د عبد الله وردک لیکنی
د ښه زوی ځینې ځانګړتیاوې
د ټولو ګرانو زامنو څخه په ډېره عاجزۍ او درناوۍ هیله کوم چې دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي. که چېرې په دغه لیکنه کې ځینې ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو د هغه په تطبیق کې باید عملی ګامونه پورته کړي.
د یادولو وړ ده، چې دغه لاندې نقطې زه د خپلې ۶۷ کلنۍ عملي تجربې څخه تاسې ته په ډېر صداقت او امانتدارۍ وړاندې کوم. همدارنګه، زه غواړم چې دغه ټکي ته هم اشاره وکړم چې زه الحمدلله د خپل ګران پلار او ګرانې مور په ژوند کې د دوی د پاکې مینې او شفقت څخه برخمن زوی وم، او الحمدلله په اوسني وخت کې د نېکو او صالحه زامنو، لورانو او لمسیو څښتن یم.
تر ټولو لومړی دغه مهم او اصلي ټکی باید ټولو زامنو ته د لمر په شان څرګند وي چې د...
نور ولوله
د ښه پلار ځینې ځانګړتیاوې!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ډېرخوشحاله یم چې الحمدلله یو ځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د ټولو محترمو لوستونکو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم چې دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي، او که چېرې په دغه لیکنه کې کوم ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو هغه د بیا په عمل کې پیاده کړي.
تر ټولو لومړی باید دغه مهم او اصل ټکی ټولو لوستونکو ته په شه توګه معلوم وي چې هر نېک عمل باید یوازې او یوازې د الله(ج) د رضاء د لاسته راوړلو په خاطر وي، او بس.
د یادولو وړ ده، چې الحمدلله زما عمر له ۶۷ کالو څخه تېر شوی، او زه غواړم چې د خپلې تجربې په نظر کې نیولو سره تاسې ته په ډېر صداقت او امانتدارۍ دغه لاندې ټکي وړاندې کړم...
نور ولوله
خپل حال وایه !
زه غواړم د اصل مطلب څخه مخکې یوه ریښتنۍ کیسه درته وړاندې کړم. کیسه په لاندي ډول سره وه:
په ۱۹۸۷ مېلادی کال کې د پېښور د پوهنتون یو استاد دلته انګلستان ته د PhD د پاره راغلی و، او ما هم په همغه کال خپلې PhD ته شروع کړې وه. زما سره زما اولادونه هم وو، او زما ملګری یوازې و. بعضې وختونه به زما ملګری له ما سره کورته راتللو، او دواړو به وطني کیسې کولې، او د مسافرۍ وخت به مو په خوشحالۍ سره تېراوه. د هغو ۲ خبرې هیڅکله هم زما نه هېرېږي، او هر وخت زما په یاد دي.
هغه ۲ خبرې دادي:
لومړۍ خبره: د هغې یو بل ملګری هم و، چې هغه به هر وخت ده ته ویل چې ولې زما سره کورته نه ځې!؟ زما مېرمن خو له تا ...
نور ولوله
د شاګردانو په هکله ځینې معلومات!
په انګلستان کې د پوهنتون د شاملېدو دپاره، د افغانستان په څېر د کانکور ازموینه نشته. شاګردان، د کالج د نمرو په آساس پوهنتونو ته انتخابیږي. په انګلستان کې کالج دوه کاله ویل کیږي، او پدغه دوه کالونو کې شاګردان، د خپلې خوښې د مسلک په ارتباط مضامین انتخابوي. البته، د هر مسلک دپاره ځانګړي مضامین، او خاصې نمرې پکار دي.
د کالج د دویم کال په شروع کې، شاګردان، د خپلې خوښې او استعداد په نظر کې نیولو سره، مختلفو پوهنتونو ته خپله درخواستي، د خاصې ادارې له لارې چې (UCAS) نومیږي، ورلیږي. شاګردان باید د درخواستۍ فورمې ډکې کړي، او د خپل مسلک د انتخاب دلیل په ښه توګه واضح، او د هغې په هکله شواهد هم وړاندې کړي.
ددغه فورمو یوه مهمه برخه د شاګرد د استادا...
نور ولوله
د ښه افغان ځینې ځانګړتیاوې!
زه غواړم چې د اصل مطلب څخه مخکې یوه خبره ذکر کړم:
یوه ورځ په پوهنتون کې زما څخه یوې ښځینه استادې د افغانستان د حالاتو په هکله پوښتنه وکړه. ما هم هغې ته د افغانستان په هکله حقیقت بیان کړ. هغې په پای کې خپله کیسه داسې راته پیل کړه:
هغې وویل چې هغه ډېره پخواه د ځوانۍ په وخت کې له خپل مېړه سره افغانستان ته د سیاحت د پاره تللې وه. یوه شپه په دوی دواړو، د میوند یا د بکوا په دښته کې ناوخته شوی و، او وروسته دواړو فیصله کړې وه چې شپه به هغلته تېره کړي، او د سهار په رڼا کې به بیا خپل ځای ته ولاړ شي. له دوی سره د مېلې ضروری شیان هم وو. دوی د قطیو د غذا د خوړلو د پاره چراغ لګولی و، چې ګوري د شپې په تیاره کې دوه تکړه په آسونو سپاره افغانان د دوی د ځای سره پیدا شول. دغې...
نور ولوله
د افغان ولسمشر ځینې ځانګړتیاوې!
د یوه ملک، قدر، عزت، پوهه، اهمیت، او پرمختګ، د هغو ملک د ولسمشر، د ټاکنې څخه معلومیږي. یا په بل عبارت، ښه خلک به ښه ولسمشر، او بد خلک به بد ولسمشر، تعین کوي. نو لدې کبله، ښه ولسمشر، د یوه ملک لپاره، ستر نعمت دی.
نو لازمه ده، چې د افغانستان خلک، د ولسمشر، په ټاکلو کې له ډېر احتیاط، او غور څخه کار واخلي، او خپلې امانتې رأیې، د اسلام په رڼا کې، په سمه توګه وکاروي.
یو افغان ولسمشر باید دغه لاندې ځانګړتیاوې ولري:
۱ - افغان ولسمشر، باید په اسلام او وطن مین سړی وي. دا پدې مانا، چې هغه پخپله، د اسلامی نظام سره، د زړه له کومي مینه ولري. د اسلامي نظام په راوستلو، او نافذولو کې، ډېر صادق وي، او د خپل وطن سره هم...
نور ولوله
یو څوک هغه وخت د یوه شي په قدر پوهیږي چې هغه له لاسه ورکړي!
په ریښتیا سره چې یو څوک تر هغه وخته پورې د یوه شي په قدر نه پوهیږي، چې ترڅو هغه یې له لاسه نه وي ورکړی. د مور او پلار په قدر هغه څوک ښه پوهیږي، چې مور او پلار یې له دې فاني نړۍ څخه پخواه سترګې پټې کړې وي. اوس چې هر څومره لاسونه وټکوي، په درد به ونخوري، او کومه ګټه به ونلري.
هغه وروڼه او خویندې، چې تر اوسه پورې دوی د مور او پلار، له ښکلي نعمته محروم نه دي، باید د الله(ج) شکرانه اداء کړي، او شپه او ورځ د خپلې مور او پلار په خدمت کې تېر کړي. کوښښ وکړي چې د دوی د لیدلو زیارت وکړي، او د امکان په صورت کې کوښښ وکړي، چې د دوی خدمت پخپل لاس وکړي. له دوی سره وخت تېر کړي، او کوښښ وکړي چې د دوی زړونو ته لاره پیدا کړي، او د دوی زړونه لاسته راوړي.
اولادونه باید د خپل پل...
نور ولوله
ښکلی سوال او ښکلی ځواب !
په قطر کې یوې افغانې ژورنالستې، په دوحه کې د طالبانو له پخواني ویاند، سهیل شاهین څخه داسې پوښتنه وکړه:
”که تاسې چېرې کابل ته راشی، آیا ماته به بیا دا اجازه راکړی، چې زه له ستاسې سره په کابل کې مصاحبه او خبرې وکړم!؟“
سهیل شاهین، داسې ځواب ورکړ:
”چې ولې نه!؟ پدې شرط چې ته هم اسلامي حجاب مراعات کړې“
زما په اند، دا څومره پرځای سوال، او څومره ګلالی ځواب دی!
هر هغه څوک چې په ریښتیا سره، د اسلام د مقدس دین سره مینه ولري، او خپل ځان مسلمان وګڼي، نو هغوی بیا د زړه له کومي باید کوښښ هم وکړي، چې اسلام...
نور ولوله
د افغانانو خبرې د امریکایانو تر خبرو باید آسانه وي!
الحمدلله، د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې په قطر کې د (سنبلې ۲۲، ۱۳۹۹)، چې د ۲۰۲۰ میلادی کال د سپتمبر له ۱۲ نېټې سره سمون خوري، پرانستل شوې. دا هغه ورځ ده، چې ټول په اسلام او وطن مین افغانان، ددغې ورځې لپاره سترګې په لاره وو. الله(ج) دې، د دوی ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول، او منظور وي. آمین یارب العالمین.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
ددغه لیکنې عنوان، شاید ډېرو افغانانو ته، د منلو وړ نه وي، او دوی تر یوه حده ملامت هم نه دي. ځکه چې دوی په افغانستان کې دومره ناخوالۍ لیدلې دي، چې اوس حتٰی پخپل ځان هم اعتبار نشي کولای!
د یادونې وړ ده، چې زه د خپلې لیکنې د عنوان د تاىٔید په هکله، دوه مهم محوري ټکي، چې هغه اسلامیت، او...
نور ولوله
د ځینو افغانانو قضاوت ته سلام!؟؟
داسې فکر کېده، چې د اشغالګرو ملاتړي، به یو څه وغندل شي. لېکن، اوس داسې معلومیږي، چې کېدای شي، هغوی ته د غوږونو د تاوولو پرځای، مکافات ورکړل شي.
ځینو افغانانو، د وطن د خدمت تر نامه لاندې، ګران افغانستان له خاورو سره برابر کړ. د افغانستان د چور کولو دپاره، ځینو داخلي، او ځینو خارجی غلو، لاسونه سره یو کړل، او د ګران افغانستان، ملی سرمایې یې ټولې لوټې، او چور کړې.
هېره د نه وي، چې په اسلام او وطن مینو افغانانو، هر وخت، او په هرځای کې، خپل وطن ته ډېر په اخلاص او صداقت سره خدمت کړی دی، او الله(ج) دې، دوی ټولو ته، د دوی د نېکو کارونو، او خدمت کولو اجرونه، په دنیا او په آخرت کې ورکړي. آمین یارب العالمین.
د یادولو وړ ده، چې په دغه ت...
نور ولوله
په مناسب وخت کې مناسب اقدام کول!
په مناسب وخت، او مناسب ځای کې، مناسب اقدام، ډېرې دنیوي ستونځې په ښه توګه حل کولای شي. نو لدې کبله، مناسب اقدام، په مناسب وخت، او مناسب ځای کې، باید حتمي او ضروري، په لازمه توګه تر سره شي.
غواړم، د پورتني عنوان د تاىٔید او تصدیق لپاره دغه لاندې مثالونه وړاندې کړم:
۱ – فرض کړئ، چې یو پلار او یا یوه مور، خپلو اولادو ته بې اندازې زیات ناز ورکوي، او دوی دواړه دغه شانته فکر کوي، چې د دوی اولادونه چې کله لوی شي، نو هغه به پخپله ښه شي. یعنې دواړه مور او پلار، په مناسب وخت کې، د خپل اولاد په تربیه کې، سم اقدام نکوي، نو لدې کبله، د دوی اولادونه، خدای مکړه، بې تربیې آموخته کیږي، او بیا هر ډول غمونه، او جګرخونۍ ګټه نکوي....
نور ولوله
سیاسي کارپوهان او د امریکې انتخابات!
نن سبا، د افغاني تلویزیونو په سیاسي بحثونو کې، لږ تر لږه ۳ ډوله سیاسي کارپوهان، تر سترګو کیږي.
لومړی ډله ىٔې، له افغانستان څخه د خارجي قواوو، ژر تر ژره وتل غواړي. دغې ډلې ته د وطن بشپړه آزادي، تر هرڅه د اهمیت وړ ده. دوی غواړي، چې پخپل ملک کې پوره واک او اختیار ولري، او په ټولو برخو کې یې خپل ملک، تر خپل رغنده کنترول لاندې وي.
دغه ډله سیاسي کارپوهان غواړي، چې دغه اوسني حالت ته د پای ټکی کیږدي، او خپل وطنوال، له دغه ستونزو او ناوړه حالت څخه وژغوري.
دغه ډله کارپوهان، په ریښتیا سره غواړي، چې خپل وطنوال له دغه ذلت او غلامۍ څخه خلاص کړي، او د زړه له کومي د دوی د خدمت لپاره، د مناسبې زمینې د برابرولو هیله مند ښکاري...
نور ولوله
