په مناسب وخت کې مناسب اقدام کول!
په مناسب وخت، او مناسب ځای کې، مناسب اقدام، ډېرې دنیوي ستونځې په ښه توګه حل کولای شي. نو لدې کبله، مناسب اقدام، په مناسب وخت، او مناسب ځای کې، باید حتمي او ضروري، په لازمه توګه تر سره شي.
غواړم، د پورتني عنوان د تاىٔید او تصدیق لپاره دغه لاندې مثالونه وړاندې کړم:
۱ – فرض کړئ، چې یو پلار او یا یوه مور، خپلو اولادو ته بې اندازې زیات ناز ورکوي، او دوی دواړه دغه شانته فکر کوي، چې د دوی اولادونه چې کله لوی شي، نو هغه به پخپله ښه شي. یعنې دواړه مور او پلار، په مناسب وخت کې، د خپل اولاد په تربیه کې، سم اقدام نکوي، نو لدې کبله، د دوی اولادونه، خدای مکړه، بې تربیې آموخته کیږي، او بیا هر ډول غمونه، او جګرخونۍ ګټه نکوي.
۲ – فرض کړئ، چې په یوه کورنۍ کې، د وروڼو ترمنځ، په یوه شي جنجال واقع کیږي، او پلار او مور د موقتي آرامۍ په خاطر، دوی ته څه نه وایي، او چې کله دغه وروڼه ښه یو او بل سره ووهي، نو بیا د هغوی پلار او مور مداخله کوي. نو دغه بې وخته اقدام، هېڅ په درد نه خوري. په بل عبارت، که دغه پلار او مور، په لومړي سر کې د حق طرف نیولی وای، او د خپلو زامنو په منځ کې یې، د حق فیصله کړې وای، نو خبره به بیا دومره نه جنجالي کېدله.
۳- که چېرې په کوم مجلس کې، دوه نفره سیاسي بحث کوي، او نور خلک آرام ورته ناست وي، او مشران د دوی په بحث کې ځانونه بې طرفه نیسي، او چې کله بیا خبره جنګ او کنځلو ته ورسیږي، نو بیا مشران اقدام کوي، چې دغه بې وخته اقدام بیا کومه ګټه نشي رسولای، ځکه چې په هغه وخت کې، بیا ژور خفګان د دوی ترمنځ واقع شوی وي. که چېرې، دغه مشرانو، په اول کې د حق طرف نیولی وای، نو هغه به د ټولو په ګټه وای، او تجاوزکار به هم پوه شوی وای، او کېدای شوای، چې دغه تجاوزکار خپلې اشتباه ته متوجې شوی وای.
۴ – که چېرې، په یوه ټولنه کې، د هغه مشران د ملانصرالدین په شان ټولو ته حق په جانب وایي، او غواړي، چې څوک له خپله ځانه خفه نکړي، نو دغه ډول مشران ډېره غټه اشتباه کوي، او د دوی دغه ډول رویه، دغه ټولنه، د بربادۍ لورته بیایي، چې باید دغسې ونشي. مشران باید، په مناسب وخت کې، قاطع او عادلانه اقدام، ترسره کړي، او پرېنږدي، چې وضعه د بحران خواته لاړه شي.
۵ – فرض کړئ، چې په یوه کور کې نګورانې، یو له بل سره جنجال کوي، او د هغوی خسر او خواښیې ته حقیقت ښه معلوم وي، او هغه د خپلې موقتي آرامۍ په خاطر، د هغو په جنجال سترګې پټوي، نو دغه شانته خسر او خواښیې باید پوه شي، چې دوی سم کار نکوي، او دغه شانته کور باید یوې بربادۍ ته سترګو په لاره وي. اما، که دغه خسر او خواښیې، د حق طرف ونیسي، نو کېدای شي، چې دغه موقتي خفګان، پدغه کور کې، یوه دایمي خوشحالي منځ ته راوړي.
۶ - فرض کړئ، چې په مجازي صفحو کې دوه نفره، د یو او بل په مقابل کې ښې ګډې وډې وایي، او د صفحې نور غړي، ښه پوهیږي، چې حقیقت څه دی، او دوی ځانونه غلي نیولي وي. کله چې دغه دوه نفره، یو او بل ښه سره توهین کړي، نو بیا د صفحې ځینې غړي، مداخله وکړي، او مداخله یې هم داسې وي، چې بیا هم ملامت، او سلامت، له ورایه نه معلوموي. که چېرې، د صفحې غړي، خپل اسلامي، او افغاني، مسىٔولیت په مناسب وخت کې پرځای کړي، او د حق طرفداري وکړي، نو کېدای شي، دغه بحث، دومره جنجالي نشي، او کېدای شي، چې دغه نفر، خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه شي، او قناعت وکړي.
۷ – فرض کړئ، دوه ملګري د یوه شي په خاطر، یو له بل سره خفه وي، او یو درېیم سړی، راپورته شي، چې د دوی په منځ کې روغه او جوړه وکړي، او د دوی د خفګان اصلي علت معلوم نکړي، نو دغه شانته روغې او جوړې ته، اصلي روغه او جوړه، نه ویل کیږي، او ډېر امکان شته، چې دغه خفګان په راتلونکي وخت کې، بیا راپورته شي. نو مشرانو ته لازمه ده، چې اول د دوی د خفګان اصلي علت پیدا کړي، او بیا هغه اصلاح کړي. د مثال په توګه، یو سړی یوه مرداري، د خاورو پذریعه، په یوه عامه لار کې پټوي، او هغه خوشحاله هم وي، چې د مردارۍ په سر یې خاورې وپاشلې، او هغه یې پټه کړه. اما هغه خبر ندی، چې که بل سړی په همغه مردارۍ، خپله پښه کیږدي، نو کېدای شي، چې د دغه سړي بوټان، او کالي هم پدغه موقتي پټه شوې مردارۍ، ککړ او بې نمازه شي. نو د ښه نفر دپاره لازمه ده، چې مرداري په دایمي ډول، د لارې څخه لیرې کړي.
۸ – که چېرې، د افغانستان خلکو، په مناسب وخت کې، مناسب او نېک اقدام کړی وای، نو کېدای شوای، چې په افغانستان کې به دومره ستونځې منځ ته نه وې راغلې. اما، متأسفانه، د افغانستان خلکو، ټولو په یوه آواز سره، د ظلم او اشغال په مقابل کې یوځای، په یوه وخت کې اقدام ونکړ، چې په نتیجه کې یې ټول ملک دربدر او خاورې په سر شو.
که ټولو افغانانو، ښو ته ښه، او بدو ته بد ویلي وای، او ټولو خپل ظالمان او خاینان مهار کړي وای، نو بیا به ټول پدغه اور کې ګډ نه سوځېدل.
دپام وړ ټکي:
هغه ټولنه به ډېره نېکمرغه او کامیابه وي، چې عادل، پوه، له انصافه ډک، او قاطع مشران ولري، چې هغوی په سختو حالتونو کې ښه په وخت ګټور اقدام وکړي، او خپله ټولنه، له بربادۍ څخه وژغوري.
هغه مشران چې د ښه او بد توپیر نشي کولای، او هر کس او ناکس ته په یوه سترګه ګوري، هغوی په حقیقت کې مشران نه، بلکې ټیکه داران دي، چې شپه او ورځ، بل کار نلري، او خپل ملک او خلک د بدبختۍ لوري ته کښوي.
په پای کې دعا کوم، چې الله(ج) د، ددغه وطن، په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې سره یو موټی کړي، تر څو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه، خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي. آمين یارب العالمین.
زه یوځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي. آمين یارب العالمین.
همدارنګه، الله(ج) ته د دعا دپاره یو ځل بیا لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، دغه د کورونا، د وایرس ناورین، پخپل رحمت سره له ټولې نړۍ ورک کړي. آمین یارب العالمین.
تر بلې لیکنې، تاسې ټول په لوی او
مهربان الله(ج) سپارم.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com
