No-IMG

دا جګړه بې ګټې ده او بايد ژر تر ژره بنده شي!

چې ښه پوهېږې، دښمن دې محض وحشت او بېرحميو ته پلمه لټوي او د يوې سپږې له پاره هم ټول پوستين پر اور اچول غواړي، نو چېرته دی، ستا سياسي درايت او له دين نه زده کړی سياسي مصلحت؟!

رسول الله صلی الله عليه وسلم خو د حديبيې په سوله کې ماتې او تسليمۍ ته ورته شرائط په دې خاطر پر ځان ومنل، څو يې ملګرو او عام مسلمانانو ته د لوړې کچې تهديد او د زيان مخه نېولې اوسي. که څه هم ملګري يې راضي نه وو او دا ورته د خپل إيمان، عقيدې او باور سپکاوی ښکاريده، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو ماهر پوځي قومندان په توګه دا هر څه پر ځان ومنل، د ملګرو ناراضۍ او خفګان ته يې و نه وکتل، يوازې همغه څه يې وکړل، چې هغه صلی الله عليه وسلم ته يې له يوې بې ګټې او زيان اړوونکې جګړې څخه د خپل ولس او ملګرو د ژغورنې چانس په لاس وَرْکاوه.

هو؛ همغه څه يې وکړل، چې الله تعالیٰ ورته ښکاره فتح او بری ووايه او د خپل مُعْجِزْ کتاب يو مستقل سورة يې هم د ښکاره بري «فتحاً مبيناً» پر نوم ونوماوه.

هو؛ بريا يوازې دې ته نه وايي؛ چې يو څوک دې خپل دښمن د جګړې په ډګر کې په ګونډو کړي، بلکې تر ټولو غوره او وياړمنه بريا داده، چې د دښمن له خوا متوجې خطرات په داسې شکل دفع شي، چې عام ولس، عامه شتمنۍ او په ټوله کې جنګېدونکی لښکر په کې له يو مخېزې نابودۍ او هلاکته بچ شي. تر ټولو غوره او وياړمنه بريا داده، چې تر لاسه کړې ګټه يې تر پېښ شوي زيان لږ تر لږه لس سلنه زياته وي.

او بالاخره تر ټولو غوره او وياړمنه بريا دې ته وايي، چې نه په کې نامي مسلمان د مرګ له ويرې د کور پرېښودلو ته مجبور شي، نه يې مال، أولاد او شتمنۍ د اور پر لمبو وسوځي، نه يې تورسرې په کې سوالګرې او سرتورې شي او نه يې کوچنيان د ټوک ډوډۍ له پاره هر کس او ناکس ته د سوال لپې خورې کړي، او یا يې غوښې او اندامونه د B52 الوتکو پر بمبار کې هوا ته پورته او باد باد شي. او...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک