خپل حال وایه !
زه غواړم د اصل مطلب څخه مخکې یوه ریښتنۍ کیسه درته وړاندې کړم. کیسه په لاندي ډول سره وه:
په ۱۹۸۷ مېلادی کال کې د پېښور د پوهنتون یو استاد دلته انګلستان ته د PhD د پاره راغلی و، او ما هم په همغه کال خپلې PhD ته شروع کړې وه. زما سره زما اولادونه هم وو، او زما ملګری یوازې و. بعضې وختونه به زما ملګری له ما سره کورته راتللو، او دواړو به وطني کیسې کولې، او د مسافرۍ وخت به مو په خوشحالۍ سره تېراوه. د هغو ۲ خبرې هیڅکله هم زما نه هېرېږي، او هر وخت زما په یاد دي.
هغه ۲ خبرې دادي:
لومړۍ خبره: د هغې یو بل ملګری هم و، چې هغه به هر وخت ده ته ویل چې ولې زما سره کورته نه ځې!؟ زما مېرمن خو له تا څخه پرده نکوي! هغې به په ځواب کې ورته وویل چې که ستا مېرمن له ما څخه پرده نکوي، زه له هغې څخه پرده کوم، او له هغو سره به د هغه کورته نه تللو.
دوهمه خبره: ما او هغه نیږدې ۴ کاله په یوه پوهنتون کې درس وایه. کله به چې ما هغه ولیده، نو ما به په لوړ آواز ورته وویل چې السلام علیکم فلانیه! څنګه یې!؟ هغې به هر وخت په ځواب کې راته ویل چې، وعلیکم والسلام! خپل حال وایه!؟ یعنې ما په دغه ۴ کالو کې بل شانته ځواب د هغې له خولې وانه ورېده. هر وخت به یې راته ویل چې خپل حال وایه!؟
زه غواړم چې د هغه په دواړو خبرو لږ تبصره وکړم.
د هغې اوله خبره، چې که د ستا ښځه له ما څخه پرده نه کوي، زه له هغې څخه پرده کوم، ډېره د اهمیت وړ ده. د هر سړي باطن، لومړی الله(ج) ته، او بیا پخپله همغه سړی ته ښه معلوم وي. نو ګرانه او قدرمنه لوستونکیه! ووایاست چې په کومه اندازه مونږه او تاسې دغې نقطې ته اهمیت ورکړی دی!؟ آیا په ریښتیا سره مونږه او ستاسې، د نورو خلکو له مېرمنو، لورانو، او خورانو څخه پرده کړېده!؟ څو وارې، چې نامحرمې ښځې لاس را اوږد کړی، مونږه او تاسې لاس ندی ورکړی!؟ دا منم چې ځینې وروڼه به خپلې مېرمنې پټې او په پرده کې ساتي، چې دا بېشکه ډېر ښه کار دی، او الله(ج) د نور هم په نېکۍ توفیق ورکړي، اما څومره مونږه او تاسې د بل چا ښځو او لورانو ته ندي کتلي!؟ پرده کول باید له دواړو طرفو څخه مراعات شي. لطفاً د ودونو او شیرین خوریو ورځې او شپې په هوټلو کې در په یاد کړی!؟ البته، زه له تاسې ټولو څخه مخکې دغه سوالونه او پوښتنې له خپل ځان، له خپل اولاد، او د خپلې کورنۍ د ټولو غړو څخه کوم.
اوس راځم د زما د ملګری دویمې خبرې ته، چې خپل حال وایه!؟
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
خپل ځانونه به نه غولوو، د ما په شمول به په ډېر صداقت سره دغې لاندې نقطو ته ځواب وایو، او خپلو ځانو ته به نمرې هم ورکوو، او نتیجه به له خپله ځانه سره پټه ساتو.
آیا په ریښتیا سره مو په دغه حصه کې ښه په غور سره فکر کړی، چې کله ان شاءالله د الله(ج) پاک حضور ته حاضر شو، له مونږه او تاسې نه به د خپلو اعمالو پوښتنه کیږی!؟ بې له شکه، له مونږه او تاسې څخه به دا پوښتنه کیږی، چه مونږه او تاسې په ژوند کې څه کړي دي!؟ یعنې خپل حال به وایو! هېڅوک هم د پلار، مور، ورور، او خور په نېکو اعمالو ځان نشي خلاصولی. له هرچا څخه به دده د خپلو اعمالو پوښتنه کیږی. په اوسني وخت کې که چاته ووایې، چې ولې دغه خراب کار کوې!؟ د هغې ژر ځواب به همدا وي، چې ټول یې کوي! حتٰی د غټو او مشهورو عالمانو نمونه به هم درته واخلي، چې هغه یې هم کوي.
اې ګرانه لوستونکیه! په دغه خبرو او بهانو د الله(ج) څخه خپل ځانونه نشو خلاصولای. که چاته ووایې، رشوت مه خوره، د هغي ځواب همدا دی چې ټول یې خوري. که چاته ووایې چې دغه حرام کار مکوه؟ ځواب همغه یو ځواب دی، چه ټول یې کوي. که چاته ووایې چې ګرانه وروره او قدرمنې خورې! دغه پټ تور کار مکوه؟ ځواب همغه یو ځواب دی، چه ټول یې کوي. اما، که چېرې چاته ووایې چه فرضي حج ته ولاړ شه! نو بیا به داسې ونه وایي، چه ښه وروره! ان شاءالله ځم، ځکه چې ټول ښه مسلمان خلک ځي. نه داسې به ونه وایي، سمدلاسه به بیا له خپل ځانه مفتي درته جوړ کړي او وایی به چې زه د حج روپۍ غریبانو ته لېږم. نه، داسې نده، هغه څوک چې له خپل ځان سره کمک نه کوي، هغه به له هېچا سره په هیڅ ډول کمک ونه کړي، که هغه غریب وي، او که هغه بل څوک وي.
راځئ! اوس هم ډېر ناوخته ندی، چې د الله(ج) سره یو ځل بیا کلک تعهد وکړو، چې ان شاءالله، سر له نن ورځې څخه به له دغو لاندې کارونو څخه، خپل ځانونه پاک ساتو:
۱- په هېچا به ظلم نکوو، او هم به هېڅکله د ظالم طرفداري او ملګرتیا نکوو،
۲- هېچا ته به اجازه نه ورکوو چې په مونږه او تاسې ظلم وکړي، او تر خپل وسه پورې به د ظالم مخه نیسو.
۳- له چا څخه به ځان پورته نه ګڼو، کبر به نه کوو، او د کبرجنو خلکو مخنیوی به کوو.
۴- د چا حق به نه خورو، او نه به خپل حق چا ته پرېږدو.
۵- د چا ملکیت به نه غصب کوو، او له غاصبینو څخه به کرکه کوو، او د هغې مخه به په ګډه نیسو.
۶- نه به رشوت اخلو، نه به رشوت ورکوو، او د رشوت د مینځه وړلو د پاره به همېشه هلې ځلې کوو.
۷- هیڅ نوع تعصب به نکوو، او هغه څوک چې تعصب کوي، د هغه به په کلکه مخه نیسو، او څوک به په دروغو په تعصب نه متهم کوو.
۸- خیانت به لومړی ښه پېژنو، او بیا به خیانت نکوو، او د خاین ملګرتیا به نکوو، او د خاین به مخه نیسو.
۹- په چا به سیاسي تهمت او نور تهمتونه نه لګوو. د تهمت ویونکي به کلکه مخه نیسو.
۱۰- تور کار به نکوو، او نه به بل څوک ورته تشویق کوو. کوښښ به کوو چه له تور کار څخه ځانونه لرې وساتو.
۱۱- غیبت به نکوو، غیبت به نه اورو، او د غیبت کونکي مخنیوی به کوو.
۱۲- دروغ به نه وایو، او له دروغجن سړى سره به ملګرتیا نکوو.
۱۳- شراب به نه څکو، او له شراب خور څخه به ځان او کورنۍ لرې ساتو.
۱۴- بې ناموسي به نکوو، او له بې ناموسه، به ځان او کورنۍ ډېره لرې ساتو.
۱۵- حرام رزق به نه پخپله خورو، او نه به یې په خپله کورنۍ، او خپلو دوستانو خورو.
۱۶- د اشغالګر سره به هیڅ نوعه مرسته نکوو. خپل ملک به ان شاءالله، له هر ډول اشغال څخه خلاصوو.
۱۷- د چا سره به ناحقه کینه او حسد نکوو.
۱۸- له چا سره به دوکه او چل نکوو.
۱۹- له چا سره به وعده خلافي نکوو.
۲۰- له چا سره به د هغه د ژبې، قوم، او سمت په خاطر کرکه نکوو.
۲۱- له ملګري سره به هېڅ وخت بې وفایی نکوو.
۲۲- له ټولو منکراتو څخه به ځان ساتو.
۲۳- له بې ګټې بحثونو، بنډارونو، او هوا ګزولو څخه به ځانونه ساتو.
۲۴- سود به نه خورو، او د سود په حصه کې به په هېڅ کار او معامله کې برخه نه اخلو.
۲۵- … او داسې نور.
د پام وړ ټکي:
دغه باید ټولو ته واضح وي، چې الله(ج) به له مونږه او تاسې ټولو څخه په آخرت کې پوښتنه کوي چې:
۱- ولې تاسې له حقه دفاع ونکړه!؟
۲- ولې تاسې د ظالم مخه ونه نیوله!؟۳- ولې تاسې حقیقي اسلامي حکومت جوړ نکړ!؟
۴- ولې تاسې د ملک په مسٔلو کې صحیح قضاوت ونکړ!؟
۵- ولې تاسې په خپل ملت رحم ونکړ!؟
۶- ولې تاسې د ظالم په صف کې ودرېدی!؟
۷- ولې تاسې تعصب ته لمن ووهله!؟
۸- ولې تاسې دغه ملت ټوټې، ټوټې کړ!؟
۹- ولې تاسې دغه غیرتمند قوم هرچا ته محتاج کړ!؟
۱۰- ولې تاسې د دغه غیرتي ملک خلک هره ورځ په یوه نامه او بل نامه مړه کړل!؟
۱۱- ولې د اسلام په رڼا کې د الله(ج) په نزد د قبولې او باعزته سولې مخنیوی کوئ!؟
۱۲- ولې یوازې د خپل ځان د ناحقه قدرت رسېدو په خاطر ټول ملت قرباني کوئ!؟
۱۳- ولې له الله(ج) څخه نه ډارېږئ!؟
۱۴- ولې د خپلو دنیوي ګټو په خاطر اسلامي، او ملي ګټې تر پښو لاندې کوئ!؟
۱۵- ولې بې اتفاقۍ ته لمن وهئ!؟
۱۶- ولې په پاک لمنو ښځو ناحقه تورونه لګوئ!؟
۱۶- ولې خپل مرګ هېروئ!؟
۱۷- ولې قناعت نکوئ!؟
۱۸- ولې کار اهل د کار ته نه سپارئ!؟
۱۹- ولې انصاف نکوئ!؟
۲۰- ولې له ځینو غارونو څخه په وار وار چیچل کېږئ!؟
۲۱- ولې عادل، پوه، زیرک، بادرده، قاطع، با انصافه، هوښیار، زړور، باغیرته، خپلواک، مشران نه ټاکئ!؟
او داسې نور…
په آخر کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربارته پورته کوم، او سوال کوم چې په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راشي، چې الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان.
زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com
