No-IMG

تر څو چې إقتصادي خودکفايي نه وي، أمن پايښت نه مومي

روان وضعیت خورا غموونکی دی. فقر، بېوزلي او بېکاري ورځ تر بلې خوله لګوي. د ښار هغه واټونه چې پخوا به سړی په کې د زياتې ګڼې ګوڼې له وجې پياده تېرېدای نه شو، نن-سبا په کې موټر ټاپ ګېر کې تېرېږي. ډېری کراچېوانان او پر لاسي ګاډيو سودا پلورونکي له نهيلۍ کله يو لور ته مخ اړوي او کله بل لورې ته، که ګوندې کوم څوک ترې څه شی واخلي. ريکشه وانان او ټيکسي چلوونکي هم له خپل روزګار خواتوري دي. مشر زوی مې چې هندي ريکشه چلوي، پخوا به يې ماښام کور ته څلور-پنځه سوه افغانۍ راوړلې او تر يو حده به له خپل روزګار راضي برېښېده، خو له کومې ورځې چې وضعيت تغير خوړلی، له سل يو نيم سلو يې زياتې پيسې نه دي راوړي. تېل ګران دي، او ښاري ګڼه ګوڼه نشته، سپرلۍ نه پيدا کېږي.

نن مې يو ګلالي وراره چې پخوا يې ريکشه چلوله، د روزګار دخرابۍ له وجې وطن پرېښود. زه چې هېڅ کومه دولتي او نادولتي دنده نه لرم، او د يوولس سره کورنۍ د روزمره ژوند د ټولو اړتياوو پوره کول مو يوازې پر همدې ريکشه پورې تړلي، خو له بده مرغه؛ په اوسني حالت کې يې د ټولې ورځې بچت او حاصل تر سل يو نيم سلو زيات نه دی.

څوک دې ووايي؛ په داسې يو تپه تياره وضعيت کې به سړی څه رنګ د يوې ښې راتلونکې څرک او رڼا وويني؟ او څنګ به يو ښه راتلونکي ته اميدوار او هيله من شي؟؟!

ډاډ ورکول ښه دي، خو تر دې حده نه چې يوازې په خوب کې تر خيالي جنت ليدنې محدود واوسي. رښتيا دادي، چې که ياد وضعيت تر يوې مياشتې دوام ومومي، موږ به منحيث ملت د قحط او فقر له يوې مرګونې څپې سره غاړه غړۍ وتي يو.

څومره چې جنګ وژل، تر هغې څو چنده زيات به يې بيا لوږه وژني.

يوازې د أمن په راوړلو او ويلو ستونزه نه ختمېږي. تاريخ ګواه دی، تر څو چې إقتصادي خودکفايي نه وي، أمن پايښت نه مومي.

که له کاري فرصتونو او إقتصادي خودکفايۍ پرته أمنيت د تمجيد وړ وي، بيا نو هدېرې تر ټولو باأمنه ځايونه ګڼل کېږي، خو چې د إنساني ژوند څرک په کې نشته، نو يوازې د مارانو او لړمانو ځاله بلل کېږي، حتیّٰ چې مرغۍ هم په کې ژوند نه کا.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک