د عبد الله وردک لیکنی
د مشرانو په قدر پوهېدل!
زه د پیام افغان د تلوېزیون د محترم مشر عمر خطاب، د سپینو خبرو پروګرام، په منظم ډول سره ګورم. یوه ورځ، عمر خطاب، د خپل تلویزیون له لارې، د یوه خپل ملګري له خولې، یوه کیسه وکړه، چې ان شاءالله، د ځینو وروڼو او خویندو دپاره به یو څه ګټه ولري.
کیسه په لاندې ډول سره بیان شوه:
د یوه ملک، یوه ډېر تکړه ملي قهرمان او مشر، د خپل ملک د آزادۍ په خاطر، د اشغالګرو په مقابل کې ډېر په اخلاص، او پاک نیت جنګېده. دغې مشر او ملي قهرمان، د دښمن قواوو ته ډېر ځاني او مالي تلفات، ورپېښ کړي وو. د دښمن اشغالګرې قواوې، د دغه نومیالي مشر او ملي قهرمان له لاسه تر پوزې راغلې وې. دښمن، هره وسیله پکار اچوله، تر څو دغه نومیالی قهرمان په خپل خورېدلي دام کې را ایسار کړي. لېکن، د دښمن...
نور ولوله
شخصي او ملي ګټې!
ټولې ګټې، که هغه ملي وي، او یا شخصي، هغه باید تر ټولو د مخه، د اسلام په مبارکه تله، په سمه توګه وتلل شي.
ملي او شخصي ګټې، باید په هېڅ صورت کې د اسلام د سپېڅلي دین سره په ټکر کې نه وي. هغه ملي او شخصي ګټې، چې د اسلام د سپېڅلي دین سره په ټکر کې وي، هغو ته ملي او شخصي ګټې نه، بلکې ملي او شخصي زیان ورته ویل کېږي. د یوه مسلمان دپاره، د ژوندانه په ټولو برخو کې یوازینۍ او منلې کرښه، باید د اسلام کرښه وي، او بس.
د پام وړ خبره ده، چې د هغه اسلامی ملک وګړي به د ښه عزتمن ژوند څښتن وي، چې د هغه مشران، دیني عالمان، سیاستوال، دولتي کارکوونکي، او عادي اوسېدونکي، د اسلام په رڼا کې، ملي ګټو ته تر شخصي ګټو، اولیت او اهمیت ورکړي؛ او که چېرې خدای مکړه، دوی شخصي ګټې تر م...
نور ولوله
د حزب اسلامی د غړو ځینې ځانګړتیاوې
الله(ج) د وکړي، چې تاسې ټول له خپلو کورنیو او دوستانو سره روغ او جوړ وئ. له تاسې ټولو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې دغه لیکنه په ښه دقت سره ولولئ، ښه فکر او غور پکې وکړئ، او که چېرې کوم ګټور ټکي پکې پیدا شي، نو هغه بیا په عمل کې پیاده کړئ.
زه په دې پوره باور لرم، چې انشاءالله اسلامي حزب به په آینده کې د ټولو افغانانو شریک کور وي، دا به انشاءالله، هغه نوعه اسلامي شریک کور وي، چې د هغه تهداب، دېوالونه، دروازې، کړکۍ، فرش، رنګ، او اوسېدونکي به یې د اسلام په رڼا کې انتخاب شوي وي، او پدغه شریک کور کې به ټولې ورځینۍ چارې د اسلام په رڼا کې په وړاندې ځي. زه غواړم چې یو څو کرښې د زړه له کومی قدرمنو لوستونکو ته په لاندې توګه سره وړاندې کړم:
۱- ...
نور ولوله
د ګیرې له برکته!
غواړم، چې د ژوند یوه ریښتنۍ کیسه درته وکړم. ځینې وروڼه او خویندې به وایي، چې دغه کیسې به څه وخت خلاصېږي!؟
ان شاءالله چې تاسې هم زما په شان سپین ګیري شئ، نو بیا به تاسې هم خپلې ریښتنۍ کیسې کوئ.
تر ټولو لومړی، زه غواړم دغه نقطه په ښه توګه واضح کړم چې په دغه لیکنه کې زما کوم خاص خلک هدف ندي، او نه چاته کومه کنایه وایم.
کیسه په لاندې ډول سره وه.
په هغه پوهنتون کې چې ما درس ورکاوه، هر کال دوه ځلې د هرې شعبې استادان، د پوهنتون له ساحې څخه بهر په یوه ځای کې سره راغونډېږي. دغه د استادانو غونډه، د تعلیمي کال په شروع او په ختم کې صورت مومي. په دغه غونډو کې استادان، د پوهنتون د کارونو په هکله، خپل نظرونه وړاندې کوي...
نور ولوله
سیاسي خیاطان !
د خیاطانو ټکی، نن سبا په ځینو لیکنو کې، ډېر تر سترګو کیږي.
زه ددغه ټکي په اصلي مفهوم، نه پوهېدم. خو کله چې په افغانستان کې، د ولسمشرۍ د ټاکنې نتیجه اعلان شوه، او چې کله مې، بیا د ځینو افغانانو خبرې واورېدلې، نو هغه و، چې زه ددغه ټکي په اصلي معنا، سم پوه شوم.
غواړم، دغه خبره، د لمر په شان ټولو ته واضح او روښانه کړم، چې زما مقصد، هغه قدرمن خیاطان نه دي، چې دوی، خلکو ته جامې ګنډي. زه هغوی ټولو ته، د زړه له کومي ډېر احترام لرم.
پدغه لیکنه کې زما یوازینی هدف، سیاسي خیاطان دي، او بس.
زما په ډېر ساده تعریف سره، سیاسي خیاطان، هغو افغانانو ته ویل کیږي، چې د دوی اصلي دنده، د سیاسي پرتوګونو، ډیزاین، ګن...
نور ولوله
د ایمان ساتنه!
مسلمانانو ته په هرځای او په هر وخت کې لازمه ده، چې د ژوندانه په ټولو برخو کې، اسلامي تګلاره غوره کړي. هغه وروڼه او خویندې چې په غیر اسلامي ملکونو کې ژوند کوي، هغه باید خپل ایمان ته خورا زیاته پاملرنه وکړي. دلته په غربي ملکونو کې یو څوک پرې نه پوهېږي، او په تدریجي توګه یې د اسلامیت او افغانیت د بالتۍ چارج کمېږي، او که هغه په منظمه توګه ریچارج نکړي، نو امکان لري چې باالکل له کاره ولوېږي. پخواه به چې یو افغان کمونستي ملکونو ته د تحصیل دپاره لاړ، نو هغه به یا ډېر تکړه مسلمان، او یا به د اسلام ډېر قسم خوړلی دښمن بېرته خپل وطن ته راستنېده. علت یې دا و، چې د دغه کمونستي ملکونو پالیسي په څرګند ډول د دین خلاف وه، او یوه تکړه مسلمان به له خپلې اسلامي عقیدې سره بې اندازې زیات احتیاط کاوه. یا په بل عبارت، د یوه مسلمان دپاره به ډېره ...
نور ولوله
د یوه مضمون تدریس کول !
د انګلستان په پوهنتونو کې د یوه مضمون د تدریس کولو د پاره، دغه لاندې ټکي په پام کې نیول کیږي:
۱- شاګردانو ته په لومړۍ ورځ د مضمون په حصه کې یو کلنی درسي پروګرام ورکول کېږي. پدې درسي پروګرام کې د هر لکچر عنوان او موضوع په واضح ډول سره ذکر شوي وي.
۲- استاد خپل کلنی درسي پروګرام د مضمون د موادو مطابق جوړوي، او د مضمون ټول مواد باید شاګردانو ته تدریس شي.
۳- د استاد د دفتر د تلفون شماره، د اطاق نمبر، او بریښنالیک هم شاګردانو ته ورکول کیږي، ترڅو شاګردان وکولای شي چې د ضرورت په وخت کې له استاد سره رابطه ونیسي.
۴- ...
نور ولوله
د سولې رنګارنګ تعریفونه؟!
نن سبا، په هرځای کې د سولې خبرې د هر افغان له خولې څخه اورېدل کیږي، او د زیاتره افغانانو له خبرو داسې معلومیږي، چې هغوی نور له جګړې ستړي شوي دي، چې البته دا پخپل ذات کې یو ډېر ښه کار دی. اما د سولې واضح تعریف معلوم نه دی، او هرڅوک، د سولې په هکله بېل بېل تعریفونه لري.
هېره د نه وي، چې د سولې، دغه رنګارنګ تعریفونو، د سرتاسري سولې په وړاندې خنډونه را پیدا کړي دي.
غواړم، پدغه هکله خپل نظر په لاندې توګه وړاندې کړم.
۱ - میلیاردر: دغه ډله افغانان، سوله داسې تعریف کوي، چې د دوی د حرامو پیسو، چې هغوی د وطن د خرڅولو، د اشغالګرو د ملاتړ، د خپلو هېوادوالو د وژنې، او د داسې نورو غیر اسلامي او غیر افغاني کارونو د ...
نور ولوله
سالم تنقید او یا ښکاره تخریب!
د سالم تنقید او ښکاره تخریب تر منځ ډېر لوی فرق دی. قدرمن وروڼه او خویندې، باید ددې استعداد او پوهه ولري چې سالم تنقید د ښکاره تخریب نه جدا، او هغه هېڅکله یو له بله سره ګډ نکړي. الحمدالله، مونږه ټول په ترتیب سره، مسلمانان، او افغانان یو. نو د ښکاره تخریب خو باید هېڅ سوال پیدا نه شي، او دا ځکه چې هېڅ هوښیار او پوه سړی به هېڅکله خپلې پښې پخپله پرې نکړي. نو هیله ده، چې د سالم تنقید او ښکاره تخریب تر منځ په سمه توګه توپیر وکولای شو.
سالم تنقید، د فشار هغه آله او وسیله ده، چې د هغو پذریعه د یوې ټولنې او یا د یوه ملک کارکونکي خپلو مسٔولیتونو ته په ښه توګه متوجه کېږي.
که چېرې په یوه ټولنه کې سالم تنقید رواج ونلري، نو ډېر امکان شته، چې د یوې ټولنې کارونه چې څرنګه ل...
نور ولوله
دوی لوړ ندي - مونږه ټیټ ناست یو!
د دغه پورتني عنوان : ”دوی لوړ ندي - مونږه ټیټ ناست یو“، جمله یو څه موده وړاندې په کومه لیکنه کې زما تر سترګو شوه، او دغه جمله مې ډېره خوښه شوه. ما د هغه ورور او یا خور نوم، متأسفانه په هغه وخت کې یاداښت نکړ. الله(ج) د هغه ورور، او یا خور ته ډېر اجرونه په دنیا او په آخرت کې ورپه برخه کړي. آمین یارب العالمین.
غواړم ګرانو لوستونکو ته یادونه وکړم، چې کله یو څوک د بل چا کومه لیکنه، بل ځای ته کاپي کوي، نو حتمي او ضروري، باید د لیکنې د اصلي نفر نوم هم ورسره ولیکي، کنه، دغې ته د لیکنې غلا وایي، او دغه په علمي ډګر کې ډېره ستره غلطي ګڼل کیږي.
د یادولو وړ ده، چې الله(ج) مکړه، زه د هغو وروڼو او خویندو مخنیوی نکوم، چې د نورو خلکو، ډېرې ارزښتناکې او له پنده...
نور ولوله
د شاګردانو نظر پوښتنه - دویمه برخه
د انګلستان په پوهنتونو کې، هر کال د یوې خپلواکه دولتي ادارې له خوا، د هر پوهنتون د آخري کال، د محصلینو څخه نظر پوښتنه تر سره کیږي.
د یادونې وړ ده، چې محصلین دغه نظر پوښتنې ته، آنلاین، ځواب ورکوي، او پوهنتونونه پدغه نظر پوښتنه کې، هېڅ کوم واک، او لاس نلري. یا په بل عبارت، پدغه نظر پوښتنه کې، پوهنتونونه هېڅ نوعه مداخله نشي کولای، او دغې ته د پوهنتون بهرنۍ نظر پوښتنه هم ویل کیږي.
دغه نظر پوښتنه، بیا د همدغې خپلواکې دولتي ادارې پواسطه تر غور لاندې نیول کیږي، او د هغو لنډیز بیا د دغې خپلواکې ادارې په رسمي وېب پاڼه کې نشر کیږي.
هېره د نه وي، چې د پوهنتونو لیګ ټېبل (League Table) له همدغه نظر پوښتنې څخه تیار...
نور ولوله
د ښه بوټي تر څنګ بد بوټي هم شنه کیږي!
په انګلستان کې قرنطین په لومړي ځل، د مارچ په درویشتمه (۲۳) شروع شو، او ما د کور په حوېلۍ کې، ګلان، رومي بانجان، ګندنه، پالک، بادرنګ، ګشنیز، جوار، مرچک، نعنا، کاهو، ګلپي، شلغمې، او چغندر، وکرل. که ژوند و، ان شاءالله، بل ځل به ګاذرې هم وکرم.
د یادولو وړ ده، چې دغه ۱۵ کاله مې د کور په حوېلۍ کې هیڅ شی نه وو کرلي. نو پدې خاطر مې دغه ټول شیان وکرل، چې حوېلي یو څه شنه پرې ښکاره شي.
په لومړي وخت کې مې خېشاوې (بد بوټو) ته په مناسب وخت کې لازمه توجه ونکړه.
یوه ورځ مې غوښتل چي دغه بد (بې ګټې) بوټي، له ښو (ګټورو بوټو) څخه لېرې کړم. ګورم چې دغه بد بوټي تر اصلي ښو بوټو څو وارې لوی او قوي شوي وو. کله مې چې تصمیم ونیوه، چې دغه بد بوټي له ښ...
نور ولوله
