No-IMG

د ښه زوی ځینې ځانګړتیاوې

د ټولو ګرانو زامنو څخه په ډېره عاجزۍ او درناوۍ هیله کوم چې دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي. که چېرې په دغه لیکنه کې ځینې ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو د هغه په تطبیق کې باید عملی ګامونه پورته کړي.

د یادولو وړ ده، چې دغه لاندې نقطې زه د خپلې ۶۷ کلنۍ عملي تجربې څخه تاسې ته په ډېر صداقت او امانتدارۍ وړاندې کوم. همدارنګه، زه غواړم چې دغه ټکي ته هم اشاره وکړم چې زه الحمدلله د خپل ګران پلار او ګرانې مور په ژوند کې د دوی د پاکې مینې او شفقت څخه برخمن زوی وم، او الحمدلله په اوسني وخت کې د نېکو او صالحه زامنو، لورانو او لمسیو څښتن یم.

تر ټولو لومړی دغه مهم او اصلي ټکی باید ټولو زامنو ته د لمر په شان څرګند وي چې د پلرونو او میندو سره ښه رویه کول، کومک کول، او نور ټول ښه او نېک کارونه، باید یوازې او یوازې د الله(ج) د رضاء د حاصلولو په خاطر وي، او بس.

 

زه غواړم چې ګرانو زامنو ته ځینې ټکي په لاندې ډول سره وړاندې کړم:

 

۱- ښه زوی ته باید دغه حقیقت ښه معلوم وي چې د پلار او مور غوښتنې یوازې د اسلام په رڼا کې منل کیږي، او له اسلامي حدودو څخه په هیڅ صورت کې باید تېری ونشي.

که چیرې خدای مکړه، د دوی د پلار او یا د مور غوښتنې، د اسلام سره ټکر ولري، نو هغوی ته باید په ښه نرمه لهجه او حکمت سره د دغه مهم او اصلي ټکي یادآوري وشي، چې د الله(ج) حکم تر بل هر حکم مشروعیت او برتري لري، او دوی ته د دوی د غوښتنو د نه منلو په باره کې، باید پوره وضاحت او قناعت ورکړل شي.

۲- ښه زوی د خپل پلار او مور ډېر قدر او عزت کوي. د هغه خبرو ته په اخلاص، صداقت او غور سره غوږ نیسي. د هغوی نصیحت په ډېر غور او فکر سره اوري، او هغه بیا په خپل ژوند کې عملی کوي.

۳- ښه زوی د خپل پلار او مور سره په ډېره شیرینه، نرمه او خوږه لهجه خبرې کوي، او هیڅکله له دوی سره په لوړه، تونده، او بده لهجه خبرې نکوي.

۴- ښه زوی د بل چا پلار او مور ته هم احترام کوي، او هغوی ته په هیڅ وخت کې کنځاوې او بدې ردې نه وایي. ښه زوی پوهېږي، چې د بل چا پلار او مور ته کنځاوې کول، په حقیقت کې خپل پلار او مور ته کنځاوې کول دي. په بل عبارت که د چا زوی د بل چا پلار او مور ته کنځاوې وکړي، نو هغه بل سړی خو باالمثل کنځاوې دده پلار او مورته هم کوي.

۵- ښه زوی هر وخت د خپل پلار او مور خیریه کارونو ته د امکان په صورت کې، د دوی له مرګه وروسته هم دوام ورکوي. هغه ښه پوهېږي چې اوس همدغه جاریه صدقه د هغه پلار او مور ته په درد خوري، او د هغوی د ثواب وسیله ګرزیدلی شي.

۶- ښه زوی خپل پلار او مور ته، د ځان لپاره د واده کولو وړاندیز او خپله آمادګي، په ښه ترتیب سره اظهار کوي. ښه پلار او مور د زوی په دغه کار ډېر خوښحاله کېږي. یعنې چې زوی پلار او مور ته پخپله ووایي چې ”زه اوس واده کولو ته تیاریم“، نو دغه خبره پخپله واده او د واده نور ټول کارونه ډېر په زړه پورې او آسانه کوي.

۷- ښه زوی د بابا، انا، کاکا، ترورۍ، ماما، او د خپل پلار او مور د نورو خپلوانو سره هم، ښه سلوک او رفتار کوي. د امکان په صورت کې د هغه ټولو سره هر ډول کمک هم کوي. ځینې زامن د خپل پلار، مور، خور او ورور نه بغیر، نور خپلوان نه پېژني.

۸- ښه زوی په ډېر شوق او علاقه په خپل وخت لمنځونه کوي، روژې نیسي، ذکات ورکوي، او د توان په صورت کې حج کوي. د فطر صدقه، قرباني، او نور لازم شیان ډېر په اخلاص سره په ټاکلي وختونو کې تر سره کوي. ځینې زامن په سختۍ د سهار لمانځه ته راپاڅېږي. پلار او مور هغه باید حتمي او ضروري لمانځه ته پاڅوي، او په دغه حصه کې هیڅ نوع ټنبلي د منلو وړ نده.

۹- ښه زوی د خپل پلار او مور د ریښتینو دوستانو سره، هم د دوی په ژوند کې، او هم د دوی له مرګه وروسته ښه چلند کوي. ښه زوی چې کله د پلار او مور ریښتني دوستان وویني، د هغوی په لیدلو سره ډېر خوشحاله کېږي، او په هغوی د خپل پلار او مور مینه ماتوي.

۱۰- ښه زوی خپل پلار او مور ته، د اُف په اندازه هم څه نه وایي. پلار او مور چې کله زاړه شي، نو هغه ډېر ژر په ډېر کم شي هم خفه، او هم خوشحاله کیږي. نو له دوی دواړو سره باید ډېر په احتیاط چلند وشي.

دغه د اُف د کلمې په معنا زوی هغه وخت پوهیږی، چې دی پخپله پلار شي. اما، هغه وخت ډېر ناوخته شوی وي، او پلار او مور یې له دغې فانی نړۍ څخه سترګې د ابد لپاره پټې کړې وي؛ نو ښه زوی ته لازمه ده، چې هیڅکله د خپل پلار او مور په خدمت کې ناغیړي ونکړي، او هغه متل ته چه څه کرې، هغه به رېبې، ډېره پاملرنه وکړي. دغه حقیقت باید زوی ته معلوم شي، چې په ریښتیا سره د اُف ویلو ګوزار، د ټوپک له ګوزار څخه کم ندی، مګر متأسفانه زوی ته، دغه د اُف کلمه دومره سخته نه ښکاره کیږي.

۱۱- ښه زوی خپل پلار او مور په ډېر خواږه او شیرین نامه یادوي. د مثال په توګه، خپل پلار په دغه نامه سره لکه ابه، پلار جانه، کاکا جانه، ابه کاکا، او کاکا شیرین، او داسې نور، او خپلې مور ته لکه مورجانې، ادې، اده کې، او داسې نور د مینې ډک نمونه اخلي.

۱۲- ښه زوی هیڅ وخت د پلار او مور نه مخ کې په لاره نه ځي. ښه زوی هر وخت له پلار او مور څخه یا شاته، یا د دوی تر څنګ روان وي.

۱۳- ښه زوی د خپل پلار او مور نه وړاندې، په ځمکه یا چوکۍ نه کیني، یعنې تر هغو چې د دوی پلار او مور ولاړ وي، دوی هم ولاړ وي، او نه کیني.

۱۴- ښه زوی خپل پلار او مور ته هم د دوی په ژوند، او هم د دوی تر مړینې وروسته د زړه له کومي د مغفرت دعاګانې کوي. داسې نده، چې یوازې پلرونه او میندې به خپلو زامنو ته دعاګانې کوي، او زامن به یې نکوي. نه داسې نده، دواړه طرفه یو د بل د مغفرت او رهنمایۍ دپاره باید دعاګانې وکړي.

۱۵- ښه زوی په هر کار کې د خپل پلار او مور سره مشوره کوي، او پلار او مور په دغه کار له ده څخه ډېر خوشحاله کیږي، او په اکثره کارونو کې پلار او مور ورسره موافقه هم کوي. اما، د پلار او مور سره مشوره کول، د دوی پلار او مور ته بې اندازې خوشحالي او امیدونه ورپه برخه کوي.

۱۶- ښه زوی هر وخت کوښښ کوي، چې په هر مناسب فرصت او موقع کې، خپل مور او پلار ته مناسبې تحفې واخلي. زوی ته باید دا معلومه وي، چې د هغه د پلار او مور کوم شی خوښیږي، او یا کوم شي ته ضرورت لري. ضرور نده، چې تحفې د ډېرو پیسو ارزښت ولري. نه، شرط دادی چې د دوی خوښ او هغو ته ضرورت ولري.

۱۷- ښه زوی د پلار او مور دواړو خدمت په ښه شان کوي، او د دوی په منځ کې فرق نکوي. البته، دا معلومه خبره ده، چې مور تر پلاره یوه اندازه زیات حقونه لري، او پلار باید په دغه خبره خفه نشي.

۱۸- ښه زوی د پلار، مور، ښځې او نورو دوستانو حقونه په ښه ډول پېژني، او هغه په صحیح توګه په عمل کې پیاده کوي. ښه زوی، له واده کولو وروسته هم، د خپل پلار او مور خدمت کوي. ځینې زامن، د واده کولو وروسته باالکل تغیر کوي، او د دوی چلند د خپل پلار او مور سره بدلیږي. ښه زوی باید پوه وي، چې د هرچا حق معلوم دی، او یو د بل حق ونه خوړل شي. یعنې پلار ځانته حق لري، مور ځان ته حق لري، او ښځه ځانته حق لري. ښه ځوی باید ټول د اسلام په رڼا کې خوشحاله وساتي.

۱۹- ښه زوی د خپل غیر مسلمان پلار او مور احترام او خدمت هم، د اسلام په چوکاټ کې په ښه توګه اداء کوي. د هغوی سره ډېره ښه رویه او چلند کوي، او د هغوی ټول حقوق د اسلام په رڼا کې پرځای کوي.

۲۰- ښه زوی باید کوښښ وکړي، چې د خپل پلار او مور سره ډېر وخت تېر کړي، او د دوی د زړه له ارمانونو څخه ځان خبر کړي. د امکان په صورت کې د دوی خدمت په خپل لاس وکړي. هغه زامن چې له اوږدې مسافرۍ څخه وروسته وطن او کلي ته ځي ، هغه باید ډېر وخت د ملګرو په لیدنه، کتنه او بنډارونو تېر نکړي، او کوښښ وکړي چې زیاتره وخت له خپل پلار، مور او د کورنۍ له نورو غړو سره تېر کړي.

۲۱- ښه زوی په خاصه توګه، د خپل پلار او مور د پاره په هره میاشت کې یوه اندازه روپۍ، د کورنۍ د خرڅ څخه علاوه لیږي. په دغه روپیو پلار او مور ډېر خوشحاله کیږي. ډېر خلک دغسې فکر کوي، چې د ټولو روپیو واکدار دوی دي، او دغه کار ته ضرورت نشته، نه داسې نده، او دغه کار دوی ډېر خوشحال ساتي.

۲۲- ښه زوی که چېرې له وطن څخه لرې ژوند کوي، هغه باید هر کال د خپل پلار او مور د لیدلو د پاره لاړ شي، ځکه پلار او مور د اولادونو د جدایۍ څخه ډېر رنج وړي. ځینې خلک فکر کوي، چې پلار او مور به په پیسو خوشحاله کړي، نه داسې نده، پلار او مور یوازې په حلالو پیسو نه خوشحاله کیږي، او دوی هروخت د خپل زړه بېله شوې شیرینه ټوټه غواړي، او پلار او مور د خپل اولاد په لیدلو سره ډېر بې اندازې خوشحاله کیږي.

۲۳- ښه زوی د واده کولو په حصه کې د پلار او مور مشورو ته ښه غوږ نیسي. واده کول، د دکان د سودا کولو څخه ډېر فرق لري. پلار او مور باید ډېر په صداقت او اخلاص سره د زوی او لور د پاره د واده د پیدا کولو هلې ځلې وکړي. آخره فیصله به د زوی او لور وي، مګر پیداکول به یې د پلار او مور وظیفه وي. پلار او مور باید د خپل زوی، او لور ګټې، تر خپلو ګټو ښې وګڼي.

 

د پام وړ ټکي:

ګران او قدرمن اولادونه، باید پوه شي، چې د دوی په پیدایښت، د دوی پلرونو، او میندو ډېره خوشحالي څرګنده کړېده. دوی باید ښه پوه شي، چې دوی کمکي ماشومان وو، او د دوی پلرونو، او میندو، د دوی د سوکالۍ په خاطر، ډېر تکلیفونه، او زحمتونه ګاللي دي. په خاصه توګه، د دوی میندو، د دوی په ژوند کې ډېرې شپې، بېداره تېرې کړې دي، او د دوی پلرونو، او میندو، د دوی د هر کمک دپاره، خپل ځانونه قرباني کړي دي.

ګران او شیرین اولادونه، باید پوه شي، چې دوی، د اوسني حالت په شان، پیدا شوي نه وو.

نو زه، د خپلو ګرانو او شیرینو اولادونو، او د نورو ټولو خلکو له قدرمنو او شیرینو اولادونو څخه، دا هیله کوم، چې خپل پلار، او مور ته، کوم تکلیف ورنکړي، او کوښښ وکړي، چې د دوی، د اخلاص دعا ترلاسه کړي.

نو که چېرې یې خدمت نشي کولای، نو لږ تر لږه، باید آزار هم ورنکړي.

په پای کې زه د یوه زوی په حیث په ډېر اخلاص او صداقت سره د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او د خپل مرحوم پلار، مرحومې مور، او د نورو خلکو پلرونو او میندو ته، او ټولو مسلمانانو مړو ته، د زړه له کومي د مغفرت دعاکوم، او الله(ج) د هغه ټول د قبر له عذابه او د جهنم له اوره وساتي، او الله(ج) د، دوی ټولو ته جنت الفردوس په نصیب کړي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه زه په ډېره عاجزۍ سره یو ځل بیا د یوه پلار په حیث د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ لاسونه پورته کوم، چې الله(ج) د، زما ټولو اولادونو، او د نورو خلکو اولادونو ته هدایت د نېکۍ وکړي، او الله(ج) د، دوی ته په هرځای، هروخت او هر حالت کې د نېکو کارونو د سرته رسولو، او د بدو کارونو د نه کولو توفیق ورپه برخه کړي، او الله(ج) د زموږه ټولو اولادونه، له موږه سره، په صراط المستقیم برابر لري. آمین یارب العالمین.

هېره د نه وي، چې الحمدلله تر دغې لحظې (۱/۱۰/۲۰۲۰)، زه پخپله له خپلو ګرانو او شیرینو اولادونو څخه د الله(ج) په فضل او مهربانۍ سره ډیر خوشحاله او راضي یم، او زه ډېر په اخلاص، او د زړه له کومي د خپلو اولادونو، او د نورو خلکو د اولادونو، د دین او دنیا د ښه والي او کامیابۍ د پاره دعاګانې کوم. زما اولادونو تر اوسه پورې ماته هیڅ نوع تکلیف ندی راکړی، نو الله(ج) د، دوی هم په دنیا او آخرت کې، د نورو خلکو د اولادونو سره، له ټولو تکلیفونو او زحمتونو څخه وساتي. آمین یارب العالمین.

الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي، او الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان.

زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک