په کابل کي د ختیځو ولسونو د یووالي مشورتي غونډه د څه لپاره؟
ویل کیږی چی تیره شپه شپون صاحب د ګوسفندی ملت ځینو استازیو ته په خپل کور کی ښه قوی میلمستیا جوړه کړی وه..
د لوی مشرقی غټان غټان یی په دی نوم دعوت کړی چی د حمدالله، اتمر،حیات الله، فضلی،قاضی القضات اولوی څارنوال سره به د لوی مشرقی او بیا خاصکر د لغمان د ستونزو په اړه خبری کوي.
خو یاد کسان بالکل د دوی غونډی او میلمستیا ته رانغلل..
یوازی د حمدالله محب مشر ورور هلته راغلی وو چی هغه هم کومه رسمی دنده نه لری
ایله د ننګرهار غټایټو پکی خبری وکړلی ..
د نورستان مشران یی لکه بتان جان جوپ کینولی وو..
کنړی خو هسی هم د حکومت له ذهن او یاد څخه وتلی دی،
حاجی روح الله دمګړۍ د ننګرهار استوګن دی چی د فریدون خان په بلنه دعوت شوی وو
د لغمان په میلمنو کی زیفنون توړۍ د ځان په صفت ښه نطق وکړ ..
او جنرال صاحب زمان مموزی چی د لغمان په ستونزو او د لوی ننګرهار په اړه جامع خبری وکړلی نو ننګرهاریو غټانو ته یی چندان خوند ورنکړ
حمزه نورستانی د یادی میلمستیا خواړه ځکه ونه خوړل چی د حرامو پيسو له خرید یی ګڼل
ښاغلی شپون تر پرون پوری عادی او بی تکلفه تجارت پیشه ژوند درلود ..
نه یی چغی وهلی او نه دومره جدی وو
خوچی کله د پارلمان په انګړ دننه شو نو لومړی یی د کور د مخ او شا سرکونه په سیمټی دیوالونو د هغو ګاوڼدیانو پر مخ وتړل چی همدی جناب ته یی رایه ورکړی وه..
او هم یی د خبرو دود د ولسمشر په څیر دچغو نړۍ ته ور دننه شو
که ښه ځیرشو نن سبا د مرکزی حکومت واک اواختیار له نیمایی څخه وربره د ننګرهاریو په واک کی دی لکه:
د امنیت شورا مرستیال او د هیواد کل اختیار حمدالله( محب)
ادره امور او ارګ واکدار (فضلی)
کورنیوچارو وزیرحیات الله( حیات)
سنا مشر (مسلمیارصاحب)
قاضی القضات (علمی صاحب)
لوی څارنوال (کلیم صاحب)
ښځو چارو وزیره (حسینه صافۍ)
د بهرنیو چارو وزیر حنیف( اتمر)
کورنیوچارو ارشدمرستیال صبور(قانع)
ملی امنیت عملیاتی مرستیال خوشحال
ډیر مرستیال وزیران
والیان
ریسان
او ډیری نوری حکومتی بلاګانی ننګرهاری دی ..
خو دا چی د ننګرهار امنیتی وضعیت ورځ تربلی مخ په خرابیدو دی نوعلت یی؟
علت یی هغه یوه ډله وزګارخیل پرونی بی تجربی مدنی فعالان دی چی د والی صاحب د شخصی ګوند د غړیتوب د ترلاسه کولو سره سم د حکومت په لال خان سپاره
ولسوالان ، سلاکاران او امرین شول
نه کاری تجربه لری ،نه ولسی رابطه او ضابطه
بس پهلوان زنده خوش است
