او ماهيپر د برق د توليد په بندونو کي په پوره صداقت کار کړي دي
د خلق د ديموکراتيک گوند مشرانو ته زښته زيات ګران او د کابيني د ډيرو مشرانو غړو د مکتب د دوري هم صنفي هم دي .
داچي تاسي ته دومره تکليف رسيدلي زندان ته راوړل شوي هستۍ ،دا نو د صاحب مبارک د مخالفت وجه د موجوده نظام سره ده ،
ملګري وزيرصاحب د ښځينو زندانيانو سره د ليدلو لپاره دلته تشريف راوړ خو د راتللو اصلي دليل يي تاسي سره د څه خبرو شريکول دي
وزير صاحب د غلام رباني څخه دوسيه وغوښتله او په نري ښځينه اواز یي په خبرو شروع وکړله
بي بي صاحبي! دا ځاي ستاسو لپاره نه دي په حقيقت کي ستاسو په ليدلو دلته ځان ملامت بولم ،
خو ستاسو خسر مياگل جان اغا خوشي په خوشي د حزب او دولت سره مخالفت شروع کړ ،
حزب هم لکه د تل په څير هوډمند دي چي د انقلاب مخالفين وځپي
مونږ پوره معلومات لرو او پوهيږو چي مياګل جان اغا صاحب د پلار او نيکونو څخه پښتون ،افغان او د همدي هيواد اصلي بچۍ دي،
د پښتنو مشر پير او مرشد دي ،
نه د کوم بهرني ملک څخه را استول شوي او نه د کوم استعماري او امپرياليستي هيواد جاسوس او اجير دي ،
اوبيا ستاسو خاوند شاجهان اغا زمونږ د بعضو انقلابي ملګرو سره د پغمان د علوم شريعه مدرس همصنفي او هم دوره وو ، پنجشيري صاحب،غوربندي صاحب ،جوزجاني صاحب ،تهذيب ،لايق دوي سره د يو صنف ملګري وو ،
زيري صاحب اوتايو خو کلونه پخوا سره په خيرخانه کي ګاونډيان وۍ
تره کي صاحب او نور څه ملګري به د ژمي په موسم کي سروبي ته درتلل.
ځه خپله هم څو واري ځمونږ د ملګري د سيد عنايت الله پاچاصاحب ، شمشيرخان پيلوټ، اوتړون صاحب سره سروبي ته ستاسو کورته درغلي يم.
اصلي خبره داده، ملګرو فيصله کړي چي تاسو له دواړو لوڼو اوکشر ځوي سره له زندان څخه بهرشۍ ،
مونږ به تاسو ته کور درکړو ،ستاسو امنيت او څارنه به ځمونږ د دولت وظيفه وي
شاجهان اغا هم زمونږ سره رک روغ موجود دي ،دهغي په شان مسلکي کسانوته مونږ ډيرسخت ضرورت لرو
تاسو به ملګري قومندان سبا له دواړو لورګانو او کشر ځوي سره مو چي په دوهم بلاک کي له دواړو مشرانو ورونو سره همدا اوس موجود دي يوځاي له زندان څخه هغه کور ته چي ستاسو لپاره په وزيراکبر خان مينه کي اماده کړي شوي ورانتقال کړي
که تاسو څه ويل غواړۍ نو مهرباني وکړي ووايۍ غلام رباني خان به یی ياداشت واخلي
مور مي ورته وويل ،
وزيرصاحب تاسو خو په رښتيا هم چي په نيکۍ ښه پوهيږي،
زما د خاوند سره مو دوستۍ او ملګرتيا ځمونږ په زنداني کولو ښه ادا کړله،
رښتيا هم ډير نمک شناسه خلقيان وختلۍ
افرين شه ستاسو په پښتو ،افغانيت او دوستۍ ،
تاسو ډيرو ځما د لاس پخ کړي ډوډۍ او کتغ خوړلي،
د ژمي د دريو مياشتو هره جمعي ورځ ستاسو د مشرانو اوکشرانو راتګ سروبي ته زما په ياد دي ،
خوخير يا زما لاسونه سپي څټلي وو او يا به مو کتغ بي مالګي وو ،
د جهاد اعلان صاحب مبارک کړي وو ، سپين بيرغ هغه پورته کړ
هغه خپلو مريدانو په رڼا ورځ په اوږو سپور او له تګاب څخه وويست ،
د هغه د کرامت زور به مو ليدلي وي چي څنګه حکومتي کسان خداي تعالي ړانده او کاڼه کړل،
د سخت بمبار سره چي کور،مدرسه او د وړندو قاريانو خوني مو ورته ونړولي،
د الله هزاربارشکر چي د چا پوزه قدري هم ويني نه شوه
تاسو که هر څومره ورته سپک او بدنومونه ورکړل ،خو هغه ټولو مسلمانانو افغانانو پيژنده چي نه انګريزوو،
نه پاکستاني اوايراني،نه عرب او نه خواجه
په خټه صافي ، اوتګابي وو،
د پلار،نيکه،غور او پرنيکه نه ملا دي
زه لاسيده يم
ستاسو زور په سياسرو ورسيد اول مو د شاهي خاندان ښځي او ماشومان راوستلي وو،بيامو د حضرتانو ښځينه اوماشومان ،
اوموږ هم د وړو لورګانو او ځامنو سره زندان ته راوستلو، تاسوخوځانونه افغانان او پښتانه گڼۍ ،
البته تاسو خلقيان به پښتو او پښتونولي همدي ته وايئ
که زما ځامن راسره له زندان څخه نه خوشي کوۍ نو دومره مهرباني وکړۍ چي دلته يي راسره په يوه کوټه کي واچوۍ چي سل کاله زندان هم وي نو په گډه يي سره تيره وو،
که زه ووتلم نو تاسو ځما دواړه ځلمي ځامن وژنۍ ،
د اولادونو پلار خو مو هسي هم لا پخوا وژلي دي ،
ښه پوهيږم ،نه ماشومه يم اونه واښه خورم
له همدي محبس څخه هره شپه زندانيان ويستل کيږي چي بيایي خپلوان د پايوازۍ په ورځ دلته ورپسي ګرځي
که مونږ وژنۍ هم نو ټول مو يوځاي شهيدان کړئ ،
که په زندان کي مو ساتۍ هم ټول يوځاي کړئ
او که مو خوشي کوۍ هم نو يو ځاي موخوشي کړئ
مانه ځامن مه اخلي ،مه يي رانه بيلوۍ ،
دا ورځ به انشاءالله په تاسو هم راشي، دلته ډير پاچاهان لاړل او راغلل ، نن په ما سبا په تا
له زندان څخه مي مه وباسۍ خو دا ښه راسره وکړۍ چي دري واړه ځامن مي راته راولۍ .
وطنجار وويل ،
ځه به لاندي د دفتر څخه ستاسو پيغام امين صاحب ته ورسوم
او له کوټي څخه ووت
دامي د خور د سترګو ليدلي حال وو چي مونږ دري واړه ورونو ته یی د موراو کشري خور په وړاندي ويلي او ما دلته دمور د ورځي په پار شريک کړل
