No-IMG

تېر کال مې د کرونا خطر او ډېرېدو په اړه ليکلي وو او سږ کال هم پر همدې اند يم

په دې باور ولرئ چې د مرګ نېټه مخکې وروسته کېږي نه. کوم وخت چې درته الله تعالی د مرګ له پاره تعين کړی وي، هېڅ راز تدبير يې وړاندې وروسته نه شي کولای. خو دا هم بايد په ياد ولرو چې له تدبير پرته تقدير ته ځان سپارل عقلانيت نه دی. انسان د خپل ځان، مال او ژوند د حفاظت په خاطر په ټولو روا او حفاظتي تدابيرو مکلف دی. که د تدبير لرلو باوجود هم ورته زيان رسېږي، نو هغه ته بيا تقدير ويلای شو.

دې شک نشته چې کرونا مرګونې ناروغي ده او که الله تعالی چاته له کرونا مړينه ليکلي وي، هېڅ رنګ تدبير يې نه شي بچ کولای. خو دا چې د مرګ نېټه معلومه نه ده او هېڅ يو يې پر دې نه پوهېږو، چې کله؟ څنګه؟ او چېرته به مرو؟ نو مکلف يو، چې د خپل توان په محدوده کې له احتياطي تدابيرو ګټه واخلو. او که خدای مه کړه! له تدبير سره سره بيا هم زيانمن شو، نو د چون-چرا ويلو پر ځای باید ووايو، څه چې د الله تعالی خوښه وي همغه کېږي او موږ د خپل رب پر قضا او قدر راضي يو.

 

څه ډول تدابير بايد ولرو؟

 

طبي تدابير او سپارښتنې هم بايد په کلکه رعايت شي، خو تر ټولو ځواکمن او قوي تدبير چې بايد هر يو يې په خورا لوړه کچه ولرو، هغه د لوړ مورال لرل دي.

 

مورال څنګه لوړولای شو؟

 

د مورال لوړولو او د لوړ مورال ساتلو تر ټولو غوره لاره له الله تعالی سره د خپلو بنده ګاني اړيکو ټينګول او تقويه ده، چې د بل هر وخت پر پرتله يې موږ ټولو ته د ټينګولو او رغولو ښه فرصت په لاس راغلی. ذکر او أذکار، تلاوت، نوافل او په ځانګړي ډول د سهار او ماښام د مسنونه دعاګانو پابندي مو له الله تعالی سره ناروغې اړيکې په ښه ډول رغولی شي او ويونکي يې د پېښو او مصائبو پر وړاندې له خورا لوړ موراله برخمن کېږي.

 

د ګواهانو په توګه؛

 

زموږ په چم-ګاونډ او خپلوانو کې داسې کسان هم شته، چې د کرونا له وجې د اټکل شوې دوه سلنه مړينې د ليست په سر کې بايد ليکل شوی وای، خو له نېکه مرغه چې هغوی په خورا لوړ مورال او آسانۍ ځان د کرونا له مرګونو پنجو خلاص کړ او نن هم لله الحمد روغ رمټ او سلامت دي. يو يې شديد قلبي تکليف، خورا لوړ فشار، شَکَرْ او د پروسټاټ سرطان هم لري، او په روژه کې پر کرونا هم اخته شو، خو دا چې له الله تعالی سره يې اړيکې غښتلې، د مسنونه أذکارو او تلاوت خورا پابند وو، نو کرونا داسې آسانه پرې تېره شوه، لکه يو عادي زکام. نه ورته څملاسته، نه يې تشويش وکړ، او نه يې هم چاته له درد او تکلیفه شکايت، لا چې د يو طلايي فرصت په توګه يې ۲۹ ځله د قرآن کريم ختم هم په کې وکړ.

هغه بل يې بيا د سينې او ساه بندۍ سخت تکليف لري او آن ډېری وخت يې په ژمي کې له ساه بندۍ او ټوخي ټوله شپه ويښه تېرېږي، او له بده مرغه تازه تازه پر ياده وبا هم اخته شوی، خو دا چې له خالق سره يې د راز او نياز اړيکې غښتلي دي، باور وکړئ، ذره چورت يې هم نه دی خراب او لا چې نورو ته د روحيې او ډاډ ورکوو هڅه کوي.

همداسې څو کسان نور هم دي، چې بيخي نازک روغتيايي وضعيت لري، خو دا چې په روحي او روحاني لحاظ پياوړي دي، ټول په ډېرې آسانۍ له کرونا ورغېدل.

که غواړو پر کرونا برلاسي شو، نو د کرونا اړوند خبرونه، ارقام او بحثونه ټول يوې خواته پریږدئ او پر ځای يې تلاوت، ذکر او أذکار او ګټور کتابونه مطالعه کړئ، او که فلم کتلو ته لاسرسی لرئ، نو بيا د مزخرفو او فاحشو هغو پر ځای هغه ترکي سريالونه وګورئ، چې محتوا او پيغام يې پر تاريخي، ملي او... مسائلو ور ټول وي، له نېکه مرغه ترکيې په دې وروستيو کې داسې سريالونه نړيوال فرهنګي سټېج او ډګر ته وړاندې کړي، چې د خورا لوړې دينې او ملي انګېزې لرونکي او منعکسوونکي دي او خپلو ليدونکو ته د انګېزې په برخه کې ډېر څه ورکولای شي.

 

له نورو کرکه او که د هغوی لاسنېوی؟

 

له نورو کرکه او يا د ځان ساتنې پر نوم له هغوی ډډه کول هېڅ منطقي نه ده، ناروغ او روغ دواړو ته زيان رسوي. ناروغ د مرګ تر خولې رسوي او روغ په روحي لحاظ کرونا ته له پښو نيسي، نو لطفاً؛ مه د ډار له وېرې خپل ناروغان د مرګ کومي ته غورځوئ، او مه هم خپل ځانونه پر لوی لاس کرونا ته راڅملوئ. هڅه وکړئ، له نورو سره د مينې، مرستې او عاطفې پر مټ هغوی له مرګه وژغورئ او له همدې لارې خپل دفاعي قوت پياوړی وساتئ.

له نورو سره مرسته مو د الله تعالی د مرستې حقدار جوړوي او له هغوی کرکه تاسې ته يوازې د هغه له درباره محروميت درکولای شي او بس.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک