No-IMG

دوستم په سلگونه ټانکونه، الوتکی او ميزايلونه ولې منځنۍ اسيا هېوادونه ته ورکړل؟

نن سبا مجاهدینو ته ستر پیغور دادی چی وسلوال پوځ مو تس نس او وسلی مو په پاکستان وپلورلی

کومی وسلی ؟

هغه سوزول شوی او داغمه الوتکی،

 ټانکو نه او نظامی عراده جات؟

مجاهد خوارکې خو د هری شاخۍ تاخۍ  اولاد رټلی او ملامتولی شی

خو یو معدنی مفعول اوخیاط  نر نشو چی له اکه دوستم څخه وپوښتی

 هغه څلور سوه چین روغ او جوړ ټانکونه،

هغه لسګونه روغې جنګی الوتکی،

 هغه اوراګان او سکاډ میزائیل

هغه په سلګونو روغ نظامی عراده جات،

هغه په زرګونو میله سپکه او درنه اسلحه

 څه شوه ؟

چیرته لاړله؟

چا د منځنۍ اسیا هیوادونو ته واړوله؟

له اکه دوستم څخه پوښتنه کول

د ایشچی په څیر پایلی لری

ریښتینې مجاهد خو د چا سیغې نه

 (پس او پیش) کوی

نو ځکه خو د ښکنځلو د باران لاندی دی

د عجایبو وطن دی!

 

دلته یوه ډله منافقین د زاړه او کباړ شوي ټانګونو په غم اوښکي تویوي خو د هغه میلیونونو افغانانو په اړه بیا ګونګه خوله دي کوم چې د همدې ټانګونو او طیارو په ړندو بمباریو کې شهیدان شوي او معیوب شوي دي ..

دغه سپین سترګي غلامان ملت ته دا نه په ډاګه وي چې

دلته د جګړې بنسټ چا کیښود، او دې خاورې ته چا پردي اشغالګر راوستل او دلته یې ورباندې د افغانانو مالونه او ناموسونه پایمال کړل ...

دوی پدې ښه پوهیږي چې په ګران هیواد کې د روانو ناخوالو، غمیزو او بدبختیو لامل اشغالګر او ددوی ګوډاګیان دي خو په ډیره سپین سترګۍ سره د اصلي موضوع څخه فرار کوي او اکثره وخت د موضوع په فروعیاتو ډولونه وهي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک