No-IMG

پر ماشوم د مور او پلار او کورنۍ اغيزه

مور او پلار او په ځانګړي ډول کورنی ماحول د نن پر ماشوم او د سبا ورځې پر ځوان له اخلاقي، اجتماعي او ديني پلوه خورا جوت اغېز لرلای شي. څه ډول چې کورنی ماحول وي، ماشوم به يې هم پر هماغه بڼه او سليقه په ټولنه کې راڅرګندېږي.

مور او پلار د خپلو ماشومانو د روغتیا او ساتنې تر څنګ د هغوی پر اخلاقي ښوونه او روزنه هم مکلف دي او نبايد ناديده يې ونيسي. ځکه هر ماشوم چې د کور له درشله بهر د پښې اېښودو جوګه کېږي، ورسره سم د خپلې کورنۍ تربيې او اخلاقي تعامل ننداره هم د نورو مخ ته ږدي او ورته وايي؛ چې زه څوک يم؟ څه ډول روزل شوی او پالل شوی يم؟ او دا تر ټولو يوه برخليک ټاکونکې ازمايښتي ننداره ده، چې کولای شي په ټولنه کې نورو ته د يوې کورنۍ د شناخت په اړه منفي او يا هم مثبت تصور او تأثر ورکړي.

د ماشوم روزنې پوهان وايي؛ له زېږون بيا تر ۸ کلنۍ پورې د ماشوم مغز د پراختیا او ودې له پاره تر ټولو غوره وخت دی.

له هغوی سره لوبې کول، مینه کول، د خبرو وخت ورکول او له هغوی اورېدل او هغوی ته غوږ نېول د ماشوم د مغز په وده، پراختيا او پیاوړتیا کې خورا مهمه ونډه لري.

که غواړو چې غوره او بېلګه ماشومان ولرو، نو اړينه ده چې خپله هم د يو نېک تعامل او ښې رويې لرونکي واوسو. که له نورو سره زموږ تعامل او رويه ناسمه وي، او له ماشومانو بيا غواړو، چې په راتلونکي کې د يو ښه او غوره تعامل لرونکي واوسي، داسې مثال لري، لکه د اغزو له کَرْ چې د ګلانو حاصل غواړو، چې پر هېڅ لحاظ يوه منطقي هيله نه شي کیدای، ځکه چې زموږ ټولنيز چار چلن زموږ پر ماشومانو مستقيم اغېز لري او هغوی ته د کړو وړو پر بڼه لېږدي.

موږ د يو سنجيده او بامديريته کورني ماحول پر مټ کولای شو، چې یو پیاوړی، منطقي، مستدلل، باهدفه او پوښتونکی ماشوم وروزو، او د دا ډول يو ماشوم روزل نېغ پر نېغه په يو سالم کورني ماحول او د والدينو پر اخلاقي تعامل پورې اړه لري.

ماشومانو ته د خبرو او پوښتنو حق ورکول، هغوی ته غوږ نېول او پوښتنو ته يې د درک او مزاج موافق مثبت ځواب ويل هغه څه دي چې، هغه ته په کم عمر کې د ډېر پُخته، سنجيده او منطقي فکر کولو وړتيا ورکوي، او نورو ته د خپل فکر او خبرې د کره والي له پاره له داسې يو وړ او منطقي دريځه مخاطب کېږي، چې آن ډېری وختونه يې مشران او لويان هم د منطق ماتولو جوګه نه وي.

موږ په خپل کور کې د تبليغي حضراتو په اصطلاح؛ زياتره وخت له يو بل سره ديني مذاکره کوو چې طبعاً په کې د جنت او دوزخ يادونه ډېره کېږي.

زما تر ټولو کوچنی زوی سعيد چې ايله درې کاله عمر لري، د همدې مذاکرې له برکته کله ناکله داسې منطقي خبرې او پوښتنې کوي، چې سړی بيخي ګوته پر غاښ ورته پاتېږي.

تېره ورځ له کوره وتلم، راته ويل يې؛ چېرته ځې؟

هسپتال ته.

زه هم ځم.

ګرمي ده، ته کور کې پاتې شه!

نه نه، ما بوځه...

خو خير؛ ځان مې ترې پټ کړ او له کوره غلی ووتم. يو وخت له شا راپسې غږونه کېږي، کاکا کاکا...

مخ مې ور واړوه، ګورم سعيد دی. مال څنګه راغلې؟ ويل يې (تاسره ځم. که مې نه بوځې، زه خفه کېږم او چې زه خفه شوم الله پاک درنه خفه کېږي او چې الله پاک درنه خفه شو، بيا دې دوزخ کې اچوي...)

له ډېرې حيرانتيا ورته کېناستم، غېږ کې مې ونېو او ښکل مې کړ. نه پوهېدم چې څه ورته ووايم؟! بس له خندا او ژړا جوړ يو حالت راباندې حاکم وو. خو البته؛ په همدې حالت کې مې يو څه ته ور پام شو، چې که موږ هر يو خپل کورنی ماحول داسې عيار کړو، چې له خپلو ماشومانو سره هسې د بېځايه ساتېرۍ پر ځای په کې هغوی ته د اخلاقي او ديني ارزښتونو او له نورو سره د ټولنيز تعامل أسلوب ور په ګوته شي، نو لرې نه ده، چې موږ به د داسې يوې متمدنې، بااخلاقه، باهدفه، بافرهنګه او باامنه ټولنې شاهدان واوسو، چې هېڅ ساری به نه لري، خو متأسفانه چې موږ منحيث يو مسلمان او بيا پښتون قام دې برخې ته هېڅ پام نه دی کړی. زموږ په کورني ماحول کې د جرو بحث او کورني مجلس موضوع يوازې د خپل تربور او عزيز پر سپکاوي ور ټوله وي. ګاونډي ته په کې سپکې سپورې ويل کېږي او ماشومانو ته په کې د نېکو خبرو پر ځای کنځلې ور زده کېږي، او...

له بده مرغه! په ټوله کې موږ خپل ماشومان د تربګنۍ او خشونت په روحيه روزو، چې پايله يې د همداسې يوې وحشي، بې رحمه او جارحانه ټولنې په منځ ته راتګ منتج کېږي، لکه فعلاً چې قرار په کې لرو...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک