No-IMG

د ښه پلار ځینې ځانګړتیاوې!

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ډېرخوشحاله یم چې الحمدلله یو ځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د ټولو محترمو لوستونکو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم چې دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي، او که چېرې په دغه لیکنه کې کوم ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو هغه د بیا په عمل کې پیاده کړي.

تر ټولو لومړی باید دغه مهم او اصل ټکی ټولو لوستونکو ته په شه توګه معلوم وي چې هر نېک عمل باید یوازې او یوازې د الله(ج) د رضاء د لاسته راوړلو په خاطر وي، او بس.

د یادولو وړ ده، چې الحمدلله زما عمر له ۶۷ کالو څخه تېر شوی، او زه غواړم چې د خپلې تجربې په نظر کې نیولو سره تاسې ته په ډېر صداقت او امانتدارۍ دغه لاندې ټکي وړاندې کړم.

۱- ښه پلار تر ټولو لومړی باید خپله عقیده او اعمال د یوه منل شوي مسلمان عالم تر نظر تېر کړي، تر څو هغه ښه مطمىٔن شي چه هغه څه چې خپلو اولادونو ته ورزده کوي، هغه باالکل درست او صحیح وي. الله(ج) د مونږه او تاسې ټول له هغه حالت څخه وساتي، چې پلار ته د ژوند په آخرینۍ لحظه کې معلومه شي، چې هغه پخپله په غلطه لار روان دی، او هم یې خپل اولادونه په غلطه لار رهنمایي کړي دي.

۲- ښه پلار ته تر هرڅه د مخه د خپلو اولادونو اسلامیت باید ډېر مهم او د اهمیت وړ وي. که چېرې د چا اولادونه ښه مسلمان تربیه شول، نو د هغو لومړنۍ ګټه پخپله د هغو پلار او مور ته رسېږي، هغه به د خپل پلار او مور ټول حقونه د اسلام په رڼا کې ور په ځای کوي، هغوی ته به هېڅ ډول دنیوي مشکل نه جوړوي. همدارنګه د هغې ګته به د هغه وروڼو، خویندو، د کورنۍ غړو، او په پای کې ټولې جامعې ته ورسېږي.

۳- ښه پلار د خپلو اولادونو د تعلیم او تربیې په حصه کې ډېره پاملرنه کوي. ښه پلار خپلو اولادو ته د اسلامي تعلیم او د عصري علومو د تعلیم زمینه برابروي. هېره د نه وی، چه پلرونه باید د اولادو د تربیې په برخه کې هم زیاته توجه وکړي. نن سبا، د تعلیم یو څه نښې لیدل کېږي، اما د تربیې نښې په ډېرو ځایونو کې په واضح توګه نه تر سترګو کېږي.

۴- ښه پلار خپلو اولادونو ته، د دوی د ماشوم توب په وخت کې باید د سیرت النبی، د صحابوو، او ښو خلکو کیسې وکړي. د ماشوم توب د وخت کیسې د هغوی په مغز کې شې ثبت کېږي، او هغه د اولادونو سره د ژوند تر آخره پاته کېږي. الحمدلله! زما د خپل مرحوم پلار ټولې ښې خبرې هر وخت سترګو ته درېږي، او هغو ته د زړه د خلاصه هر وخت دعاګانې کوم.

۵- ښه پلار هر وخت خپلو اولادونو ته، ښه اسلامي اخلاق ورزده کوي. نن سبا هر شی ډېر پیداکېږي، اما اسلامي اخلاق، متأسفانه، ډېر کم پیدا کېږي. اسلامی اخلاق، د یوه نفر اصلي څهره خلکو ته په ډاګه کوي. د بد اخلاقه سړي څخه هر څوک لرې ګرزي، او نفرت ترې کوي. الله(ج) د مونږه ټولو ته اسلامی اخلاق په نصیب کړي. آمین یارب العالمین.

۶- ښه پلار د خپل کور ماحول د خپلو اولادونو د پاره د خوشحالۍ، د سکون، د کمک، او د ستونزو د حل پر تم ځای بدلوي. اولادونه باید په کور کې د آرامۍ او سکون حس وکړي.

۷- د ښه پلار په موجودیت کې باید اولادونه خوښي او آرامي حس کړي. دغسې نه وی، چې اولادونه فقط دغې ته منتظر وي، چې پلار یې څه وخت له کوره وزي؟ تر څو دوی په آرامه فضاء کې یو له بله سره د زړه خواله وکړي.

۸- ښه پلار هغه دی، چې ده خپل اولادونه داسې تربیه کړي وي، چې دده په غیاب کې دده اولادونه د الله(ج) کور ته پخپله خوښه د لمانځه د اداء کولو د پاره ولاړ شي. متأسفانه، ځینې اولادونه فقط د خپل پلار سترګو ته ګوري، او که هغه نه وي، نو بیا نه لمونځ شته، او نه اودس.

۹- ښه پلار، باید ښه پوه وي چې د اولادونو غوښتنې باید یوازې او یوازې د اسلام په رڼا کې ومنل شي، او له اسلامی حدودو څخه په هیڅ صورت کې تېری ونشي. که چېرې خدای مکړه، د اولادونو غوښتنې د اسلام سره په ټکر کې وي، نو هغوی ته د دوی د غوښتنو، د نه منلو او نه کولو ځواب په ښه نرمه لهجه، او حکمت سره،  د اسلام په رڼا کې ورکړل شي.

۱۰ښه پلار د اولادونو په منځ کې فرق نکوي، او ټولو ته په یوه سترګه ګوري. البته، دا ددې معنٰی نلري، چه پلار به هغو اولادونو ته چه یا معیوب وي، او یا نسبتاً غریب وي، زیاته توجه نکوي. نه، داسې باید نه وي، او دغه حالتونو ته باید نور اولادونه د فرق کولو په توګه ونه ګوري. پلار باید له معیوب او یا له غریب زوی او لور سره، تر خپل توانه پورې لازم کمک وکړي.

۱۱- ښه پلار په خپل اولاد باید ښه اسلامي نوم کېږدي. ښه اسلامی نوم د ماشوم په شخصیت ښه تأثیر لرلای شي. ښه پلار د اولاد د پیدایښت په وخت کې د هغو په غوږو کې آذان کوي، او د امکان په صورت کې عقیقه هم تر سره کوي.

۱۲- ښه پلار د خپلو اولادونو د ودو په حصه کې ډېر غور کوي. ښه پلار کوښښ کوي چې خپل اولاد ته نېکه ښځه یا نېک مېړه پیدا کړي. د یادولو وړ ده، چې د واده آخري فیصله به حتمي د اولادونو وي، او هېڅکله باید د دوی له خوښې پرته ودونه په دوی جبراً قبول نشي. همدارنګه، په اولادونو باندې باید بېځایه فشار رانه وړل شي،  چې دوی به حتمي په کورنۍ کې د ننه ودونه کوي.

۱۳- ښه پلار خپلو اولادونو ته حلال رزق برابروي، او هېڅکله په خپل اولاد حرام شیان نه خوري. پلرونه باید په دغه برخه کې زیات غور وکړي. الله(ج) د هر مسلمان له حرامو وساتي. آمین یارب العالمین.

۱۴- ښه پلار د خپل اولاد سره ښه رویه کوي، او کوښښ کوي چې د دوی په ژبه خبرې ورسره وکړی. د دوی خوږو کیسو ته په زړه پورې غوږ ونیسي، او دوی ټول ښه تشویق کړي.

۱۵- ښه پلار د خپلو اولادونو تر منځ په اسلامي شرایطو برابر اتحاد او اتفاق غواړي، او د هغو د پاره عملي هلې او ځلې کوي. پلار او مور هم باید په دغه ښه پوه وي، چې د دوی ګټه هم، د دوی د اولادونو په اسلامي اتفاق کې نغښتې ده.

۱۶- ښه پلار د خپلو اولادونو خبرو ته غوږ نیسی. له هغوی سره د کور په مسٔلو کې مشوره کوي، او د دوی نظر ته د احترام په سترګه ګوري. دوی ته د کور په مسایلو کې فعاله ونډه ورکوي. پلار باید خپلو اولادونو ته د کوچنیوالي څخه مناسب مسٔولیتونه ور وسپاري.

۱۷- ښه پلار ته چې کله معلومه شوه، چې په یوه شي کې دی ملامت و، او ګناه دده وه، نو سمدلاسه باید له خپلو اولادونو څخه معذرت وغواړي، او هغه اشتباه اصلاح کړي. داسې نه وي، چې یوازې اولادونه به د پلار او مور څخه معذرت غواړي، نه داسې باید نه وي، پلار او مور ته هم لازمه ده، چې د اشتباه کولو په صورت کې، باید له خپل اولاد څخه د زړه د خلاصه معذرت وغواړي، او پدې کار د پلار او مور قدر، نور هم د اولاد په نزد زیاتیږی.

۱۸- ښه پلار خپلو اولادونو ته دشمنی په میراث نه پرېږدي، بلکه، ښه پلار نېک دوستان خپلو اولادو ته په میراث پریږدي. پلار باید هڅه وکړي چې که کوم جنجال او معامله د چا سره لري، هغه په ژوند کې حل او فصل کړي. ځینې پلرونه خو هره لحظه د یوه چا سره جنجال او خفګان کوي.

۱۹- ښه پلار خپلو اولادونو ته نصېحت کوي چې هر وخت اول دوی باید د حق طرف ښه معلوم کړي او بیا وروسته له هغو څخه په کلکه دفاع وکړي. د مثال په توګه: که د چا د پلار د بل چا سره جنګ وی، او ګناه هم دده د پلار وي، نو پدې وخت کې دوی باید د هغه مقابل طرف سره په جګړه نه شي. دده اولادونه باید معلوم کړي چې د چا ګناه وه، او وروسته بیا لازم اقدام وکړي. د یادولو وړ ده چې ددغه شانته کار عملي کول به ډېر سخت کار وي.

۲۰- ښه پلار د خپلو اولادونو ملګرو ته زیاته توجه کوي. هېڅ وخت دوی ته اجازه نه ورکوي چې له بدو خلکو سره ملګري وکړي. ښه ملګري به هغه د نېکۍ خواته، او بد ملګري به هغه د بدۍ خواته تشویق کړي. پلار باید په دغه مسٔله کې ډېر قاطع وي.

۲۱- ښه پلار هر وخت خپلو اولادونو ته د دوی د غلطیو عفوه کوي، دوی خپلو مسٔولیتو ته متوجه کوي، او په عین وخت کې خپل نصېحت او دعاګانو ته دوام هم ورکوي. ښه پلار باید په هېڅ صورت کې خپل اولادونه له کوره ونه شړي.

۲۲- ښه پلار هر وخت خپل اولادونه د نېکو کارو کولو ته تشویق کوي. ښه پلار خپل اولاد ته هر وخت د نېکو کارو زمینه برابروي، او هېڅ نوع ستونزې نه ورته خلق کوي.

۲۳- ښه پلار باید داسې عمل سرته ونه رسوي، چې په هغه دده اولادونه د خجالت سره مخامخ شي. همدارنګه ښه پلار داسې خبرې ونکړي، چې په هغه دده اولادونه خجالت شي. ښه اولادونه د پلار په ښو خبرو ډېر بې اندازې خوشحاله کېږي.

۲۴- ښه پلار بې له کوم شرعي عذر څخه باید دویم واده ونکړي. اولادونه  هېڅ وخت نه خوښوي، چې د دوی پلار، د دوی په مور دویمه ښځه وکړي. کله کله د پلار دویم واده کول، د هغې د کورنۍ د پاشېدلو سبب هم ګرځي. پلار ته لازمه ده، چې د اولادونو ګټې تر خپلو شهوتي ګټو مهمې او د زیات اهمیت وړ وګڼي.

۲۵- ښه پلار خپلو اولادونو ته د دوی حق، پخپل ژوند کې د اسلام په رڼا کې ور تقسیم کوي. په ځینو وختونو کې د وروڼو او خویندو تر منځ د پلار په مال او جایداد باندې جنجالونه، جنګونه، او خفګان را منځ ته کېږي.

۲۶- ښه پلار هر وخت خپلو اولادونو ته د زړه له کومي دعاوې کوي. د پلار او مور دعا، الله(ج) د خپل اولاد په حصه کې قبلوي. پلار او مور هېڅکله باید خپلو اولادونو ته ښېرې ونکړي.

۲۷- ښه پلار هېڅکله د مادیاتو په برخه کې، د خپلو اولادونو سره جنجال او غالمغال نکوي. نېک بخته پلار به هغه وي، چې حتٰی د خپلو اولادونو مالي کمک ته هم احتیاج نه وي. ځینې پلرونه د خپلو زامنو سره د دوی د تنخواه په حصه کې ذره په ذره حساب کوي.

۲۸- ښه پلار د خپل ژوند تر آخرینۍ لحظې پورې د خپلو اولادونو په غم کې وي. د یوه پلار آرزو دا وي، چې نېک صالح اولادونه په دغه فاني نړۍ کې تر شا پرېږدي. پلار د اولادونو په نېکو کارو ډېر خوشحاله کېږي.

۲۹- ښه پلار خپلو لورانو ته هم د دوی حق ورکوي. هغوی سره هر وخت کمک کوي. ښه پلار په لورانو ډېر ګران وي، او د یادولو وړ ده چه د پلار خدمت په لور کیږي.

۳۰- ښه پلار خپلو اولادونو ته وخت ورکوي، هغوی ته خپل ځان د نمونې په توګه معرفي کوي، هغه شانته کارونه نکوي، چې نه غواړي د هغو اولادونه یې تر سره کړي. د مثال په توګه: اولادونه د خپل پلار خبرو او کړنو ته ډېر متوجه وي، نو پلرونه باید خپلو خبرو او کړنو ته زیاته توجه وکړي. اولادونه د خپل پلار کړه او وړه زده کوي، نو باید مونږه او تاسې اول خپل ځانونه پخپله ښه سم کړو، او بیا له اولادونو څخه وغواړو، چې دوی په صحیح لاره برابر شي.

۳۱- ښه پلار باید هغه ټول حقونه چې اسلام دده د اولادونو د پاره تعین کړي، په خلاصه ټنډه ومني، او هغه ورکړي.

 

د پام وړ ټکي:

پلرونه، او میندې، د خپلو اولادونو په تعلیم او تربیه کې باید ډېره توجه وکړي. د دوی د ملګرو په هکله، باید ډېره توجه وکړي.

پلرونه او میندې، بلید د کوچینوالي په وخت کې، خپل اولادونه، د سودا رانیولو لپاره نیږدې دکانو ته ونه لیږي. دا پدې خاطر، چې دوی له همدغې ورځې څخه، په غلطو کارونو آموخته کیږي.

همدارنګه، د لوبو په وخت کې هم باید، خپل اولادونه، تر کلک نظارت لاندې وساتل شي. داسې ونشي، چې خدای مکړه، له هر ناکس سره، لوبو ته پرېښودل شي.

زه د یوه زوی په حیث، په ډېر اخلاص او صداقت سره د الله(ج) لوی او بښونکي دربار ته، د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او د خپل ګران مرحوم پلار، ګرانې مرحومې مور، او د نورو خلکو ګرانو پلرونو او میندو ته د زړه له کومي، د مغفرت دعا کوم، او الله(ج) د هغوی ټول د قبر له عذابه او د جهنم له اوره وساتي، او الله(ج) د دوی ټولو ته جنت الفردوس په نصیب کړي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه، زه په ډېره عاجزۍ سره یو ځل بیا د یوه پلار په حیث، د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ او ناتوانۍ، دواړه لاسونه پورته کوم، چې الله(ج) د زما ټولو اولادونو، او د نورو خلکو اولادونو ته هدایت د نېکۍ وکړي، او الله(ج) د دوی ته په هرځای، هروخت او هرحالت کې دنېکو کارونو د سرته رسولو، او د بدو کارونو د نه کولو توفیق ورپه برخه کړي، او الله(ج) د زموږه ټولو اولادونه، له موږه سره په صراط المستقیم برابر لري. آمین یارب العالمین.

هېره د نه وي، چې الحمدلله تر دغې لحظې (۲۹/۹/۲۰۲۰) زه له خپلو ګرانو او شیرینو اولادونو څخه د الله(ج) په فضل او مهربانۍ سره ډیر خوشحاله او راضي یم، او زه په ډېر اخلاص سره، د دوی د دین او دنیا د ښه والي او کامیابۍ د پاره دعاګانې کوم. دوی تر اوسه پورې ماته هیڅ نوع تکلیف ندی راکړی، نو الله(ج) د دوی هم په دنیا او آخرت کې له ټولو تکلیفونو او زحمتونو څخه په خپل فضل او کرم سره وساتي. آمین یارب العالمین.

په پای کې د الله(ج)، د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان.

زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک