No-IMG

د افغان ولسمشر ځینې ځانګړتیاوې!

د یوه ملک، قدر، عزت، پوهه، اهمیت، او پرمختګ، د هغو ملک د ولسمشر، د ټاکنې څخه معلومیږي. یا په بل عبارت، ښه خلک به ښه ولسمشر، او بد خلک به بد ولسمشر، تعین کوي. نو لدې کبله، ښه ولسمشر، د یوه ملک لپاره، ستر نعمت دی.

نو لازمه ده، چې د افغانستان خلک، د ولسمشر، په ټاکلو کې له ډېر احتیاط، او غور څخه کار واخلي، او خپلې امانتې رأیې، د اسلام په رڼا کې، په سمه توګه وکاروي.

یو افغان ولسمشر باید دغه لاندې ځانګړتیاوې ولري:

۱ - افغان ولسمشر، باید په اسلام او وطن مین سړی وي. دا پدې مانا، چې هغه پخپله، د اسلامی نظام سره، د زړه له کومي مینه ولري. د اسلامي نظام په راوستلو، او نافذولو کې، ډېر صادق وي، او د خپل وطن سره هم، د زړه له کومي مینه ولري. هېڅکله یې، د اسلام او خپل وطن سره خیانت نه وي کړی، او نه یې وکړي. هغه څه چې په خوله وایي، په هغو کلک ایمان ولري، او هغه په عمل کې، هم پیاده کړي.

۲ - افغان ولسمشر، هېڅکله دروغ ونه وایي، او هم خپلو افغانانو ته د دروغو وعدې ورنکړي. ځینې ولسمشران، د ټاکنو په وخت کې خپلو خلکو ته، حق او ناحق، وعدې ورکوي، او چې کله د کامیابۍ پړاو ته ورسیږي، نو بیا هغه ټولې کړې وعدې، تر پښو لاندې کړي. چې البته، دا یو ډېر بد کار دی، او باید هېڅکله تر سره نشي.

۳ - افغان ولسمشر، باید په ټول ملک کې د امنیت راوستلو دپاره، رغنده هلې ځلې، او عملي ګامونه پورته کړي. که چېرې په یوه ملک کې امنیت نه وي، نو بیا په هغه ملک کې هېڅ شی، په سمه توګه، سر ته نشي رسېدلای.

۴ - افغان ولسمشر، باید د ارګ، او د خلکو ترمنځ واټن له منځه یوسي. دا پدې مانا، چې ولسمشر، باید هر وخت د خپلو خلکو له احوال څخه په ریښتیني ډول خبر وي، او عام خلک وکولای شي، چې د ضرورت په وخت کې خپلې ستونزې، تر هغه پورې په آسانۍ سره ور ورسوي.

۵ - افغان ولسمشر، باید ښه تکړه او پوه، نظامي، او ملکي کدرونه، په هر مسلک کې وروزي. ښه په اسلام او وطن مین کدرونه تربیه کړي، چې تر څو وکولای شي، چې هر وخت د ملک له ملي ګټو څخه په مېړانه دفاع وکولای شي.

۶ - افغان ولسمشر، باید ډېر پوه، او تجربه کاره سړی وي. تجربه لرل، ډېره ضرور ده، او یو ولسمشر، باید د منطقې، او نړۍ له سیاست سره ښه بلد وي، چې تر څو وکولای شي، د خپل ملک ګټې په ښه توګه په هرځای کې خوندي وساتي.

۷ - افغان ولسمشر، باید هر وخت، ملي ګټې، تر شخصي ګټو، پورته وګڼي. په هر کار کې ملي ګټو ته برتري ورکړي. د ملي ګټو د ساتلو په هکله، ښه رغنده پالیسي ولري، او په هېڅ حالت کې، د ملي ګټو په سر، له هېچا سره معامله ونکړي.

۸ - افغان ولسمشر، باید عادل، او قاطع سړی وي. ډارن ولسمشر، هېڅکله هم، د خلکو درد نشي دوا کولای، او هېڅکله هم، قاطع تصمیم نشي نیولای.

۹ - افغان ولسمشر، باید ډېر باانصافه سړی وي. بې انصافي، د یوه ملک په وګړو کې، نا امیدي پیدا کوي، او کله چې ناامیدي، پیدا شوه، نو بیا، ډېرې ستونزې ورڅخه پیدا کیږي.

۱۰ - افغان ولسمشر، باید کار، اهل د کار ته وسپاري. بې انصافي، او بې عدالتي، ډېرې عقدې پیدا کوي، او کله چې عقدې پیدا شي، نو کار بیا خراب شي.

۱۱ - افغان ولسمشر، باید قانون، پخپل ځان، او په ټولو افغانانو یوشانته، تطبیق کړي. هېڅا ته اجازه ورنکړای شي، چې خپل ځان، د قانون څخه لوړ وګڼي. کله چې د حکومت لوړپوړي چارواکي، له قانونه، سرغړونه کوي، نو بیا د قانون تطبیق کول، په نورو خلکو دومره آسانه کار نه دی.

۱۲ - افغان ولسمشر، باید د قدرت ټولې یاغي جزیرې، ختمې کړي. یو قوي مرکزي حکومت جوړ کړي، او هېڅوک هم د مرکزي حکومت له امرونو څخه سرغړونه ونکړي. هېڅوک هم باید، مرکزي حکومت ته ګوت څنډنه، ونکړای شي.

۱۳ - افغان ولسمشر، باید د ملک په هکله، هېڅ نوعه خیانت نه وي سرته رسولی. په هېڅ نوعه اشغال کې یې برخه نه وي اخستې، او نه یې له اشغالګرو، سره مرسته کړې وي. د خپل وطن له بشپړې آزادۍ سره، د زړه له کومي مینه ولري.

۱۴ - افغان ولسمشر، باید ټول اداري فساد، له منځه یوسي. د رشوت، او غصب په مقابل کې جدی اقدام وکړي. پوره اداري نظم قایم کړي، او د فساد ټولې سرچینې، وچې کړي.

۱۵ - افغان ولسمشر، باید د نړۍ په سیاسي ډګر کې ښه وځلیږي. ښې رغنده خبرې وکولای شي، او په نړیواله توګه، د خپل ملک څخه په ښه توګه نمایندګي وکولای شي.

۱۶ - افغان ولسمشر، باید ټولو افغاني پرګنو ته، د قدر په سترګه وګوري، او د خپل ملک د وګړو سره د مور او میرې چلند ونکړي، او د وطن ټولو پرګنو ته، خدمت وکړي. داسې نه وي، چې په ځینو ولایتونو کې، هر ډول آسانتیاوې موجودې وي، او په ځینو ولایتونو کې، بیا هېڅ کار نه وي شوی.

۱۷ - افغان ولسمشر، باید د ګاونډیانو، او د نړیوالې ټولنې سره، متقابل، ښه سلوک ولري. هغه باید د بل ملک په چارو کې لاسوهنه ونکړي، او نه نورو ملکونو ته اجازه ورکړي، چې هغوی د زمونږه د ملک په چارو کې لاسوهنه وکړي. د ملک له خاورې، په ډېره مېړانه، دفاع وکولای شي.

۱۸ - افغان ولسمشر، باید د ښځو حقونه، لکه چې په اسلام کې هغوی ته ورکړل شویدي، هغه باید ورکړي. هېره د نه وي، چې هغه حقونه چې، په اسلام کې ښځو ته ورکړل شویدي، هغه په بل هېڅ قانون کې ندي ورکړل شوي.

۱۹ - افغان ولسمشر، باید د مدرسې، او پوهنتون ترمنځ، فاصله له منځه، یوسي. دا پدې مانا، چې په مدرسو کې ساینسي مضمونونه، او په پوهنتونو کې، اسلامي مضامین علاوه شي. یا په بل عبارت، ښه تکړه، مسلمان ډاکتران، انجینران، قانون پوهان، او تکړه دیني عالمان وروزل شي.

۲۰ - افغان ولسمشر، باید، واک په سوله ایز ډول، بل منتخب ولسمشر ته، وسپاري، او په یوه او بله بهانه، خپل واک ونه غځوي.

۲۱ - افغان ولسمشر، باید ډېر باناموسه، او د عالي شخصیت خاوند وي. دا پدې خاطر، چې افغان ولسمشر، ټولو افغانانو ته، باید د معنوي پلار حیثیت ولري. هغه باید هېڅ نوعه اخلاقي، نیمګړتیاوې ونلري.

۲۲ - افغان ولسمشر، باید په اسلام او وطن مین، مرستیالان ولري، او دا ځکه، چې خدای مکړه، د ولسمشر، د مړینې په وخت کې، به هغه اتومات، د ولسمشرۍ دنده، تر لاسه کوي. نو یو ښه افغان ولسمشر، باید ډېر ښه مرستیالان هم ولري. یو افغان ولسمشر، د هغو د مرستیالانو څخه، ښه پېژندل کېدلای شي.

۲۳ - افغان ولسمشر، باید د خپلو خلکو له منځه را پورته شوی وي. هغه د خپلو خلکو په شان، ژوند ولري. داسې نه، چې هغه شاهانه ژوند ولري، او د ملک خلک یې، په کوڅو کې، د نورو په پاتې شونو کې، خپله غذا لټوي. همدارنګه، هغه د خپل ملک د وګړو په شان لباس واغوندي.

 

د پام وړ ټکي:

یو افغان ولسمشر، باید د خپلو شعارونو او وعدو، د عملي کولو، کلک نیت هم ولري. داسې نه، چې یوازې، د خلکو رأیو ته یې سترګې پټې کړې وي، او چې کله، خپل هدف ته ورسیږي، نو بیا خپلو ټولو اسلامي او ملي وعدو، او ګټو ته شا کړي، او یوازې د خپلو شخصي ګټو په فکر کي وي.

د یادولو وړ ده، چي افغانان، له خپل افغان ولسمشر څخه دا غوښتنه لري، چې د ملک منل شوي قانون ته به احترام لري، او هغه به، په خپل ځان، او نورو خلکو یو شانته عملي کوي، او داسي ونشي، چې پخپله ولسمشر، د هغه ملګري، او لوړ پوړي چارواکي، بیا تر ټولو د مخه، د قانون ماتونکي وي.

په اسلام او وطن مین افغانان، نور باید د بې تفاوتۍ له درانه خوبه، راپاڅي، او په ریښتیا سره، یو او بل ته، د ریښتینې ورورګلوۍ، لاسونه ورکړي، او دغه ورانونکي ناورین ته، د پای ټکی کیږدي.

افغانان، باید د ولسمشر په خالي وعدو، ونه غولیږي.

هغه چا چې د دغه مظلوم ملت سره، پدغه تېرو کلونو کې ستره جفاء کړېده، او د دوی ورځنی عادت، وطن او خلکو ته جفاء کول ګرزېدلي وي، نو په هغوی به بیا اعتبار کول، پخپله د دغه ملک سره، ستره جفاء وي.

همدارنګه، الله(ج) به افغانان هم په لوی امتحان کې واچوي، او وبه ګوري، چې دوی د اسلام او وطن په غم کې دي، او یا د چوکیو او خپلو جیبونو په غم کې دي.

په اسلام او وطن مین افغانان، باید د سولې پدغه حساسه مرحله کې سره یو موټی شي، او دوی د هغه افغانانو څخه، په کلکه ملاتړ وکړي، چې هغه اسلام او وطن ته وفادار وي.

په پای کې غواړم، چې خپله ورځنۍ دعا مې یو ځل بیا تکرار کړم، او هغه دا، چې الله(ج) د په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې هغه شانته، سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه، یو ځل بیا، د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج)، لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او د زړه له کومي دعا کوم، چې الله(ج) دې، د افغانانو په مذاکراتو کې، هغه څه فیصله کړي، چې هغه د اسلام په ګټه، او د افغانانو، د دنیا او د آخرت خیر، پکې نغښتی وي. آمین یارب العالمین.

والسلام.

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک