پاکستان ته د شورای نظار ډلې ورتگ
له بده مرغه، ډاکتر صیب غني او ملګرو يې وروستی مسؤلیت هم ادا نه کړ،
ډاکتر صیب غني ژمنه کړي وه چې واک به په سوليز ډول انتقال او تر هغو به په کابل کې پاتې وي تر څو د انتقال پروسه په منظم ډول ترسره شي
مفکر غني د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب په څير د خپلو ناځوانه ملګرو او سلاکارانو له لوري تيرايستل شو،
له هيواد او خپلو پيروانو سره يې په ډير حساس وخت چل او دوکه وکړله
د ماشومانو د ګيم جوړونکي متخصص حمدالله او د شهواني غرايزو د ليوني فضلي سره مازپګر مهال بي له دې چې خپل ملګري،دوستان،جهادي مشران ،
سلاکاران او د ملي مصالحي مشر ډاکتر عبدالله خبر کړي له هيواد څخه تيښته وکړله،
هغه شعار چي تل به يي ويل
دا هيواد زما کور او زما ګور دي
هسي بابيزه او پوچ وخوت
د نورو حکومتي کړنو په څير يي خپل وروستنی مسولیت هم په سمه توګه ترسره نه کړ،
د باټې وهونکي امرالله په سلا او مشوره يي د قدرت د انتقال په لوظ پاڼه د دستخط کولو څخه مخ واړاوه او په پټه له
هيواد څخه په ووت
د مفکر د داسي ناځوانه کړني له وجي د کرزي او عبدالله سفر قطر ته هم وځنډیده، نو ځکه اړينه شوه چي طالب مشران به له قطر څخه د نړیوالو سره په توافق کابل ته راورسيږي، د واک خلا به ډکه، نوی حکومت به رامنځته او د انتقالي حکومت توافق پاڼه به خواب او خيال په سيند لاهو کړي
د هيواد او ملت ساتنه لوی او ستر مسولیت او ذمه واري ده چي لوی زړه او پراخې حوصلې ته اړتيا لري،
خو له بده مرغه، مفکر او ارګ ډلې يې دا وړتیا نه لرله،
هغو لس ګونو زره ځوانانو او مدني فعالانو چې اشرف غني يي مفکر ، د وريښمو د لاري سالار ،نړيوال اقتصاد پوه او د بابا په نوم ستايه ، په دغه تاریخي تېښته د تل لپاره تاریخ او هيوادوالو ته ملامت او سپک شول
د مفکر دا ناځوانه کړنه به د طالبانو د اسلامي نهضت مشرانو ته دا صلاحيت ورکړي چي د مشارکت له حکومت څخه مخ واړوي او د خپل اسلامي امارت له متعهدو ملګرو څخه قوي او په ځان بسيا حکومت جوړ او اعلان کړي
داچي ويل کيږي د علي احمد(جلالي) يا(داودزي) په مشرۍ به د شپږو مياشتو لپاره مؤقت حکومت جوړ ترڅو ټاکنو ته لار هواره کړي ،هسي اوبو ته د خوب ويل شول ،
دا هم د يادوني وړ بولم چي د کرزي ،مفکر او جلالي توپير به په څه کي وي ،
کرزي د امريکايي نظاميانو په بدرګه او زور د حکومت واګي پلاس کي اخيستي وي ،
مفکر هم د امريکا له لوري په افغانانو تپل شوي وو او جلالي هم تيره ورځ دڅلور زرو امريکايي نظاميانو په اوږو سپور راوستول شو،
کيداي شي چي پاکستان ته تللي د شوراي نظار د ډلي غړي، دوستم او عطا د تير په څير يو ځل بيا د کولاب په لوري د اشرف غني او د هغه سره د تللو اردليانو په ډله کي يو ځاي او د ځينو نړيوالو استخباراتي کړيو په مرسته په دي بهانه چي مفکراستعفا نده ورکړي بلکي په جبري توګه له واک څخه ايسته شوي د جلا وطن حکومت په نوم يوه نوي لوبه شروع او د پنجشير د دري د دنګو غرونو له منځ څخه د احمد مسعود او امرالله صالح په لمسونه د اسلامي امارت لپاره نوي ستونزي را وټوکوي،
دا ځکه چي د نجراب د سولانک کوتل شمال لورته دپنجشير دغرونو په لوړه څوکه د (سولانک )په نوم د امريکايانو له لوري د نړيوالو له نظر څخه په پټه د رغول شوي نظامي هډي دننه په لسګونه د سکاډ، اوراګان او لونا ميزائل، لسګونه محاربوي ماشينونه،چين لرونکو ټانګونه اوڅو وزره هليکوپتر الوتکي شتون لري،
او هم د دفاع د وزير په توګه د بسم الله (محمدي )د ګمارني را وروسته سلګونه نظامي لارۍ د مهماتو او اسلحو څخه ډکي د څو اونيو راهيسي د شپي له لوري د کابل ولايت د اړوندو نظامي مرکزونو او لوا ګانو څخه د پنجشير دري ته وړل شوي دي ،
داچي تر دمګړې د پنجشير دره د تير ځل په څير لا هم د اسلامي امارت د مجاهدينو له لوري نه ده نيول شوي هيوادوالو ته پوښتني راټوکوي
اوهم د باميانو ولايت په پخواني حال ساتل داسي جوته وي چي د امريکايانو، ايرانيانو، روسانو، ترکانو او د منځنۍ اسيا د هيوادونو له لوري د اسلامي امارت او د چين د هيواد په وړاندي د کومي توطيي د جوړولو په پروژي کار روان وي
هيله ده چي د اسلامي امارت مشران په پوره احتياط د نظام په جوړښت کي د هيواد د مختلفو پرګنو پوهو او زړه سواندو مشرانو ته بلنه او حق ورکړي تر څو د پائيدارۍ او باثباتۍ په چوکاټ کي مضبوط اوپه ځان بسيا نظام جوړونه شونی شي
حالات مو د زړ سوي دي خو زړسوی په چا کې نشته
بشر بشر ته ګوري له بشر نه وینې څاڅي
ګلاب په وینو رنګ دی او بورا له غمه ژاړې
شبنم له اوښکو ډک دی له سحر نه ویني څاڅي
