یو څوک هغه وخت د یوه شي په قدر پوهیږي چې هغه له لاسه ورکړي!
په ریښتیا سره چې یو څوک تر هغه وخته پورې د یوه شي په قدر نه پوهیږي، چې ترڅو هغه یې له لاسه نه وي ورکړی. د مور او پلار په قدر هغه څوک ښه پوهیږي، چې مور او پلار یې له دې فاني نړۍ څخه پخواه سترګې پټې کړې وي. اوس چې هر څومره لاسونه وټکوي، په درد به ونخوري، او کومه ګټه به ونلري.
هغه وروڼه او خویندې، چې تر اوسه پورې دوی د مور او پلار، له ښکلي نعمته محروم نه دي، باید د الله(ج) شکرانه اداء کړي، او شپه او ورځ د خپلې مور او پلار په خدمت کې تېر کړي. کوښښ وکړي چې د دوی د لیدلو زیارت وکړي، او د امکان په صورت کې کوښښ وکړي، چې د دوی خدمت پخپل لاس وکړي. له دوی سره وخت تېر کړي، او کوښښ وکړي چې د دوی زړونو ته لاره پیدا کړي، او د دوی زړونه لاسته راوړي.
اولادونه باید د خپل پلار او مور له ارمانونو څخه ځان خبر کړي، او له دوی څخه پوښتنه وکړي، چې دوی په ژوند کې څه ارمان لري، او بیا کوښښ وکړی چې د دوی ارمانونه د امکان په صورت کې، د دوی په ژوند کې عملي کړي.
هغه وروڼه او خویندې چې له خپلو میندو او پلرونو څخه لرې ژوند کوي، هغه باید د امکان په صورت کې د خپل پلار او مور د لیدلو د پاره لږ تر لږه په کال کې یو وار خپل وطن ته ولاړ شي، او هلته دوی له خپلو ملګرو سره په بنډارو خپل وخت تېر نکړي، او کوښښ وکړي چې زیات وخت له خپلو میندو او پلرونو سره تېر کړي. پلرونه او میندې د خپلو اولادو په لیدلو سره ډېر خوشحاله کېږي.
که د چا مور او پلار تر اوسه پورې ژوندي وي، او هغوی یې تر اوسه پورې حج ته نه وي لېږلي، نو د امکان په صورت کې هغوی باید ژر تر ژره حج او عمرې ته بوزي. د مور او پلار د پاره بهترینه ډالۍ حج او عمره ده.
یوه نقطه باید په ډېره واضح توګه ذکر شي، چې باید مونږه او تاسې داسې ونکړو، چې حلال او حرام سره راغونډ کړو، او هغه بیا د خپل پلار او مور د خدمت د پاره پکار واچوو. نه، داسې باید ونشي، او په دغه ترتیب د خپل پلار او مور خدمت کول په حقیقت کې د دوی مقام ته لویه بې احترامي او سپکاوی دی. په هېڅ صورت کې باید حرامې پیسې د خپل پلار او مور په خدمت کې استعمال نشي. دغه نقطه خو باید ټولو ته د لمر په شان واضح وي، چې باید مونږه او تاسې خپله روزي او پیسې د حلالې لارې لاسته راوړو. حرام، نه پخپله وخورو، او نه یې په خپلو اولادونو، او دوستانو وخورو. له حرامو څخه باالکل باید ځانونه پاک وساتو.
ښه مور او ښه پلار، به هېڅکله د اولاد په حرامو پیسو خوشحاله نشي، او که خدای مکړه، د چا په پلار او مور حلال او حرام فرق نکوي، نو بیا په دغه پلار او مور کې یو څه کار شته. د یادولو وړ ده، چې د پلار او مور خدمت باید د اسلام په چوکات کې د ننه اداء شي، او په هېڅ صورت کې د الله(ج) احکام تر پښو لاندې نشي. اولادونه باید په یاد ولري، چې د هغوی مور او پلار په هېڅ صورت کې په دغه نه خوشحاله کېږي، او نه باید خوشحاله شي، چې په هغوی حرام وخوړل شي.
ځینې وروڼه او خویندې، له بانکونو څخه په سود قرضه اخلي، او بیا په هغه خپل پلار او مور حج او یا عمرې ته لېږي، چې دا نو باالکل داسې غلط کار دی، چې هر هوښیار سړی باید ورته حیران شي. ځینې خو بیا دومره خپل ځانونه هوښیار او چالاکه بولي، چې وایي زه حلالې روپۍ له حرامو څخه جدا ساتم، او دغه پاکې روپۍ بیا د خپل پلار او مور د حج او نور خدمت د پاره پکاروم. دغه شانته فکرونه ټول شیطاني فکرونه دي، او له دغه ډول غلطو او شیطاني فکرونو څخه باید خپل ځانونه لرې وساتو. ځینې وروڼه او خویندې به مو لیدلي وي، چې وایي فلاني سړی ماته دوکه راکړه، او له هغه سړي څخه ډېر خفه هم معلومېږي، او د هغه سړي څخه ګیله هم لري. لیکن، دغه سړی له خپله ځانه، نه خفه وي، او نه له خپله ځانه ګیله کوي، او د ډېر خفګان خبره خو بیا داده، چې دغه محترم هر وخت خپل ځان ته دوکه ورکوي، او پرې پوه هم نه وي.
ځینې خو تر هغو پورې د پلار او مور په قدر نه پوهېږي چې تر څو دوی پخپله پلار او مور نشي، او کله چې دوی پلار او مور شي، نو بیا پوه شي. اما، په ځینو وختونو کې هغه بیا ډېر ناوخته شوی وي، د دوی پلار او مور له دغه فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې وي.
هېره د نه وي، چې ځینې فکر کوي، چې مونږه خو الحمدلله خپل پلار او مور ته هر وخت حلالې روپۍ لېږلې، او په دغه حلالو پیسو مونږه د دوی خدمت کړی. که چا دغسې کار کړی وي، هغه باالکل ښه کار کړی، او الله(ج) د نور هم په نېکۍ توفیق ورکړي، اما، دغه ورور او خور هم باید پوه شي چې پلار او مور یوازې په حلالو روپیو نه خوشحاله کېږي. ډېر شیان شته چې سړی په هغه نه وي خبر.
زه غواړم چې د ځان په هکله یوه خبره در سره شریکه کړم.
الحمدلله تر هغو پورې چې زما پلار او مور ژوندي وو، الله(ج) د دوی دواړو ته د ټولو مسلمانانو مړو سره جنت الفردوس په نصیب کړي. آمین یارب العالمین.
زه هر کال له خپلو بچیانو سره د دوی د لیدلو د پاره تللی یم. زما مشره خور به د یو څو ساعتونو د پاره ډېره خوشحاله وه، لیکن بیا به وروسته ډېره خفه معلومېده. ما به ورته ویل چې خورې! ولې خفه معلومېږي؟ هغې به په ځواب کې راته وویل، چې بیا به بېرته ځئ!
په ریښتیا سره چې کله به بېرته راتللو، مونږه او دوی به ټولو په ګډه ژړل، او په کور کې به غم جوړ و.
ما فکر کاوه، چې ان شاءالله ما به د خپل پلار او مور حق اداء کړی وي، ځکه چې الحمدلله زما پلار دوه وارې، او مور مې یو وارې حج کړی و، او د زما د تنخواه لومړنۍ برخه به، د دوی د خدمت د پاره حواله کېدله. لیکن، زه په خپل فکر کې باالکل غلط وم، او دا ځکه چې زما ځینو اولادونو په همدغه ښار کې زده کړې کولې. نو په ریښتیا سره زه د اولاد له جدایۍ څخه خبر نه وم. کله چې زما یوه زوی ته به بل ښار کې په پوهنتون کې ځای ورکړل شو، نو په ما د اولاد د جدایۍ درد ورو ورو شروع شو.
ما ددغه زوی شپې او ورځې شمېرلې، او کله چې د هغه د سفر وخت شو، نو زما ژړا نه درېدله، او پدغه وخت کې زه پوه شوم چې په ریښتیا سره د اولاد جدایي څومره سخته وي!
ما سمدلاسه خپلې مرحومې مور ته تلفون وکړ، او ورته ومې ویل چې، ګرانې او شېرینې مورې! ماته بښنه وکړه، زه نه پوهېدم چې تاته به ما څومره تکلیفونه درکړي وي (البته زما پلار هغه وخت پخوا په حق رسېدلی و، الله(ج) د هغه وبښي). زما مور حیرانه شوه چې زویه څه خبره ده؟ ما خپله کیسه ورته وکړه چې د ستا فلانی لمسی بل ښار ته د سبق د پاره روان دی، او زه اوس پوه شوم چې د اولاد جدایي څومره زور لري. مور مې په ځواب کې راته وویل چې هو زویه، شکر دی چې پوه شوې، او زما له زړه څخه خبر شوې.
ما فکر کاوه، چې ما به ان شاءالله د خپل پلار او مور یو څه حق اداء کړی وي، مګر زما فکر غلط و. افسوس د هغه چا په برخه چې دوی پخپله ښه پوهېږي، چې دوی د خپل پلار او مور حق ندی اداء کړی.
همدارنګه، لطفاً د خپل پلار او مور د پاره د کور د خرڅ څخه علاوه او جداء، یوه اندازه پیسې، خاص د دوی د پاره لېږئ، او دوی په دغه کار ډېر خوشحاله کېږي. دوی له دغو روپیو څخه خپلو دوستانو ته ډالۍ اخلي، او دغه کار دوی ډېر خوشحاله ساتي. که دغه کار مو تر اوسه نه وي کړی، لطفاً هغه سمدلاسه وکړئ.
د پام وړ ټکي:
راځئ! په دغه لاندې ټکو موافقه سره وکړو چې:
۱- که کوم ورور او یا کومه خور دومره نېک بخته وي، چې د هغوی پلار او مور، یا یوازې مور، او یا یوازې پلار یې تر اوسه پورې ژوندي وي، نو هغوی ته تر اوسه فرصت شته، چې د اسلام په رڼا کې، د هغوی خدمت سرته ورسوي.
۲- د هغه ورونو او خویندو، چې پلار او مور یې په حق رسېدلي، دوی باید په هر لمانځه کې د دوی د مغفرت لپاره، د زړه له کومي دعا وکړي، چې الله(ج) دې، د دوی پلرونه او میندې د قبر له عذابه، د دوزخ له عذابه وساتي، او الله(ج) د هغوی ټولو ته، د نورو مسلمانانو مړو سره جنت الفردوس ورکړي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه په یاد راوړي، چې د دوی قدرمن پلار او قدرمنې مور، د دوی لپاره څه ندي کړي!؟ نو دوی باید د خپل پلار او مور د پاره په هره مناسبه موقع کې صدقهٔ جاریه ورکړي. د خپل پلار او مور د دوستانو سره رابطه وساتي، او کوښښ وکړي چې د خپل پلار او مور نېک نومونه، نور هم نېک وساتي.
۳- هغه وروڼه او خویندې چې دوی دومره نېک بخته دي، چې د دوی پلار او مور تر اوسه پورې ژوندي، او د دوی سره په یوه کور، او یا یوه کوڅه، او یا یوه ښار کې ژوند کوي. دوی باید له الله(ج) څخه ډېر راضي وي، او د الله(ج) دې ډېر شکر پرځای کړي. چې دوی تر اوسه پورې د پلار او مور له دعاء څخه محروم شوي ندي. د پلار او مور دعا د خپل اولاد په حصه کې ډېره مهمه ده. پلرونه او میندې، باید هر وخت د خپل اولاد د پاره دعا وکړي.
خبردار اوسئ! چې هېڅکله خپل اولاد ته ښېره ونکړئ.
راځئ! په آخر کې ټول د عاجزۍ دواړه لاسونه د الله(ج) بښونکي او مهربان دربارته پورته کړو، او د خپل پلار او مور او د ټولو مسلمانانو لپاره، د زړه له کومي د مغفرت دعا وکړو.
همدارنګه، یو ځل بیا د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کړو، چه الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته صلح راولي، چې الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یا رب العالمین.
تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان. والسلام.
زما اړیکه
