جنګونه او شرمونه
د ۲۰۱۴ م کال تر ټاکنو وړاندې مې ښاغلي ډاکټر صیب اشرف غني ته وویل، چې د شمالټلوالې له مشرانو او نورو لنډغرو سره به د تعامل په برخه کې له ډېر احتیاط او دقت څخه کار اخلې ، وارخطا کېږې به نه ، دوی غوروپش کوي ، تقاضا یې ډېره لوړه وي ، خو بیا د یو امتیاز په مقابل کې له خپلو ډېرو غوښتنو تېرېږي ، بل خصوصیت یې دا دی چې یو امتیاز دې ورکړ بیا سمدلاسه بله تقاضا کوي .
دا ډول خلک چې له قومي ، سمتي او ژبني تعصبه ډک دي هېڅ ډول ، ملي ، وطني او دیني ارزښتونو ته ژمن نه دي ، سیاسي ژوند یې پر معاملې ولاړ دی او پر معاملې پایي.
غني د خپل حاکمیت په بهیر کې درې ځله ؛ د ملي وحدت حکومت، اوسني حکومت او اوسمهال د طالب ضد جنګسالاریز ایتلاف په جوړونه کې له دې ډول ډلو ټپلو سره جوړ جاړی او ایتلاف وکړ.
ځینو برخو کې غني او د هغه د ټیم ملي برخې له زړه څخه نه غوښتل چې دا ډول ناوړه ملت ضد جوړښتونه رامنځته شي ، خو بهرني فشارونه ، کورني حالات ، خپله له واک سره د غني ځانګړې مینه ، جګړه او نور ترینګلي حالات د دې سبب شول چې جنګسالاران یو ځل بیا په حکومت کې د ځان ځایونې ځای پیدا کړي.
دوستم ته د (( مارشالۍ)) رتبه د اوسني حکومت د جوړښت لپاره د سیاسي توافقاتو یوه برخه وه. جمهور رییس غني دوه انتخابه لرل : یا به یې ټول توافقات ردول او یا به یې د دوستم مارشالي ورسره زغمله. غني او ټیم یې په سخت حالت کې وو. دا مهال ما د یو افغان په توګه خپل مسولیت وګاڼه چې پر چارواکو خپله غاړه خلاصه کړم، د چارو د ادارې له رییس ښاغلي فضلي سره مې وکتل ، ما ورته وویل د ملي وحدت حکومت تجربه مو په یاد ده ؛ ګورئ بیا هغسې حالت رامنځته نه شي ، بله خبره د دوستم د مارشالۍ رتبې ده چې په هېڅ وجه باید دې ته غاړه کېنږدئ، ما وویل : جمهور رییس قانع او تلقین کړئ چې په خپل تاریخ کې ځان ته د پېغور دا ټکی پرېنږدې چې د نړۍ يو مفکر د نړۍ یو ستر جنایتکار ته د خپل ولس د وژنې په بدل کې د مارشالۍ رتبه ورکړه. دا مهال فضلي صیب ماته له خپل مېزه د دوستم د مارشالۍ هغه لیکلی فرمان را ښکاره کړ چې تر دې دمه لا جمهور رییس لاسلیک کړی نه و، خو متن یې تیار لیکل شوی و. په هغه متن کې یې دوستم ته (( اعزازي )) مارشالي لیکلې وه.
فضلي صیب وویل جمهور رییس هم نه غواړي چې دا رتبه ورکړي ، نو ځکه خو یې تر دې دمه معطل کړې هم ده ؛ موږ تر اخري حده مقاومت کوو ، وګورو چې څه کېږي ، خو کورني او بهرني فشارونه هم ډېر زیات دي.
ما ویل که فشارونه تر حده زیات وي ، نو کېدی شي کوم بل امتیاز ورکړئ ، بل هر ډول امتیاز که څه هم جایز به نه وي ، خو د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي ، خو دا رتبه به په تاریخ کې افغان ملت ته د یو پېغور په شکل پاتې وي ، چې یو کم سېواده ، جنګسالار او قاتل وګړی پرې مارشال شو.
فضلي صیب هم ما سره زړه کې موافق و، خو یوازې همدومره یې وویل چې تر اخري حده کوښښ کوو چې له دې مسلې ځان بچ کړو.
کور ته راغلم ډېر خواشینی شوم، د دې رتبې د ورکړ د مخنیوي په خاطر د یوې مظاهرې د جوړونې په لټه کې شوم ، ورځ دوه لا وتې نه وې چې د کرونا ګرمې څپې را ونیولم ، پوره پنځه ویشت شپې یې د بستر کړم، په همدې بهیر کې مې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې مراسم له تلوېزیونه ولیدل ، ډېر خواشینی شوم، بیا مې زړه کې دا هیله وګرځېدله ، چې خدایه داسې ورځ هم راوله چې موږ ژوندي یو ، (( مارشال )) دوستم مخکې وي او طالبان ورپسې وي او دومره یې وځغلوي چې د مارشالۍ رتبه او دریشي یې تر شا پاتې شي او مصنوعي دوړې یې هم ټول ولس ته معلومې شي. طالبانو ته مې په نورو برخو کې هیله نه وه ، خو په دې برخه کې مې ځکه ورته دا هیله وه چې دې شخص ته د طالب د وژنې او ځپنې په پلمه دا بهادري ! ورکړل شوې وه.
نن هغه وخت راورسېد چې ((مارشال ))له توپونو او ټانکونو سره مخکې او طالب له خپل یو کلاشینکوف او موټرسایکل سره پر شا ورپسې روان دی ، دا شرم نه یوازې دوستم ته راجع دی ، بلکې د دې رتبې ورکوونکي او غوښتونکي ټول په دې شرم کې شامل دي .
مارشالي هغه لوړه پوځي رتبه ده چې ګټونکی یا یا اخیستونکی یې باید د دې جوګه وي چې نه یوازې له خپل هېواده د جګړې ټغر ټول کړي ، بلکې د جګړې جغرافیه نورو هېوادونو ته انتقال کړي ، لږه تر لږه په څلورو فتحه شویو هېوادونو کې یې عسکر پراته وي او جګړه له دې ځایه کنترول او رهبري کړي . د خپل کلي او کور فاتح ته څوک مارشالي نه ورکوي ، که نه نو خو بیا هر ملک ، ملا او قومندان د خپل کلي مارشال دی. اوس به نو د نړۍ نور مارشالان هم خپل ځان ته کوزګوري وي ، چې زموږ له ډلې یو ((مارشال )) ولې داسې پیکه او ډومار وخاته.اوس نو که دوستم یو ځل بیا د ملي اردو او امریکایي الوتکو په زور طالبان پر شا وتمبوي دا خپل شرم په هېڅ ډول بېرته نه شي جبرانولای.
له طالبانو هم هیله کوو چې د دې موقتي بریا په خوښیو کې د غرور پر اس سپاره نه شئ ، خپل رب ته د تعظیم سرونه ټيت کړئ ، د خلکو له کورونو او مالونو د جګړې د سپر په توګه کار مه اخلئ ، ولس مه ځوروئ، خدای پاک هر چاته یو چانس ورکوي که په هغه موده کې یې د غرور ښکرونه وکړل ، نو بیا یې نه یوازې ښکرونه ورماتوي ، بلکې په شرمو یې هم شرموي . له واکمنو او ناواکمنو سیاستوالو او جنګیالو ټولو څخه هیله کوو چې جنګونه مه ګرموئ ، جنګونه غمونه او شرمونه زېږوي ، خپل شلکن تاریخ درته د غوړېدلي کتاب په بڼه پروت ، د بي (۵۲) الوتکو بمونو ته مه خوشالېږئ ، تاسو غوندې یو بل شخص ( برهان الدین رباني ) به هم یو وخت امریکایانو ته ویل چې غت غت بمونه واچوئ ، دا واله دي تاثیر نه کوي... نن رباني نه شته ، خو تاریخي شرم یې پاتې دی.
که زموږ سیاستوال هوښیار وای د جګړې جغرافیه یې باید بدله کړې وای ، که جګړه په لاهور او پنحاب کې وای ، نو بیا که هر چا بم غورځولی ، زیان یې هغوی ته رسېده ، اوس جې جنګ زما په خپل کلي ، کور ، ښار او ولس کې دی، که طالب ډز کوي ، که سرتېری اوکه امریکايي یا عرب او پنجابی ، د دې ټولو زیان زما ولس او وطن ته رسي ، دا جګړه ګورئ فاتح او مفتوح ، غالب او مغلوب نه لري ، دلته موقتي بریمن او موقتي ناکام دواړه ناکام دي ، نو راځئ چې په هر ترتیب وي د جنګ ټغر ټول کړو ، تر څو جنګونه وي ، مرګونه او غمونه به هم وي او شرمونه به هم وي، د دوستم د (( مارشالۍ)) شرم یو د هغو شرمونو له جملې څخه دی ، نو که جنګونه کوئ نورو شرمونو ته هم منتظر اوسئ!
