د غزني والي داوود لغمانی مه ګرموئ
داوود لغمانی مه ګرموئ. څه چې يې کړي، ښه يې کړي. دا وخت د پيغور او ملنډو نه دی. هېواد مو د سرو وينو پر سيلاب لاهو دی. په داسې يو وضعيت کې که څوک دې سيلاب ته د ور تويېدونکې يوې وړې خوني ويالې او سرچينې مخه هم بنده کړي، اتل يې بولئ.
وروستيو خونړيو جګړو نه دا چې هېڅ ګټه و نه کړه، بلکې زرګونه کورنۍ يې هم د غم پر ټغر کېنولې، عامه شتمنۍ په کې له منځه لاړې او د اور پر لمبو لولپه او پوپناه شوې.
له دې وروسته هم که څوک د جګړې پر دوام ټينګار کوي او د ستونزې وروستی حل يې ګڼي، په خپل ناسنجيده تحليل او منطق دې بيا له سره غَوَرْ وکړي.
د جګړې په ډګر کې له وروستي وضعيت ارزونې په اسانۍ دا اټکلېدای شي، چې د حکومت پايښت او بقا نوره ناشونې ده. د داسې يو څه له پاره چې هېڅ ګټه په کې نه وي، ځان وژل او نور وژل د حماقت تر ټولو وروستی حد دی، بل څه نه دي.
