ځينې خاطرې او یاداښتونه خورا دردوونکي وي
کلونه وړاندې مې چې پلار وفات شو، موږ ته يې يوازې له پلار ور پاتې جايداد، له کتابونو ډکه يوه المارۍ او تر څنګ يې يو نېک نوم او شهرت په ميراث را پرېښود، او خپله په داسې حال کې له دې فاني نړۍ رخصت شو، چې آن د خپل ګور او کفن بوده هم، نه پرې کېده.
له وفات وروسته مې يوه ورځ د هغه د کتابونو المارۍ لټوله، دستکول ته ورته يو ووړ لاسي بکس مې په کې وموند. خلاص مې کړ، ځينې اړين اسناد يې په کې اېښي وو. د اسنادو په منځ کې مې پر يو کارت سترګې ونښتې. را پورته مې کړ، په نظامي مسلک کې «بريد جنرالۍ» ته د ترفيع کولو او اخيستلو کارت وو. زما له پاره د حيرانتيا خبره ځکه وه، چې پرې نه وم خبر، او نه يې هم په دې اړه څه راته ويلي وو. بېرته مې کېښود، مال؛ ښايي زه يې په مطلب نه وم پوه شوی، ګوندې بل څه به وي. تېره شپه د فيسبوک يو درانه ملګري سلام را واچاوه، ويل يې؛ نه مې غوښتل، د يو څه په در يادولو دې خفه کړم، خو د نېکه وصيت او پر ما يې ګرانښت د دې لامل شو، چې درته ويې وايم. نوموړي ويل؛ له ما سره يوه پخوانۍ ويډيو ده، چې د مجاهدينو د حکومت په لومړيو کې ځينې جهادي قومندانانو ته د پوځي رتبو ورکولو مراسم په کې ترسره کېږي، يو په کې ستاسې والد صيب دی. ما د ويډيو غوښتنه ترې وکړه، ويل يې، فعلاً مسينجر کې نه لېږل کېږي، جوړوم يې او بيا يې درته لېږم.
کور يې ودان؛ نن شپه يې راته ولېږله.
په يادو مراسمو کې زما د والد صيب په شمول، مرحوم معلم صيب اول ګل د ښاغلي قاري Samiullah-zia Zia والد صيب، شهيد انجينير صیب فیض محمد خان او څو تنو نورو ته د تودو پوځي مراسمو په ترڅ کې د بريد جنرالۍ رتبې ورکول کېږي.
د ويډيو پر ليدو مې د پلار پياوړې ځواني، قدو قامت، کوټلې اراده، دبدبه، وقار، قاطعيت، سپين ګويي، خپل ماشومتوب او د پلار جان د ژوند وروستۍ شپې ورځې را په زړه شوې، زړه مې را ډک شو او ښه شېبه مې وژړل.
الله تعالی دې رحم پرې وکړي، عجيب خدا پرست، له نوم، نښان، موقف او له مخلوقه بې پروا انسان وو. کله چې د جهاد سلسله ختمه شوه، مجاهدين بريا ته ورسېدل او وروسته بيا په خپلمنځي اخ و ډب کې ښکېل شول، پلار مې هر څه پرېښودل، کلي ته راغی او عادي ژوند يې پيل کړ. دا چې د معارف له ډګره د جهاد سنګر ته ورغلی وو، بېرته پر همغه ورغليو قدمونو را ستون شو او د معارف خدمت او غوړېدا ته يې مټې را ونغاړلې، او پيل يې (د وزيرو جهادي لېسې) پر نوم د يو ښوونځي له تأسيس وکړ، چې بالاخره تأسيس يې کړ او د هغه وخت ټوله ننګرهار مېشتې جهادي شورا يې د پرانيستې مراسمو ته ور وبلله، او په خورا تودو ولولو يې د پرانيستې مراسم ترسره کړل. د پلار د هغې ورځې د وينا يوه برخه مې اوس هم ښه په ياد ده، چې د ننګرهار جهادي شورا ته په خطاب کې يې وويل؛
(سر له نن نه ما ټول ګوندي او سياسي مسائل د هغې *هديرې په زاړه قبر کې ښخ کړل، زه د معارف اهل وم، اهل به يم او اهل به يې واوسم، له ما نور د سياست، ګوند او ګوندبازۍ غوښتنه مه کوئ)!
او دا خبره يې په عمل کې هم رښتيا ثابته کړه او تر پايه خپلې خبرې ته ژمن پاتې شو.
او د همدې ژمنتيا له کبله يې خپل ولس ته د معارف په برخه کې دومره سپېڅلی، مخلصانه او صادقانه خدمت وکړ، چې لله الحمد زموږ پر شمول ټول ولس پرې ویاړي.
*د يادې لېسې په يوه څنډه کې يوه پخوانۍ او زړه هديره وه، په هغې کې يې يوه زاړه قبر ته اشاره وکړه.
(رحمه الله تعالی)!
