قاضي محمد امين وقاد فصيح او بليغ عالم و
د ځينو انسانانو مقام او منزلت د هغوی له څېرې او سيما هم معلومېږي. چې ورته ګورې؛ د سړي پرې د يو ژمن او عزتمن مؤمن تنده ماتېږي. د نېکانو او صالحينو نښې او نور يې له ورايه په څېره کې برېښي. قاضي صيب محمد امين وقاد رحمه الله هم د همداسې أشخاصو له جملې څخه وو. چې ورته ليدل به دې، د سړي مينه پرې راتلله. د ديد او نظر جل وهلې تنده به پرې ماتېده. چې غږېده به، خبرې او الفاظ به يې شمېرلی شول. په وينا کې يې إبهام او لساني سبقت نه وو. خورا فصيح وو او د خپلې وينا له پاره به يې تر ټولو ښکلي، عام فهمه، ساده او روان توري سره اوډل. خورا بليغ هم وو او د هرې خبرې او وينا خپل خپل ځای يې هم پېژانده. د جومات خبره به يې په حجره کې او د حجرې خبره به يې په جومات کې نه کوله. پر نبوي مسند به يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو ژمن وارث رول أداء کاوه. د سياسي سټېج او مايک له شا به بيا د يو باتجربه او پُخته سياستوال په څېر را څرګندېده. د تودو بحثونو او ګردي مېزونو تر شا به چې ناست وو، بيا به يې داسې منطقي بحث او تحليل کاوه، چې تا به ويل؛ د سياست هره صفحه يې پر شونډو او ژبه بېلا بېله ليک ده او له خولې يې لکه پېيلې مرغلرې يوه پر بلې پسې اوړي او رادرومي.
ښه مې نه دي په ياد؛ خو په أغلب ګومان د ملي ټلويزيون له لارې يې څو کلونه مخکې د کلام الله د ترجمې او تفسير درس وړاندې کاوه او ما به خورا په شوق تعقیباوه. يوه ورځ يې د «سورة العاديات» تفسير کاوه، زه يې دومره ورسره واخيستم، چې راسره ناست خلک مې هېر شول او بې اختياره سلګيو ونېولم. مور مې را غږ کړ، زويه ولې؟
د مور له غږ سره پوه شوم، چې يوازې نه يم. خجالت هم شوم او د ځان عادي ښودو تمثيل مې پيل کړ. خو اوښکې مې تر ږېرې رارسېدلې وې او د تمثيل هڅه مې ناکامه شوه.
مور مې راته وې؛ زويه دا ټي وي مه ګوره، ماغزه به دې خراب او لېونی به دې کړي.
هغې ته خو مې څه و نه ويل، خو له ځانه سره مې وې؛ که څوک له لېونتوب او أعصاب خرابۍ د نجات موندو په لټه کې وي، نو قرآن دې واوري او له داسې چا دې واوري، چې د قرآن له روح، پيغام او انداز سره لکه د قاضي صيب امين وقاد په شان اشنا وي.
الله تعالیٰ دې قاضي صيب ته فردوس جنت، درنې کورنۍ، خپلوانو او همسنګرو ته يې جميل صبر په برخه کړي. او تشه دې يې الله تعالیٰ پر همداسې يو خوله ور، زړور، متين، حليم او صابر علمي شخصيت ډکه کړي، آمين يارب العالمين!
(رحمه الله تعالی رحمة واسعة واسکنه فسيح جناته)!
(نحسبه کذالک والله حسيبه ولا نزکي علی الله أحداً)
