د عبد الله وردک لیکنی

د شاګردانو نظر پوښتنه! - لومړی برخه

په دغه پوهنتون کې چې زه معلمي کوم، د هر کال په آخر کې، د پوهنتون د یوې ادارې پذریعه، د هر مضمون په هکله، د شاګردانو نظر پوښتنه تر سره کیږي. د یادونې وړ ده، چې شاګردان دغه نظر پوښتنې ته، آنلاین، ځواب ورکوي. دغه نظر پوښتنه، بیا د همدغې ادارې پذریعه تر غور لاندې نیول کیږي، او د هغو لنډیز بیا د هر مضمون استاد ته استول کیږي. هېره د نه وي، چې دغه نظر پوښتنه، د یوه پوهنتون داخلي طرزالعمل دی، او پدغه نظر پوښتنه کې د شاګردانو نومونه، له استادانو پټ ساتل کیږي. په دغه نظر پوښتنه کې، شاګردان خپل نظرونه د لاندې ټکو په هکله، په آزاده فضاء کې، په لیکلي ډول سره وړاندې کوي. ۱- آیا د م...
نور ولوله

په ازموینه کې ۱۰۰ نمرې ګټل - دویمه برخه

الله(ج) د وکړي چې زما د شاګردۍ او استادۍ تجربه، ګرانو او قدرمنو محصلینو ته ګټوره واقع شي. دغه خبره، زه یو ځل بیا تکراروم چې یو شاګرد د الله(ج) په فضل او کمک سره، هم ښه تکړه مسلمان، او هم ښه تکړه شاګرد کېدلای شي. شاګردان باید خپل مسٔولیتونه په ښه توګه اجراء کړي، او د خپل ژوند سره لوبې ونکړي. شاګردان باید یو منظم درسي پلان ولري، او د هغه پلان له مخې خپل درسونه ووایي. پدغه لیکنه کې د لکچر، Tutorial، او لابراتوار د اهمیت په هکله، ګرانو او قدرمنو شاګردانو ته معلومات وړاندې کیږي. الف - د لکچر د موادو ښه زده کړه، او په هغې سم ځان پوهول، ډېره ګټه لري. نو لازمه ده چې شاګردان، د...
نور ولوله

په ازموینه کې ۱۰۰ نمرې ګټل - لومړی برخه

الحمدلله، تاسې ټول ښه پوهیږئ، چې د اسلام په رڼا کې، علم او پوهه، د انسان د بدن دپاره، د وینې مثال لري. یعنې، د یوه انسان په ژوندانه کې، وینه، حیاتي رول لري، او د پاکې وینې، نه بغیر، ښه ژوند لرل امکان نلري. نو لدې کبله، ګران او قدرمن شاګردان، باید خپل قېمتي وخت په غیر ضروري شیانو ضایع نکړي، او دوی د خپل تعلیم او زده کړې په هکله هېڅ شانته بې غوري ونکړي. ټول شاګردان په دغه ښه پوهیږي، چې سل نمرې، په ریښتیا سره ۱۰۰ نمرو ته وایي، او دغه ۱۰۰ نمرې، د کومو خاصو شاګردانو دپاره ندي، او ‌هر شاګرد که په سمه توګه زحمت وباسي، هغه لاسته راوړلی شي. که کوم شاګرد په یوه مضمون کې فرضاً، ۶۵ نمرې، لاسته راوړي، نو کېدای شي، چې د دغه شاګرد پوهه، پدغه مضمون کې هم ځینې نیمګړتی...
نور ولوله

سرې کرښې!

نن سبا، د سرې کرښې ټکی، د ځینو افغانانو په خبرو کې ډېر زیات یادیږي، او دغه سره کرښه هم، بیا یوه واحده کرښه نده، او هرڅوک خپلې هواىٔي سرې کرښې لري. د یادولو وړ ده، چې د یوه سره کرښه، کېدای شي، د بل چا سره کرښه نه وي. یا په بل عبارت، کرښه، تر کرښې، فرق کوي! یعنې، کرښه خو هم، چې کرښه وي!؟ ځینو افغانانو ته، آساسي قانون، سره کرښه ده. ځینو ته، بیا جمهوریت، ځینو ته بیا د بیان آزادي، ځینو ته بیا د ښځو حقوق، ځینو ته بیا خپله چوکۍ، ځینو ته بیا خپلې شخصي ګټې، ځینو ته بیا ملي ګټې، ځینو ته بیا اسلامي نظام، او ځینو نورو خو بیا خپلو ځانونو ته، نورې ډول ډول، سرې کرښې ټاکلې دي. هېره د نه وي، چې مونږه افغانانو، په همدغه ډېر کم وخت کې، د ځینو ډېرې سرې کرښې واورېدلې...
نور ولوله

د لېسانس د ډګري د جوړولو مرحلې

د انګلستان په پوهنتونو کې چې کله د لېسانس په سویه یوه نویې ډګري منظوریږي، د هغه په برخه کې ډېرې نقطې په ډېره جدي توګه په نظر کې نیول کیږي، او د هغه منظوري، کېدای شي چې نیږدې پوره یو کال ونیسي. ما دلته په انګلستان کې په یوه پوهنتون کې پوره ۲۷ کاله د انجینرۍ په پوهنځۍ کې معلمي کړېده، او ما د ډېرو لېسانسه ډګریو او تعلیمي نصابونو په جوړولو کې فعاله برخه اخستې ده. غواړم چې ګرانو لوستونکو (په خاصه توګه د پوهنتون استادانو ته) دغه لازمې مرحلې په لاندې ترتیب سره وړاندې کړم، او هیله کوم، چې دوی ته ان شاءالله ګټورې واقع شي. ۱- د مربوطه ډګري ټول استادان، د یوه مشر استاد تر رهنمایۍ او نظارت لاندې، د دغه ډګري او تع...
نور ولوله

د انګلستان تعلیمی اسناد - د دویمې برخې پاته برخه

د انګلستان په پوهنتونو کې، محصلین، د زده کړې، په آخریني کال کي د (Final Year Project)، په نامه یو مضمون لري، چې د هغه اهمیت، د ۲ مضامینو، د اهمیت سره برابر وي. نوټ: که چېرې تاسې زما دویمه برخه په غور سره لوستلې وي، نو تاسې ته به معلومه شوې وي، چې د آخري کال د پروژې ارزښت نوي فیصده (٪۹۰) دی. نه، داسې نده، او د هغې ارزښت سل فیصده (٪ ۱۰۰)، دی. نو لوستونکي شاید ووایي، چې لس فیصده ( ٪ ۱۰) نمرې یې څه شولې!؟  یا په بل عبارت، لومړی راپور چې د (Definition Report) په نامه یادیږي، لس فیصده (٪ ۱۰) اهمیت لري، دوهم راپور چې د (Progress Report) په نامه یادیږي، لس فیصده(٪ ۱۰) اهمیت لري، او همدارنګه، دریم راپور چې د...
نور ولوله

د انګلستان تعلیمي اسناد - دویمه برخه

ګرانو او قدرمنو لوستونکو! د انګلستان په پوهنتونو کې، محصلین، د زده کړې، په آخریني کال کي د (Final Year Project)، په نامه یو مضمون لري، چې د هغه اهمیت، د ۲ مضامینو، د اهمیت سره برابر وي. کله چې محصلین آخري کال ته کامیاب شي، نو د اوړي د رخصتۍ نه مخکې، دوی ته د مسىٔول استاد پذریعه، د دوی د آخري کال د پروژې په هکله مکمل معلومات ورکول کیږي. محصلینو ته په واضح ډول ویل کیږي، چې د اوړي په رخصتۍ کې د خپلو پروژو په هکله فکر او څېړنه وکړي. ځینې محصلین، دغه د مسىٔول استاد توصیه،  ښه جدی نیسي، او د خپلې پروژې په هکله، د اوړي په رخصتۍ کې ښه په غور سره علمي څېړنه کوي.   د آخري کال پروژه دغه لاندې...
نور ولوله

د انګلستان تعلیمي اسناد - لومړۍ برخه

په انګلستان کې د پوهنتون دوره ۳ کاله ده. دا پدې معنا چې شاګردان د لېسانس دوره په دریو کالو کې پای ته رسوي. کېدای شي، ځینو لوستونکو ته دا سوال پیدا شي، چې په انګلستان کې شاید درس ویل آسانه وي، او شاید شاګردان وکولای شي، چې د لږ علم په حاصلولو سره، خپله د لېسانس ډګري لاسته راوړي. نه داسې باالکل نده، او باید هېڅکله دغه شانته فکر و نه شي. ما په ګران افغانستان کې، د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې هم درس ویلی، او هم مې ۶ کاله درس ورکړی، او هم مې په امریکا کې د لږ وخت دپاره درس ویلی دی. همدارنګه، د انګلستان په پوهنتون کې مې هم درس ویلی، او هم له ۲۶ کالو راپدیخواه، د انګلستان په یوه پوهنتون کې درس ورکوم. دا پدې معنا، چې ماته د دغه ۳ ملکونو، تعلیمي پروګرام، یو څه نا څ...
نور ولوله

د ښه استاد ځینې ځانګړتیاوې

ډېرخوشحاله یم چې الحمدالله یوځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د ټولو ګرانو استادانو څخه په ډېره عاجزۍ او درناوۍ هیله کوم چې ماته په قهر نشي، او دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي، او که چېرې په دغه لیکنه کې ځینې ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو هغه د بیا په عمل کې پیاده کړي. د یادولو وړ ده، چې زما د ژوند لویه برخه یا په شاګردۍ او یا په معلمۍ کې تېره شوله، او هنوز هم تېرېږي. زه غواړم چې د خپلې اوږدې عملی تجربې په نظر کې نیولو سره تاسې ته خپل نظر په ډېر صداقت او امانتدارۍ سره وړاندې کړم. تر ټولو لومړی دغه مهم او اصلی ټکی باید ټولو استادانو ته په شه توګه معلوم وي، چې هر نېک عمل باید یوازې او یوازې د الله(ج) د ر...
نور ولوله

محصلینو ته ځینې مشورې

ګرانو او محترمو لوستونکو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ډېر خوشحاله یم چې الحمدالله یو ځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. له ګرانو شاګردانو څخه هیله کوم چې دغه مشورې په ښه دقت او غور سره ولولي او د هغه په حصه کې فکر وکړي. که دغه مشورې د دوی د پاره ګټورې وي، نو هغه باید عملي کړي. زه پخپله د زده کړې په ټولو مختلفو مرحلو کې شاګرد وم، او زه هر وخت خپل ځان تر ننه پورې شاګرد حسابوم. زما تجربه په ګران افغانستان، انګلستان، او د ډېر کم وخت د پاره په امریکه کې، کېدای شي چې ان شاءالله د پوهنتون شاګردانو ته ګټوره واقع شي. زه دغه خبره چې ماته ډېره د اهمیت وړده هغه یو ځل بیا تکراروم چې یو شاګرد د الله ج  په فضل او کمک سره هم ښه تکړه مسلمان او هم ښه تکړه او لایق شاګرد کېدلای شي، او دغه دواړه یو...
نور ولوله

هر څوک باید خپل ظالم او خاین مهار کړي!

د افغانستان اوسنی حالت باید هېچا ته د منلو وړ نه وي. ځکه چې په اوسني افغانستان کې د یوه چا ځان، مال، او عزت خوندي ندی. په اسلام او وطن مین افغانان وروڼه او خویندې باید د ریښتینې ورورګلوۍ لاسونه یو او بل ته ورکړي، او په ګډه شپه او ورځ هڅه وکړي، چې دغه ناوړه حالت ته د پای ټکی کېږدي. نن سبا، په افغانستان کې، ځینې خلک هرشي ته متأسفانه قومي بڼه ورکوي، او دغه تګلاره، به د افغانستان غیرتمن خلک نور هم د بدبختۍ، بې عزتۍ، او ورانۍ لور ته ور نیږدې کړي. که چېرې خدای ناخواسته، په پښتنو وروڼو او خویندو کې کوم‌ څوک ظالم او خاین وي، نو تر ټولو لومړی، باید همدغه پښتانه وروره او خویندې، د خپل پښتون ظالم او خاین مخه ونیسي، او هغه ته ټول...
نور ولوله

ځوان نسل ملامت ندی!

د هغو ملکونو ځوان نسل به ډېر نېک بخته وي، چې د دوی مشرانو او سیاستوالو، دوی ته حقیقت، د حقیقت په اصلي بڼه وړاندې کړی وي. د افغانانو، زیاتره ځوانان د اصلي حقایقو څخه لرې او بې خبره ساتل شویدي، او دوی ته ځینو تاریخ پوهانو، سیاستوالو، مشرانو، او سپین ګیرو، د خپلې خوښې مطابق معلومات ورکړی دی. همدارنګه، د هغه ملکونو ځوان نسل به ډېر بد بخته وي، چې د هغه ملک سیاستوالو، کارپوهانو، دولتي کارکوونکو، او سپین ګیرو، دوی ته تاریخي واقعې په اصلي توګه نه وي وړاندې کړې، او د خپلې مفکورې مطابق یې، مرچ او مساله ورسره ګډه کړې وي. ټول افغان مشران او سیاستوال، باید د خپل وطن ځوانانو ته صحیح او کره معلومات ورکړي. اوسني ځوانان د خپل وطن د سیاسي مشرانو په هکله کره معلومات نلري. د ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک