No-IMG

اوربند وکړئ جنګ بس کړئ

له لویه سره د اسلام مبارک دين د انساني سوکالۍ، رفاه او خونديتوب له پاره يوه ستره او غوره وسيله ده. د عظيم الشان قرآن پر وینا چې د زیاتره انبیاء کرامو «عليهم الصلاة والسلام» په منهجي تګلاره کې جنګ هېڅ ځای نه در لود.

(سورة الأنبیاء)

همدا راز د رسول الله «صلی الله عليه وسلم» او صحابه کرامو رضوان الله تعالی عليهم أجمعين په اړه هم فرمايي: چې جنګ او جګړه پرې وتپل شوه.

(البقره: ۱۹۱، التوبه: ۱۳)

همدا راز په بل ځای کې فرمايي: چې د رسول الله «صلی الله عليه وسلم» دښمنان د جنګ اور ته لمن وهي، خو الله تعالی د خپل رسول «صلی الله عليه وسلم» په وسیله داسې حالات را منځ ته کوي، چې د جګړې نوبت را نه شي. او کوښښ وشي، چې په هر ډول ترينګلو حالاتو کې د سولې او تفاهم هڅې جاري وساتل شي.

(المائده: ۶۴)

دا او دې ورته له نورو قرآني او نبوي لارښوونو دا په زغرده څرګنديږي، چې أصل په اسلام کې سوله ده او جګړه يو څنګزن مجبوريت، او حتی الوسع اسلام خپل پيروان مکلف ګرځولي، چې د سولې او ثبات له پاره هلې ځلې وکړي او جګړه له منځه يوسي.

همدا يې د يووالي او نجات يوازېنۍ لاره ده او بس.

قرآن کریم د حدیبیې سوله د روښانه فتحې (فَتْحاً مُبِيناً) په نامه یادوي:

د حدیبیې په غزا کې چې کله صحابه کرامو له رسول الله سره بیعت وکړ، چې تر مرګه به جګړه کوي او نه به تسلیمېږي، خو د الله تعالی اراده دا وه، چې مسلمانان له مشرکینو سره د جنګ پر ځای خبرې پیل کړي. پایله یې د حدیبیې پر مشهوره سوله (صلح حدیبیه) منتج شوه. هغه سوله چې له مخې یې لس کاله له مشرکينو سره اوربند وشو. تورې په کې له کارولو او له تېکي راويستلو نه ايسارې شوې او یو بل ته له زیان رسولو په کې منع وشوه. قرآن کریم همدا سوله په روښانه او ښکاره بري سره تعبیر کړه. هلته چې فرمايي: (إِنَّا فَتَح‍ْنَا لَکَ فَتْحاً مُّبِيناً). بلکې د قرآن کريم پوره سورة د همدې سولې له کبله د (سورة الفتح) په نامه نازل شو.

یو صحابي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه کوي چې آیا دا فتح او بری دی؟ رسول الله ځواب ورکوي: "نعم" "هُوَ فَتْحٌ"

هو؛ دا فتح او بری ده.

د صحابه کرامو دا ګمان وو، چې فتح له جګړې پرته ناشونې ده. خو الله تعالی برعکس؛ د حدیبیې سولې ته د فتحې بلکې د ښکاره فتحې (فَتْحاً مُبِیْناً) نوم ورکړ. د هغې په واسطه یې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم ستر احسان وکړ. هلته چې فرمايي: (وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَكَّةَ مِنْ بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ) [الفتح:24] ژباړه: ( الله تعالی همغه ذات دى چې د مكې په ناو كې يې د هغو لاسونه له تاسې او ستاسې لاسونه له هغو منع كړل، وروسته له هغه چې پر هغوی يې تاسې ته برى دركړى ؤ، او تاسې چې څه كول الله تعالیٰ هغه ليدل).

په دې آیت کې الله تعالی یوازې دا د احسان په ډول نه یادوي، چې د مشرکانو لاسونه یې له مسلمانانو لنډ کړل، بلکې دا هم پر مسلمانانو احسان ګڼي چې د دوی لاسونه یې له مشرکانو لنډ کړل او هغوی یې ونه وژل: هلته چې فرمايي: (وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَكَّةَ) (او د مكې په ناو كې يې ستاسې لاسونه له هغوی لنډ کړل.)

دا څه موږ ته راښيي، چې اسلام له سولې سره ژور تړاو لري او همدا يې د تړاو يوه ښه بېلګه ده، چې دواړه خواوې (مسلمانان او کافران) په بر کې نیسي.

دې ته پر کتو ويلای شو، چې د يوې پايدارې او تلپاتې سولې د راتګ له پاره يو اوږدمهاله او ټولمنلي اوربند ته جدي اړتيا ده، چې بايد مخاصم او ښکېل لوري يې وکړي او تر هغه ورته ژمن پاتې شي، څو يوه باثباته سوله منځ ته راشي.

موږ پر ښکېلو لوريو غږ کوو، چې د خپلمنځي تفاهم او ډيالوګ د ښه ترسراوي په پار اوربند وکړي او له هغه وروسته په ډاډه زړه او د غچ اخيستنې له احساساتو او روحيې پرته د خبرو مېز ته کېني. له اوربند پرته د جګړې مهارول او سوله منځ ته راتلل هېڅ شرعي بېلګه او منطقي توجيه نه شي لرلای.

#اوربند_وکړئ_جنګ_بس_کړئ

#StopAfghanWar

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک